Homeخبرونهعراق په افغانستان کې د سفارت بیا پرانیستو ته لېوالتيا ښودلې

عراق په افغانستان کې د سفارت بیا پرانیستو ته لېوالتيا ښودلې

تاند (شنبه، د قوس ۱۵) د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین تېره ورځ د بحرین هېواد د خبرو په څنډه کې د افغانستان د ملي امنیت شورا له مشر حمدالله محب سره لیدلي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې ليدنه کې عراق یوځل بيا په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانيستو لپاره لېوالتيا ښودلې ده.

سرچینه زیاتوي چې دواړه لوریو په دې لیدنه کې د عراق او کابل ترمنځ پر هوایي لارې هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په یوه خبرپاڼه کې له دې لیدنې خبر ورکړی خو د دوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د عراق د سفارت د خلاصون په اړه څه نه دي ویل شوي.

عراقي چارواکي داسې مهال په کابل کې د خپل سفارت پرانيستو خبر ورکوي چې، په تېر ۱۳۹۶ کال کې په کابل کې د دوی پر سفارت د داعش وسله والو په برید کې د دې سفارت ۲ ساتونکي ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.

خو هغه مهال د سفارت په برید کې عراقي دیپلوماتانو ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...