Homeخبرونهبنګله‌دېش: د ګازو پایپ لاین چاودنې ۱۳ کسان وژلي

بنګله‌دېش: د ګازو پایپ لاین چاودنې ۱۳ کسان وژلي

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۵) بنګله‌دېش کې یو جومات ته څېرمه د ګازو پایپ لاین چاودنه کړې چې له کبله یې۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د بنګله‌دېش مرکز ډاکه کې تېره ماښام یو جومات ته څېرمه د ګازو یو پایپ لاین چاودنه کړې چې ۱۳کسان یې وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې یاده چاودنه هغه مهال را منځته شوه چې د دغې سیمې خلک د ماښام پر لمانځه بوخت و.

تر اوسه د دغه پایپ لاین د چاودنې لامل نه دی معلوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....