Homeخبرونهولسمشر غني: د المصري وژلو وښوده چې طالبان لا هم له القاعده...

ولسمشر غني: د المصري وژلو وښوده چې طالبان لا هم له القاعده سره پالي

تاند (یک شنبه، د عقرب ۴) ولسمشرغني وایي، ملي امنیتي ځواکونو د هند نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د مسوول ابومحسن المصري په وژلو سره ثابته کړه، چې د تروریزم ګواښ او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي.

له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: «طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، دولت او نړیوالو ته دا ثابته کړي، چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي شبکو او ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي».

خبرپاڼه کاږي، افغان دولت د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان يو وار بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.

د معلوماتو له مخې ابومحسن المصري د امريکا متحده ایالتونو د مطلوبو کسانو په لېست کې هم شامل او پر ده يې تور پورې کړی وو، چې د امريکایي اتباعو د وژلو پلانونه جوړوي او دغه راز په اوس وخت کې د القاعده ډلې دوهم مهم مشر بلل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...