جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزې د ورکړې...

په کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزې د ورکړې شمېر معلوم کړ

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې د ورکړې شمېر معلوم کړی دی.

ښاغلي صالح نن پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان سفارت په رسمي ډول په دې هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي دي.

د نوموړي په وینا د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د پاکستاني وېزې د غوښتونکو امنیت، د پاسپورټونو د ټولولو او د نوبت چارې تنظیم شي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانان د وېزې د تر لاسه کولو لپاره تحقیر او توهین نه شي او باید انساني کرامت ته یې زیان ونه رسېږي.

امرالله صالح وايي، د همدې وېزو د کمېشنکارانو له شپږو کړیو څخه یو تن چې کلونه یې د پاکستان مفتې وېزې په ډېرې بې عزتۍ سره په خلکو پلورلي، پرون له دوی سره اړیکه نیولې چې په دې اړه به ورته معلومات ورکوي.

نوموړي تېره ورځ ویلي و، هغه کړۍ یې پېژندلې چې د پاکستان د وړیا وېزو پر سر یې له خلکو څخه په لسګونه زره ډالر رشوت اخیستي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا په دې برخه کې به تر یوه وخته نور هم هېوادوال له ستونزو سره مخامخ وي، خو ډېر ژر به ورته ښه زیی ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له دې کېږي چې د روانې عقرب میاشتې په پينځمه نېټه امرالله صالح ویلي و چې ډېر ژر به د پاکستاني ویزو کمېشن کاران ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%88%db%8c%d8%b2%d9%88-%da%a9%d9%85%db%90/

باید وویل چې څه موده وړاندې په جلال آباد کې د پاکستاني ویزو د ټوکنو د وېش پر مهال په د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله تر شلو زیاتو کسانو ته مرګژوبله وانوښته چې ډیری یې د پوخ عمر لرونکې مېرمنې وې.

1 COMMENT

  1. دولت باید یو زیاد تعداد هندی متخصصین داکتران استخدام کړی
    امنیتی تدابیر شرط دی او دواوی هم۰
    نو هیڅ ضرورت نه شته چه په زیات تعداد مریضان پاکستان ته روان دی
    دا یوه تبلیغی درامه ده چه خلک خپلی پیسی په پاکستان کښی خرچ کوی
    د عامی روغتیا وزارت باید د وینی لابراتوار / ایم ار ای/کیت سکین/التراسوند او ایکس رای
    ماشینان ورته تهیه کړی دپاکستان تګ ته باید ضرورت نه وی
    هندی متخصصین داکتران په نهایی اندازه ډیر او بیکاره دی اقدام به کار دی۰ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب