جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهایران وايي، هر کال نژدې ۷ لکه بهرنیان له خپلې خاورې باسي

ایران وايي، هر کال نژدې ۷ لکه بهرنیان له خپلې خاورې باسي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۳) ایران وايي، د کال شاوخوا ۶ لکه ۷۲ زره بهرنیان، چې په دغه هیواد کې غیرقانوني اوسي، له خپلې خاورې باسي.

د تهران ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین ذولفقاري د چهارشنبې په ورځ د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وویل چې دا کسان د خپل هیواد د ملي امنیتي ګټو له مخې باسي.

ده زیاته کړه«موږ په خپل هیواد کې د بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول افغانانو لپاره له څو کلونو راهیسي نوي ترتیبات غوره کړي چې پر اساس یې که هر څوک ایران ته په غیرقانوني ډول داخل شي، له قانوني چلنده وروسته یې باسو او په دې ډول په خپل هیواد کې د دغو کسانو غیرقانوني استوګنه پای ته رسوو.»

ده همداراز وویل چې په ایران کې د بهرنیو اتباعو د غیرقانوني استوګنې د مخنیوي لپاره یې بېلابېل تدابیر سنجولي چې یو یې ایران ته د قانوني تګ د لګښت کمېدا ده او هیله لري چې دا به په قاچاقي ډول ایران ته د بهرنیانو تګ کم کړي.

د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر وايي چې پولیس هر کال د غیرقانوني کډوالو۸۰۰ موټرونه ضبطوي.

ده همداراز وویل چې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره یې د وېزې د ورکړې موده له ۳ میاشتو یو کال ته اوږده کړې ده.

ذولفقاري وویل «موږ د افغانستان له حکومت سره د پاسپورت د صدور او تشخیص پر مسلې موافقه کړې چې هغه افغانان راوپېژني چې محصلان دي او یا یې د کورنۍ غړي په ایران کې مېشت دي.»

د تهران ټایمز پر اساس اوس د ایران په پوهنتونونو کې تر ۴۰ زره ډېر افغان محصلان په زده کړو بوخت دي، ۱۷ زره افغان محصلان له ایراني پوهنتونو فارغ شوي دي.

په ایران کې ۲۸۵۲ تنه بهرني اتباع په کورونا اخته شوي چې ۲۹۴ یې مړه شوي او نور ښه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب