پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeجنرال وزیري​تر ذهن مخکې شه| جنرال دولت وزیري- پنځم لوست

​تر ذهن مخکې شه| جنرال دولت وزیري- پنځم لوست

د ماتيو مککي او کاټرین ستکر ليکنه
د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غورچان
پنځم لوست
 سرکښ سوچونه او د سوچ توپان
 ذهن هم د انسانانو د بدن يوه برخه ده او تل له یو بنډل سوچونو سره ملګري وی، خو ټول سوچونه چې د انسانانو ذهن ته راځي په يوه ډول نه وي. ځیني يې بېلارې​​ کوونکي، ځینې يې سرکښ، ځیني يې د توپان په څیر، ځيني يې مرستندوی او یا په نورو شکلونو وي.
هغه سوچونه چې ناڅاپه راځي او عملي جنبه ونه لري، دې ډول سوچونو ته سرکښ سوچونه وايي.
د بیلګې په توګه، د یو چا کره میلمه یاست، په دې وخت کې ستاسو ذهن ته ډول ډول سوچونه راځي چې زما په راتګ دغه کورنۍ په عذاب نه شي، دوی له کاره ونه باسم، اقتصادي زیان ور ونه رسوم، زما خبرې ور باندې بدې ونه لګیږي، زما په هکله بد فکر ونه کړي او داسي نور.
حال داچې دا يو سوچ هم عملي جنبه نه لري، خو ستاسو ذهن ته راځي او تیریږي. په سلو کې نوي کسان دا ډول سرکښ سوچونه لري او ځیني سرکښ سوچونه کیدای شي ويجاړوونکي او خطرناک هم وي. لکه مقدساتو ته د سپکاوي، جنسي سوچونه او نور.
له دې ډول سوچونو کیدای شي تاسو خبر هم نه یاست، خو دغه ډول سوچونه له تاوتريخوالي ډک او ويجاړوونکي وي.کله نا کله سړی هم هک پک شي چې دا ډول سوچ زما ذهن ته څنګه او له کومه راځي، تاسو يې په هکله هیڅ وخت عمل نه دی کړی، خو بیا هم ستاسو ذهن ته راځي. داسي سوچونو ته اهمیت ور کول په کار نه دي ځکه دا ډول سوچونه راځي او ځي.
دا ډول سوچونه ستاسو هیلې نه دي، ځکه د سوچ او هیلې تر منځ لوی تفاوت موجود دی. د هيلې یا یوې غوښتنې تر شا يوه انګیزه وجود لري. د بیلګې په توګه تاسو ځکه څښاک غواړئ چې تږي یاست، خو د یوه سرکښ سوچ تر شا کومه انګيزه نه شته. تاسو نه غواړئ چې د خپل ملګري د کورنۍ د خپګان باعث وګرځي خو ذهن ته مو داسي سوچ راځي. سرکښ سوچونه راځي او ځي، په هکله يې ډیر تم کيدل د وخت ضایع کول دي او بس.
ځيني وخت سوچونه د توپان په څير ناببره ذهن ته راځي او د يوې پيښې په هکله ډیر سوچونه را منځ ته کیږي. په داسې وخت د معقول سوچ ټاکل ډیر د اهميت وړ وي. که نه نو سړی به په دوه یا څو لارو تر منځ ودروي او بيا به نه پوهیږي چې په کومه لار لاړ شي. د بیلګې په توګه یو چا سره د ملاقات وعده لرئ، ستاسو ذهن ته سوچونه د توپان په څیر را روان دي وايي:
څنګه هلته لاړ شم،
له کومې لارې لاړ شم،
کله حرکت وکړم،
را باندې ناوخته نه شي،
په ټکسي کې لاړ شم که په خپل موټر کې،
کوم ډول کالي واغوندم،
که ور نه شم نو څه،
په دې شکل په لسګونو نور سوچونه چې دې ډول سوچونو ته د سوچ توپان وايي د انسان ذهن ته راځي.
اوس انتخاب د سړي په لاس دی چې کوم ډول سوچ ته غوږ کیږدي او عمل پرې وکړي. حال داچې ټول يې معقول ښکاري. دلته چی ډيره مهمه ده هغه لاره او کړنه ده چې تاسو يې غوښتنه درلوده او هغه سوچ وټاکئ چې تاسو سره ستاسو د غوښتني په هکله مرسته کولای شي.
له ځانه وپوښتئ چې واقعا تاسو څه غواړئ او بیا همغه سوچ وټاکئ چې تاسو سره مرسته کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب