سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد وېټامین ګولۍ مه خورئ!؟ زاهد صمدزی

د وېټامین ګولۍ مه خورئ!؟ زاهد صمدزی

د نوښتونو په لټه یوې ډلې ډاکټرانو ویلې د وېټامینونو ګولۍ نه یوازې دا چې ګټه نلري بلکي ستاسو د جیب په ډنګرېدو او د درمل جوړولو کمپنیو د بانکي حسابونو له پنډېدلو پرته بله هیڅ ګټه نلري.

ډاکټرانو پر یادو ګولیو له څېړنې وروسته دا خبره وکړه چې د داسي ګولیو مصرف نه یوازي دا چې ګټه نلري بلکي ډاکټران یې اندېښمن کړي دي چې دا ګولۍ ناعلاجه ناروغۍ پېدا کولای شي.

پوهان خلکو ته خبر ورکوي چې د داسي درملو په دام کې ونه لوېږي. ځکه خلک (زیاتره په پرمختللو هېوادونو کې) ښه خوراکونه کولی شي خو بیا هم په درو کې یوه برخه خلک د ویټامینو ګولۍ خوري.

د جانز هاپکینز او وارویک پوهنتونونو د طبي علومو استادانو په یوه ګډه مقاله کې کښلي «بالغو کسانو ته د مکملو حوړو په ورکولو، چې مناسب تغذیه هم ترې ولري….،هیڅ ګټه نلري،او کېدای شي ستونزې پېښوونکې هم وي».

د سرچینې د اصلی مقالې لپاره(ttp://annals.org/article.aspx?articleid=1789253) کېکاږئ.

دا څېړنه پر نیم ملیون خلکو د بشپړو وېټامینونو (ویټامین کمپلیکس) د مصرف په اړه ترسره شوې ده.

د دې څېړنو یوه یې په ۴۵۰ زره کسانو شوې چې په پایله کې یې د مړینو په راکمېدو کې د وېټامیني ګولیو هیڅ مثبت اثر نه و تر سترګو شوی.

دوهمه ازموینه، چې په ۱۲ کال کې په ۶۰۰۰ سالمو نارینه وو ترسره شوې، نتیجه ښيي چې د یادو ګولیو هېڅ مثبت اثر د قدرت یا زور په زیاتېدو کې نه و څرګنده شوی.

درېیمه څېړنه یې هم په ۱۷۰۰ نارینه او ښځینه وو ،هغو ناروغانو چې د زړه ناورغۍ یې درلودې، ترسره شوې ده.

ډاکټرانو په دې تحقیق هم کې هیڅ مثبت اثر د هغو کسانو په حالت کې ونه لېد چې کمپلیکس وېټامینونه استعمالول.

د یادې مقالې لیکونکي پوهان له دا ډول څېړنو وروسته زیاتوي؛ باېد د مکمله درملو د خوړولو مخه ونیول وشي. دوی کاږي« باید له دې وېټامینونو د دایمي نارغیو د مخنیوي لپاره ګټه وانخیستل شي، نور بس دی. »

په اوس وخت کې له هر درېیم انګرېز څخه یو یې له ویټامینونو څخه کار اخلي چې تر ټولو ښه یې ملټي وېټامنیونه ښودل کېږي او په دوهمه درجه کې هم وېټامین سي دي.

یوه اونۍ وړاندې هم د لیون نړېوال پوهنتون په څېړنو کې کشف شوې وه چې د وېټامین ډي کموالی په حقیقت کې د ناروغۍ معلول نه، بلکي علت دی. که دا کشف تایيد شي، نو کولای شو ووایو چې د ډېرو پېسې تراوسه په اوبو لاهو شوې دي.

دا په داسي حال کې ده چې هر کال د انګلستان د روغتیا وزارت کابو ۸۰ ملیون پونډه بودجه د وېټامین ‌ډي د تیارولو لپاره تصویبوي څو د سرطان، پارکینسون، دیابت او…، نارغیو مخنیوی وشي.

ډاکټران په اوسني وخت کې په دې باور دي چې وېټامین ډي د ناروغۍ په مخنیوي کې ونډه لري.او د هډوکو په جوړولو کې د کلشیم اندازه لوړوي. خو په دې لاسته راوړنو سره، ډاکټران هم باېد په خپلو دې باورونو بیا کتنه وکړي.

یاده دې وي چې دا څېړه په لوېدیځ کې شوې، چیري چې خلک له غذايي فقر سره مخامخ نه دي، هر راز خواړه هر عادي وګړي ته په لاس ورځي خو زموږ ټولنه، چې خلک پکې په نس ماړه نه دي خلکو ته د لازمو ویټامینونو د پوره کولو لپاره ښايي ارزانه او اسانه لار په ګولیو اتکا وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب