شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد هلمندبرید؛ طالبان يې له هوکړې سرغړونه خو، امريکا يې د هوکړې...

د هلمندبرید؛ طالبان يې له هوکړې سرغړونه خو، امريکا يې د هوکړې مطابق بولي

تاند (شنبه، د قوس ۱۵) افغانستان کې امریکایي ځواکونه وایي چې د دوحې تړون له مخې یې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې دوی د دغو بریدونو پرمهال یو شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی وایي چې د دې بریدونو له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ ‌ژوبلې په تړاو څېړنه کوي.

که څه هم امریکایي ځواکونو په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ ژوبلې په اړه کره څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وه چې تېره شپه امریکايي ځواکونو د دوحې تړون خلاف په نادعلي ولسوالۍ کې د دوی پر یوه مرکز او ولسي خلکو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

مجاهد ویلي وو چې د امريکایي ځواکونو په دې بریدونو کې د طالبانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%9b-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d9%8a%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%87%d9%88%da%a9%da%93%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب