سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي پنځه کارونه مه کوئ

له ډوډۍ خوړلو وروسته سمدستي پنځه کارونه مه کوئ

حامد مشواڼی

ځينې خلک له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته سمدستي مېوه خوري، چای څښي او دا ګټور بولي. ځينې خلکو ته له ډوډۍ خوراک وروسته سمدستي خوب ورځي او ويده کېږي؛ خو په حقيقت کې دا ټول کارونه ستاسي روغتيا ته زيان اړوي. له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته له لاندې پنځه کارونو څخه جدًا ځان وژغورئ. 

۱.خوب مه کوئ

له ډوډۍ خوراک وروسته انسان ته خوب ورځي، په حقيقت کې دا خوب تاسې ته آرام هم نه درکوي، له ډوډۍ خوړلو وروسته هېڅکله خوب مه کوئ. 

۲.سګرټ مه څښئ

سګرټ په هر وخت کې تاوان لري؛ خو له ډوډۍ خوراک وروسته يو سګرټ کشول د لسو سګرټو سره برابر دي. 

۳.مه لامبئ

له ډوډۍ خوراک وروسته سمدستي لمبل ستاسې د هضم پروسه ورو کوي. د لمبلو په وخت کې د معدې شاوخوا وينه د بدن نورو برخو ته بهېږي او ستاسې د هضم پروسه ورو کېږي. 

۴.مېوه مه خورئ

مختلفې غذاګانې په مختلف سرعت سره هضمېږي. مېوې له ډوډۍ خوړلو څخه مخکې وخورئ چې سهي هضم شي. مېوه بايد له خوراک څخه له يو ساعت څخه مخکې او يا له دوه ساعتونو څخه وروسته وخوړل شي. که چېرته مېوه سمدستي په ډوډۍ پسې وخوړل شي، پوره نه هضمېږي. 

۵.چای مه څښئ

د چای پاڼې تېزابي خاصيت لري او د هضم په پروسه باندې بده اغېزه کوي. که چېرته تاسې په خوړو کې پروټين واخلئ، د چای تېزاب پروټين سختوي او هضم يې ستونزمن کېږي. په ډوډۍ پسې سمدستي چای څښل په بدن کې د اوسپنې په جذب کې هم مداخله کوي. له ډوډۍ څخه يو ساعت مخکې او يو ساعت وروسته چای مه څښئ. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب