تاند( سه شنبه، د قوس ۲۵) د غور ولایتي چارواکي وایي د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان نن غرمه مهال د مقناطیسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د یاد ولایت د والي ویاند عارف عابر وایي چاودنه نن غرمه مهال څه باندې ۱۲ بجې د غور مرکز اړوند فیروزکوه ښار کې شوې ده.
عابر وایي په دغه چاودنه کې د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان وژل شوی او د ولایتي شورا یو بل غړی عبدالرحیم رضا زاده او موټر چلوونکی یې ټپیان شوي دي.
که څه هم د دې برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی خو؛ د دې ولایت ډېری سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي.
اخوا د کندهار چارواکي بیا وایي چې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې نن د یاد ولایت داستناف څارنوالۍ د تحقیق څارنوال هم په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
دا دوه چاودنې داسې مهال کېږي چې نن سهار په مرکز کابل کې هم یوې بمي چاودنې د کابل مرستیال والي وژلی دی.
ولسمشرغني هم د کابل د مرستیال والي پر وژل کېدو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبانو پر عامه تاسیساتو ، ملکي وګړو او ترروریستي بریدونو له مسولیت نه اوږې نشي سپکولی.
https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%ba%d9%86%d9%8a%d8%9b-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%af-%d9%85%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%8c%d8%a7%d9%84-%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%98%d9%84/