Homeخبرونهپه غزني کې ۷ ملکي وګړي د هاوان مرمۍ په لګېدو وژل...

په غزني کې ۷ ملکي وګړي د هاوان مرمۍ په لګېدو وژل شوي

تاند (شنبه د عقرب ۱۸) د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو له لوري د هوان توغول شوې مرمۍ د خلکو په کورونو لګېدلي دي.

د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، نن مازدیګر مهال د غزني ښار اړوند نواباد سیمه کې د خلکو پر کورونو د هوان درې مرمۍ لګېدلي چې ۱۴ ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د نوموړي په خبره په دغه پېښه کې څلور ماشومان او درې مېرمنې وژل شوي او د څلورو ماشومانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه د غزني ولایتي روغتون ته لېدول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

غزني د هېواد په جنوب کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې په یو شمېر سیمو کې یې طالبان مسلط دي او فعالیتونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...