Homeخبرونهد کابل پوهنتون له وژل شویو محصلانو سره د تهران ښاروالۍ خواخوږي

د کابل پوهنتون له وژل شویو محصلانو سره د تهران ښاروالۍ خواخوږي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۱۵) د تهران ښاروالۍ د کابل پوهنتون د تروریستي حملې په خاطر له افغانستان سره د پیوستون او خواخوږۍ په نښه تېره شپه د ایران تر ټولو پر ستره ودانۍ، د ایران د ازادۍ پر منار د افغانستان بیرغ روښانه کړ.

د تهران د ازادۍ پر منار د افغانستان د بیرغ د رڼولو په مراسمو کې په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال هم حاضر و.

د بیرغ ترڅنګ د ازادۍ پر منار د فلشونو په وسیله په انځور شوې نقشه کې دا هم لیکل شوي وو «چیرې یې پلار جانه.»

د تېرې دوشنبې په ورځ یو شمېر ترهګرو د کابل پوهنتون د حقوقو او عامه ادارې پر پوهنځیو بې رحمانه برید وکړ او لږترلږه ۲۲ محصلان یې ووژل.

په دې برید کې ۴۰ نور ژوبل شول.

د دې برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست خو د افغانستان چارواکي وايي چې برید د طالبانو حقاني شبکې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...