جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهولسمشر د څلورو هیوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل

ولسمشر د څلورو هیوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل

تاند(شنبه، د میزان ۱۹) ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د ناروې، سویس، سویډن او هند د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ناروې نوي سفیر وولي انډرېس لېنډمن، د سویس نوي سفیر نااستوګن بینیډنکټ ډي سېرجټ، د سویډن نوی سفیر ټورکل سټېرنلوف او د هند د نوي سفیر رودریندراتندن باورلیکونه ومنل.

خبرپاڼه لیکي، یادو سفیرانو په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د خپلو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو او په اقتصادي، سیاسي او پراختیایي برخو کې د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په مخې، یادو سفیرانو راتلونکي جینوا کنفرانس ته خپل تیاری وښود او ویې ویل، په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د انکشافي پلان ملاتړ وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني یادو سفیرانو ته په چارو کې بریالیتوب ووایه او په افغانستان کې یې د هغوی د هیوادونو له همکارۍ مننه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...