Homeخبرونهد ترکیې پارلمان په افغانستان او لیبیا کې د خپلو پوځیانو ماموریت...

د ترکیې پارلمان په افغانستان او لیبیا کې د خپلو پوځیانو ماموریت تمدید کړ

تاند(پنجشنبه، د جدي ۴) د ترکیې پارلمان په افغانستان او لیبیا کې د ترک ځواکونو ماموریت ۱۸ میاشتې نور تمدید کړ.

په لیبیا کې د ترکیې د پوځیانو د ماموریت په اړه د ترکیې د پارلمان په لایحه کې ویل شوي چې د لیبیا د ملي تړون حکومت، چې د ترکیې له ملاتړه برخمن دی، په غوښتنه او د دغه حکومت د ملاتړ لپاره په لیبیا کې د ترک ځواکونو ماموریت تمدیدوي.

دا لایحه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته اجازه ورکوي چې له هیواده بهر پوځیان واستوي.

د ترکیې پارلمان دغه راز په افغانستان کې د مېشتو ترک پوځیانو ماموریت د ۱۸ میاشتو لپاره اوږد کړ.

د امریکا او طالبانو له موافقې سره سم ټول امریکایي پوځیان باید د راتلونکي ۲۰۲۱ تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي خو په دې موافقه کې د ترکیې په شمول د نورو هیوادونو د ځواکونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ناټو ځینو غړیو هیوادونو ویلي چې خپل پوځیان به ونه باسي.

امریکايي چارواکي هم وايي چې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري به پرېږدي چې د القاعده او داعش په شان د نورو تروریستي ډلو پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...