Homeخبرونهد پروان د لویې لارې د امنیتي قطعې قومندان وژل شوی

د پروان د لویې لارې د امنیتي قطعې قومندان وژل شوی

تاند (دوشنبه د جدي ۱) د پروان د لویې لارې د امنیتي قطعې قومندان او څلور پولیس د دغه ولایت په مرکز کې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار اړوند په عبدي بای سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي پېښو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وايي، په دې چاودنه کې د پروان د لویې لارې د امنیتي قطعې د قوماندان ولي جان علي زاده په ګډون پینځه سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې پیښې مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...