یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهخوست کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۱۲ کسانو ته...

خوست کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه د جدي ۲) د خوست امنیتي چارواکي وايي ددغه ولایت د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو په ښارګوټي کې چاودنه شوې چې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون په کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داود امین وايي، چاودنه د یعقوبیو ښارګوټي په منځ کې د ملي اردو په یوه موټر شوې ده.

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې څلور ملکیان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او د یو سرتېري په ګډون اوه ملکیان وژل شوي دي.

د پيښې عیني شاهدانو بیا ویلي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او سپین ږيري هم شامل دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

د یعقوبیو ښارګوټی چې د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند دی، د خوست ښار شمال لوري ته په لس کیلومترۍ کې پروت دی، یاده ولسوالي د خوست له نسبتاً نا امنو سیمو څخه بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب