جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدوحې ته د حکومت د مرکچي پلاوي سفر د نن لپاره وځنډېد

دوحې ته د حکومت د مرکچي پلاوي سفر د نن لپاره وځنډېد

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۴مه: په حکومت کې یوې سرچینې ویلي، له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د حکومت د مذاکراتي پلاوي سفر ځنډېدلی دی.

دغې سرچینې دوحې ته د حکومت د مرکچي پلاوي د سفر ځنډېدو لامل دوحه کې د طالبانو د خبرې کوونکي پلاوي نه بشپړېدل یاد کړي دي.

تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي وو چې د سولې د خبرو له لارې ټول خنډونه لېرې شوي دي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیار دي چې مرکچي پلاوی دوحې ته ولېږي.

بلخوا عبدالله عبدالله ته یوې نږدې سرچینې هم تایید کړې چې قطر ته د مرکچي پلاوي سفر د نن لپاره ځنډول شوی دی.

تر دې وړاندې د تېرې (چهارشنبې) په ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي وو، چې د حکومت د سولې پلاوی به د (پنحشنبې) په ورځ دوحې ته روان شي.

د یادونې وړ ده چې پرون پنجشنبه د ورځې ناوخته ولسمشر غني د کابینې په غونډه کې وویل، چې ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%da%89%db%90%d8%b1-%da%98%d8%b1-%d8%a8%d9%87-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب