پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد پکتیکا د محلي پولیسو بنسټګر له طالبانو سره په نښته کې...

د پکتیکا د محلي پولیسو بنسټګر له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی

تاند (شنبه د قوس ۱۵) د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د طالبانو په بريد کې د اورګون زون د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان وژل شوى دى.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي، تېره شپه د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د نوموړي په وینا په دې نښته کې د اورګون زون د نهو ولسوايو د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عيد محمد مشهور په مملي وژل شوى دی.

ښاغلي ارین زیاته کړې د یادې نښتې په نتیجه کې ۱۷ طالبان هم وژل شوي دي.

د شاه محمد ارین د معلوماتو له مخې عيد محمد له ١٨ کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او په پکتیکا کې د محلي پولیسو له بنسټګرانو څخه شمېرل کېږي چې د لومړي ځل لپاره یې په دغه ولایت کې محلي پولیس رامنځته کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکاه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...