پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهد سي ای اې پخواني مدیر د خاشقجي په قتل ټرمپ او...

د سي ای اې پخواني مدیر د خاشقجي په قتل ټرمپ او کوشنر تورن کړل

تاند(شنبه، د میزان ۱۹) د سي‌ای‌اې پخوانی مدیر جان برنان، ولسمشر ټرمپ او د هغه زوم جارد کوشنر د سعودي خبریال جمال خاشقجي په قتل کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

نوموړي سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، د امریکا او سعودي تر منځ د ګډو ګټو پر بنسټ اړیکي ستایي خو هر هغه څوک چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د چا د مرګ سبب کېږي باید وغندل شي او محاکمې ته راښکل شي.

برنان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، له بده مرغه چې بن سلمان ته د خاشقجي د قتل امر ټرمپ او د هغه زوم ورکړی دی.

هغه ویلي، بن سلمان یو مستبد حاکم دی او په وینا یې نوموړي تر اوسه خپل ډېر مخالفین شکنجه او یا هم له منځه وړي دي. برنان د دې خبرې په ځواب کې چې دا کارونه ولې پټ پاتې کېږي ویلي، بن سلمان د خلکو خوله په پیسو پټوي خو په وینا یې د وخت په تېرېدو به یې ټول حسابونه تصفیه شي.

1 COMMENT

  1. تر اوسه پوری په افغانستان کی د داکتر نجیب الله، داود خان او مسعود او ربانی قاتلین ندی په ډاګه شوی همدارنګه څو کاله پخوا د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ووژل شو مګر تر نن پوری چا د هغه د قتل په موضوع باندی څیړنه ونکړه او آن د تللی پلاوی څیړونو راپور هم رسانیو سره شریک نشو

    کله چی نړیواله محکمه غواړی چی افغانستان ته راشی اود ۴۰ کلنی او ۲۰ کلنی جګړی د ښکیلو اړخونو ترمینځ حساب کتاب وکړی چی دوی څومره عام ولس وژلی همدا امریکا ته او ټرمپ ده چی مخه یی نیسی

    اوس طالبان بیا وایی دعا کوو چی ټرمپ ژر روغ جوړ شی او بیا ولسمشر شی

    طالبانو عام ولس هیڅ اهمیت نلری دوی ته هم د تیرو ۷ یا ۸ جنګو ډلو په شان د امریکا، برتانیه او پاکستان ګډی ګټی مهمی دی او غواړی تیرو جنګو ډلو په څیر د امریکا د ډالرو باران خپلو لوری ته برابر کړی او د دوی (امریکایان) د فرمایش مطابق دلته اداره جوړه کړی چی پاکستان او برتانیه او امریکا ورڅخه ویره ونلری که افغان ولس پدی ۲۰ یا ۴۳ کلنه جګړه کی د اور په لمبو سوځی دوی ته پروا نشته

    همدا اوس د امریکایان تلفات صفر مګر د افغان ولس او د افغان نظامیانو او طالبانو تلفات تر مخکی وختونو زیات دی آیا اسلام موږ ته دا لارښوونه کوی چی خپل ولس او افغان ورور د قدرت د لاسته راوړلو لپاره ووژنه او پاکستان او امریکا او برتانیه خوشحاله کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب