یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی د پاکستان د بندیز له اعلان...

د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی د پاکستان د بندیز له اعلان سره اسلام اباد ته لاړ

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۳) وروسته له دې چې پاکستان وویل چې د ملابرادر په شمول یې د طالبانو پر مشرانو بشپړ بندیز لګولی دی، د طالبانو د قطر دفتر وویل چې د ملابرادر په مشرۍ د دوی پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته روان شو.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین په یوه خبرپاڼه کې ویلي «د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر محترم ملاعبدالغنی برادر اخوند په مشري د سیاسي دفتر یو لوړپوړی هیئت نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه هغه هیواد ته روان شو.»

شاهین همداراز لیکلي چې د ملابرادر په مشرۍ پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي «د اسلامي امارت هئیت به د پاکستان د لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د طالبانو د شتمنیو د کنګل کېدو او د دې ډلې د مشرانو پر سفر د بندیز په اړه د پاکستان د حکومت د اعلان محتاط هرکلی وکړ او ویې ویل چې د پاکستان اعلان ارزوي.

پرون وروسته له دې چې پاکستان اعلان وکړ چې له شاوخوا ۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره پر طالبانو د ملګروملتو د امنیت شورا بندیزونه تطبیقوي، د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین وویل «طالبان د بین الافغاني خبرو په درشل کې دي او د پاکستان دا اقدام طبعاً د سولې د بهیر خنډ کېږي.»

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%b2%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%b7%d8%a8/

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.

د لوېدځیو رسنیو د راپور پر اساس، پاکستان دا پرېکړه له دې بېرې وکړه چې د پیسو سپینولو د تروریستي ډلو د تموبل د څارونکې ادارې (FATF) په تور لیست کې شامل نه شي.

د ملګروملتو امنیت شورا په ۲۰۱۵ م کال یو پرېکړه لیک صادر کړ چې پر اساس یې له ټولو هیوادونو او ادارو غوښتل شوي وو چې باید د طالبانو د مشرانو پر سفر، شتمنیو او وسلو بندیز ولګوي خو پاکستان د نورو هیوادونو خلاف د دې پرېکړه لیک پروا ونه کړه.

سهیل شاهین نن پاکستان ته د طالب پلاوی د سفر په خبر کې ویلي چې «اسلامي امارت د خپلې سیاسي تګلارې له مخې د سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره د مثبتو اړیکو، د سولې په پروسه کې تر نړیوالو د خپل نظر او موقف رسولو په موخه وخت په وخت سفرونه کوي، چې څه موده د نړیوالې وبا کرونا له امله سفرونه ځنډېدلي وو خو اوس بیا دغه لړۍ پیل شوه. په نږدې راتلونکې کې به د سیاسي دفتر هئیتونه نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.»

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d9%be%d8%b1-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%82%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%b4%d8%a8%da%a9/

6 COMMENTS

  1. ملا برادر پاکستان د دی لپاره تللی تر څو پانجابیانو سره خبره صفا کړی،او پانجابیانو ته ووایی چه دغه دی راغلم څه کولای شی؟
    ملا برادر که د پنجاب غلام دی ،خو نر غلام دی.
    خبره د امریکا غلامانو کوه،
    لویه جرګه یی راوغوښته، د لوی جرګه فیصله فرانسه او استرالیا سفیر ډیس میس کړه،
    دولت غلامانو اعلان وکړ چه فراسه او استرالیا د طالیب بندیانو خو شی کولو کی ملاحظات لری،
    دا هره ورځ سل افغانان قتل کیږی،دولت ته مهم نه دی اما د فرانسه او استرالیا دو عسکر ورته مهم دی.
    ایا دولت داسی وی؟

  2. د ټالیبانو په خبر پاڼه کې ضد ونقیض مطالب خپاره شویدي . مثلا دوی وایي :
    «د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر محترم ملاعبدالغنی برادر اخوند په مشري د سیاسي دفتر یو لوړپوړی هیئت نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه هغه هیواد ته روان شو.»
    پرون پاکستان اعلان وکړ چې د ملا برادر او حقاني پرضد ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم بندیز ولګول شو او له بلې خوا دغه جنابان رسمي سفر او دعوت کیږي. د پاکستان دولت د افغانستان له قانوني دولت سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې لري ، د دواړو هېوادونو سفیران او نور دیپلوماتیک او قونسلي استازی د یو بل په هېوادونو کې رسمي فعالیت کوي. دا امکان نه لري چې په عین وخت کې دې له دواړو متخاصمو خواوو سره د دولت په سطحه رسمي عمل وشي .
    له بلې خوا د طالبانو ویندوی لیکي :
    «د اسلامي امارت هئیت به د پاکستان د لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي
    دلته یواځې نورو اړوندو موضوعاتو په هکله د خبرو امکان شته خو طالبان په هېڅ صورت سره د افغانستان نمایندګی نشي کولی. دوی خپله په افغانستان کې د یوې شپې علني اوسېدو امکانات نه لري . هغه د کوم غریب سړي د آس او د ملک کورته د تګ خبره شوه . دوی څوک کور کې نه پرېږدی خو وایی آس مې د ملک باجوه کره وتړئ.

  3. افرین غمی پښتینه نور نو بس ده ډير درواغ وېیل کیږي او بې ګناه افغانان وژل کیږي ! اباد اوسې کړاڅيه !

  4. پر طالبانو د بندیزونو لګول د ای اس ای یوه تشه ډرامه او چټیاټ دي. چټلستان غواړي د تور لسټ څخه د ور اچولو مخنیوی وکړي چې نشي یې کولای. ملا برادر چې ډاډه نه وای، پاکستان ته نه تللو. بل دا چې غلامي نر او ښځه نلري. غلام، غلام او ګرو دی.

  5. د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.» ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    ډیره دخندا وړ ده ! دوی طلبان پاکستان ته دسولی د پروسی پر وروستیو جریاناتو خبروی؟؟؟ تاسوته اجنډا څوک درکوی؟؟؟ ستاسو اختیار دچاسره دی؟؟؟ هغوی په خریاناتو خبروی؟؟؟ تاسی ولی افغانان توهینوی؟ افغانان بی عقله ندی او نه ستاسو په بابولالو نه تیروزی ؛ مه کویی تاسو ملایان یاست باید ریښتیا ویل مو عادت وی لیکن تاسی داسی درواغ وایاست چی د منلو ندی ؛ مه کویی که نی په الله دی می قسم وی چی تاسو به خپل شاته مقتدی ونه مومی ولی چی په فاسد ملا پسی لمونځ نکیږی / لا تفسیدو فی لارض ولی تاسی ځانته وګوری چی څه کوی هغه هم دیو نیمه مسلمان (چی زمونږ نیکونو مسلمانان کړی دی) په امر . پیسی هر څه نه دی ؛ داپیسی به مو تباه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب