Homeخبرونهطالبانو د کندهار والي ته ۵ کومانډو وسپارل

طالبانو د کندهار والي ته ۵ کومانډو وسپارل

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۵) د کندهار چارواکي وايي، طالبانو ۶ افغان کومانډو ځواکونه د بندیانو د تبادلې په لړ کې د کندهار ولایت مقام ته وسپارل.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت والي حیات الله حیات د بندیانو پر خلاصون خوښي څرګنده کړه او دا کار یې د سولې لپاره یو مهم ګام وباله.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې خوشي شوي کومانډو ځواکونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د دغو کسانو له خلاصون سره د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ شوی خو بین الافغاني خبرې، چې ټاکل شوې وه ژر پیل شي، له دې کبله ځنډېدلي چې د طالبانو پلاوی لا بشپړ شوی نه دی.

مخکې طالبانو د عباس ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړی و خو راپورونه وايي چې د طالبانو په منځ کې د پلاوي د غړیو د ټاکلو پر سر اختلاف دی.

د افغانستان د سولې پلاوی، چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې یا جمعې په ورځ قطر ته لاړ شي د طالبانو د پلاوي د نه تکمیلېدو له کبله خپل سفر ځنډولی دی.

د مصالحې د ملي شورا سرچینې وايي، ښايي د دوی پلاوی نن (شنبه) قطر ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...