جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه هیواد کې روان کال د پیازو د تولیداتو کچه زیاته شوې

په هیواد کې روان کال د پیازو د تولیداتو کچه زیاته شوې

تاند(شنبه، د جدي ۶) د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راځي، چې د تېرکال په پرتله د پیازو د سږني تولیداتو کچه ۱۰ تر ۲۰ سلنه زیاته شوې ده.

د دغه وزارت په وینا تېرکال د هېواد په کچه درې زره او ۵۲۰ مټریک ټنه پیاز تولید شوې وه.

د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې سږکال د هېواد په کچه په ۱۸ زره او ۳۴۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوې وه، او اټکل کیږي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات ۱۰تر۲۰ سلنه زیات شي.

یاد وزارت زیاتوي، چې تېرکال د زېرمتونونو د نشتون له وجې ددې مهم کرنیز محصول ډېره برخه د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په رازښت له هېواده بهر صادر شول.

د وزارت په خبره سږکال، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په پلي کېدو سره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پیازو د درې زره او ۲۰۷ زېرمتونونو د رغولو چارې پیل شوې، چې د یادو زېرمتونونو له ډلې د ډېرو هغو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د کرنې وزارت په وینا یاد زېرمتونونه هریوه یې د ۴۵ ټنه پیازو د ساتنې وړتیا لري.

پیاز له تر ټولو پخوانیو سبو څخه دی، چې هرکال په هېواد کې په پراخه کچه مصرفیږي. پیاز بېلابېل ډولونه لري؛ ژېړ، سپین او سره، چې هر ډول یې په بېلابېلو ډولونو کارول کیږي.

تخار، لوګر، کابل، پروان او سرپل د هېواد هغه ولایتونه دي، چې ډېر پیاز تولیدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب