جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکالمونهقرارد ملي استحکام شړېدلې درېیمه ستنه: له کلتور سره د نظام بې...

د ملي استحکام شړېدلې درېیمه ستنه: له کلتور سره د نظام بې غوري| مجید قرار

د ادب او ادیبانو په اړه د بابا تر دری زره مېګاواټه لافي را یاده شوه. حکومتونه د یوه هېواد د ټینګښت لپاره لومړی پر امنیت او سیاست، بیا پر اقتصاد او بیا پر خپل ملي کلتور پانګونه کوي. ملي کلتور د یوه هېواد د رغونې اساسي پایه ده. ملي کلتور د ملت د هویت اساس، د خلکو د یووالي مظهر، د تمدن نښه او معنوي زېربناء جوړوي. د هغو هېوادونو لپاره چې ژور او له ویاړونو ‌‌‌‌‌‌ډک تاریخ او پراخ تاریخي میراث لري کلتور د ګرځندوی د ودې یوه غښتلې وسیله هم ده.
افغانستان د ملموس او ناملموس کلتوري میراث نایابه پانګه لري. افغانستان په دې سربېره چې شاوخوا پنځه زره د تاریخي آثارو ساحې لري، د افغانیت او پښتونولي په نامه د کلتوري بنسټونو یوه مجموعه لري چې په ټوله نړۍ یې ساری نشته. د سولې او شخړو هوارولو په برخه کې زموږ د مرکو او جرګو دودونه د سولې او شخړو هوارو (Peace and Conflict Resolution) عصري مطالعاتو ته، چې اوس یو تخصصي مسلک دی، ډېر څه ورکولای شي. افغانستان ښایي په نړۍ کې له هغو څو هېوادونو وي چې ملي کلتور یې پر سیاست ژور اغېز لرلی. مثلا زموږ د لویې جرګې عنعنه اوس یو رسمي سیاسي او ملي بنسټ دی. د کلتور ګڼې نورې برخې مو ورته ظرفیت لري. د حشر دود په پراختیایي برخه کې، د بسپنې دود د وړو تشبثاتو د حمایې لپاره، تیګه، نرخ، ننواتی د سولې او شخړو د سمبالښت په برخه کې، او د پښتونولي ځینې نور درانه کو‌‌‌‌‌‌‌ډونه د بهرنۍ تګلارې په لیکلیو اصولو او تګلارو بدلېدای شوای. زموږ تاریخ چې اوس د پنجابیانو او نورو دښمنانو لخوا زموږ پر خلاف کارېږي او د ژوندیو له دې ویاړمن هېواده یې د رفاه، طبیعي ښکلاوو او ژوند د یوې ځانګو او ورشو پر ځای د تاریخ هدیره او د امپراتوریو د قبرستان بدرنګه هویت او بران‌‌‌‌‌‌ډ جوړ کړی دی. زموږ د حکومت په لږ څه پانګونه زموږ تاریخي نریټیف زموږ لپاره د ویاړ، ژوند، اخلاقي کردار او هنري ظرافت په سرچینه بدلېدای شوای. موږ لا د مولانا کور ترمیم نکړای شو چې نړۍ او خپلو نسلونو ته ووایو چې دا خاوره هدیره نه ده، ګلستان ده. دلته ژوند، مینه، عشق، سړیتوب،‌ علم، هنر، شعر او موسیقي پالل شوي. د البیروني مقبره لا شاړه پرته ده، د غور منار، د غزني منارې، او زرګونه نور آثار یواځې د خاورو او خټو څلي نه دي. په دې آثارو کې زموږ شناخت نغښتی. زموږ شناخت زموږ کردار ټاکي. که موږ د قاتلانو زامن یو قتلونه به کوو، که موږ د عالمانو او هنرپالو زامن یو علم او هنر به پالو. که موږ د فاتحانو زامن یو له فتح کېدلو او تسخیرېدلو به انکار کوو. دا اوس د یوه ملت په واکمنو اړه لري چې په خپل تاریخ کې کومې نمونې برجسته کوي او د هغو نمونو کوم اړخونه برجسته کوي. همدا د تاریخ او کلتور د اهمیت یره برخه ده.
نن مې یو امریکای تهوماس جانسن لوست، د زوی مړي زوی وچ کلک پر خوږ ځای ګوته اېښی و. د ټالب او پنجابي د تبلیغ د زور اخیستلو یو لامل یې د حکومتي چارواکو ژبه ښوولې ده. ریښتیا هم، زموږ د دفاع وزارت پخوانی هراتی ویاند تقریبا یوه لسیزه ویاند پاتې شو، په ټکي پښتو ژبه نه پوهېد. دا له کلتور سره زموږ د حکومت بې اعتنایي ښيي.
دا چې د لویې جرګې نطاقه دې پښتو داسې وایي لکه په خوله کې چې یې نسوار وي، دا موږ تاسې ته ظاهره کوچنۍ مسأله ده خو څوک چې مسایلو ته د عقل، منطق او څېړنو له اړخه ګوري پوهېږي چې ژبه او د ژبې الفاظ د ټوپک تر ګولیو ‌‌‌‌‌‌ډېر اثر لري، ‌‌‌‌‌‌ډېر ارزښت لري او سیاسي باور د ملا تیر دی.
دا چې پښتو ژبه په لوی لاس د یوې محلي ژبې حیثېت ته را ټیټه شوه دا شعوري او خاینانه تګلاره وه. علامه محمود طرزي مرحوم چې پر پښتو ژبې د ځانګړې پانګونې توصیه کړې وه، هغه خپله دري ویله او لیکله او د ترکۍ مور زوی و. د هغه دا نظریه پر یوه غښتلي علمي نظر او کامیابه نړیواله تجربه ولاړه وه او غوښتل یې افغانستان غښتلی شي. همدا نن هم که کابل خپل پښتني هویت غښتلی نه کړي، د ګل خانانو جاذبه زیاتېږي او کابل د ثقل د مرکز حیثیت له لاسه ورکوي او نتیجه به یې د دې سیمې دایمي بې ثباتي، او د افغانستان تدریجي مرګ وي.
له بده مرغه، نه زموږ بابا او نه زموږ بابک د طرزي نظریې او پوهې ته درناوی وکړ. دوی په ګنده سیاست کې هر څه سودا او معاملې ته وړاندې کړل. دوی لکه معتاد قماربازان ریښتیا هم د هغه سپین ږیري خبره، د پرتاګه او کمیس پلورنې ته چمتو شول.
البته خبره یواځې د ژبې نه وه. د یوه بشپړ هویت وه چې د مسخه کېدلو او مسخره کېدلو لپاره یې کار وشو او کېږي.
زموږ چارواکي که څه هم په پوهنتون او اداره کې د پتلون په جبري کولو، او په انګلیسي ژبه د ژبې په سړپولو ځانونه ډېر د پرمختللي ذهنیت صاحبان معرفي کوي، خو په کلتوري لحاظ لا هم په پنځلسمه پېړۍ کې اوسېږي. هغه وخت چې له ترکیې تر ترکستانه، له بخارا تر ډهلي او بنګاله یوه ژبه چلېده او ټولو ولسونو خپلي ذهني تجربې په یوه ژبني لوښي کې ځایولې. هغه وخت چې ژوند ډېر ابتدائي و او ډېرو خلکو د خپل خلقت د یوې ډېرې مهمې برخې، یعنې خپلې ژبې درناوی نه کاوه.
 
نن حالات بدل دي. نړۍ ټوله بدله شوې. په هندوستان کې څوک په فارسي شعرونه نه وای او نه په ایران کې په عربي آثار لیکل کېږي. خلک د خپلو ماشومانو حق ور په ځای کوي او په خپل ماشوم کې د خلاقیت او ظرافت روزنه د مور له غېږه پيلوي او هماغه د مور ژبه یې د اولاد لپاره د زده کړو اساس جوړوي. هغه ملتونه چې غوړېدلي ژبې لري، پرمختللی کلتور لري، وده یې هم ښه ده او د قدرتمندو هېوادونو په کتار کې دي. هغوی چې د خپل کلتور سپکاوی یې کړی، که د اټومونو خاوندان هم شوي، په کوڅو او سړکونو یې د نړۍ تر ټولو بدمرغه وګړي اوسېږي او د ښار د مېلمستونونو یې هم د ټټیو بوی ځي.
 
دلته بابا ګان او اناګانې دا هم نه درک کوي چې ملتپالنه او توکم ژور او نه پرېکېدونکی تړاو لري او په یوه هېواد کې د هغه توکم کمزوري کېدل، حاشیې ته کېدل او تحقیرېدل چې همغه هېواد یې په محور را جوړ دی د هغه هېواد په حتمي بربادۍ تمامېږي.
 
دلته د باباګانو د کور کلتور، د هغوی د دفتر کلتور د هېواد له کلتوره سل زه ميله فاصله لري.
دلته د حکومت سازماني کلتور (Organizational culture) د ولس له کلتور سره له حده زیاته فاصله لري. ولس چاپلوسي عیب ګڼي، دولتي کلتور په چاپلوسۍ ولاړ دی. ولس ساده او سیده دی، تشریفات نه خوښوي، دولتي کلتور په تشریفاتو ولاړ دی. ولس یوه ژبه وایي ولسوال بله ژبه وایي. د نظام د کلتور او د ولس د کلتور ترمنځ دا رنګ فاصلې قاتلې او هلاکوونکي دي. یواځې ناوړه یا بې خونده نه دي.
تازه تازه پر دې ستونزې یوه بله ستونزه هم ور زیاته شوې ده. هغه دا چې پخوا به دولتي کلتور، د مامور کلتور د خلکو له کلتوره بدل و، ولس به د مامور په ژبه نه پوهېده، اوس په مامور له پاسه یو بل غضب را نازل شوی چې مامور د هغه، او ولس د مامور په ژبه نه پوهېږي. مامور د اجمل احمدي، داودنورزي او نورو په او شیټ او ګاش باندې نه پوهېږي، او ولس بیا د مامور چاپلوسیو، مکاریو او رذالتونو ته ګوته په غاښ دی.
 
د افغانستان د معضلې یو اساسي اړخ کلتور دی. دلته د ترهګرۍ پر خلاف کلتور جنګېږي. دا چې ترهګر قومي مشر ترور کوي، ټالیب د لویې جرګې پر ځای د اهل الحل و العقد وړاندیز کوي، د اخواني، تحریري، داعشي او ټالیب ټولو خپل ټوپک د کلتور پر لور نیولی، دا ځکه چې کلتور د دې ملت د بقاء ضامن دی. د ثبات ضامن دی. زموږ دښمنان زموږ د جنګ او سولې د کلتور، د قبیلوي کلتور، د حجرې، د اربکي، د تیګې، جرګې او مرکې په اهمیت پوهېده چې د دې ټولو ارزښتونو استاځي سپین ږیري د زرګونو په شمېر کې مرموز او ښکاره ووژل او لا یې وژني. د دې پروسې تر شا ټوله جګړه کلتوري، یا لږ تر لږه، د یوه کلتور خلاف جګړه ده.
 
له بده مرغه، زموږ هیڅ چارواکي کله په دې اړه ولس ته تشریح ورنکړه چې د روانې جګړې تر شا ارادې څه دي، او څوک ولې او د څه لپاره هدف ګرځول کېږي. په ګونګو او بې زبانه انسانانو مو سر دی. نه د امیر امان الله لرلید شته، نه د داودخان شهید کلتوري درک او درایت شته، نه د نور محمد ترکي قلم شته، نه د ډاکټر نجیب فصاحت شته.
 
له بده مرغه، زموږ دولت د ملي استحکام د دې اساسي ستنې او عنصر د ودې لپاره نه یواځې دا چې هیڅ نه کوي، بلکې زموږ درانه کلتور ته د ور پېښو ګواښونو په مقابل کې بې شانه بې تفاوتي ښیي. د دې کار یو عمده لامل د ولسمشر او افغانستان د دولت خالص مادي او کاپیټلیسټي لیدلوری هم دی چې د افغانستان خلک یې د پاکستان او هند د نیمې وچې د خلکو پر قدم روان کړي دي.
 
زموږ دولت باید دا درک کړي چې د افغانانو د فزیکي او معنوي امنیت ضامن همدا کلتور دی. په روانه غریبۍ کې د دوی اسره همدا کلتوري اړیکې دي. د قومونو ترمنځ د سوله ییز ژوندانه تسهیلوونکی کلتور دی. له ګاونډیو زموږ را بېلوونکی او بالآخره زموږ د شخړو هوارولو او هر ډول مناسباتو تنظیموونکی زموږ کلتور دی. دا نن چې په ټوله بد امنۍ سربېره زموږ تورسرې خوندي ده، دا د کلتور برکت دی. دا نن چې داعش مات شو د کلتور برکت دی. دا نن چې په ټولو شرعي سړيخورو سربېره په ټول جنوب کې د سنګسار یوه پېښه نشته، د کلتور برکت دی. دغسې زر نورې ښېګڼې در واخله. ملي اړتیاوو ته په کتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت نقش تر دفاع او داخله وزارتونو په هیڅ لحاظ کم نه دی، که څه هم دا پوخ سنګر له تېرو شلو کلونو راهیسې پرلپسې ایرانیانو را څخه فتح کړی. د کرزي په تقریبا ټوله دوره کې د دې وزارت د رهبرۍ ټیم ته ایران معاشونه ورکول او مخدوم رهین خپله ټوله انرژي د پان ایرانیزم په خدمت کې لګوله. د ولسمشر اشرف غني له بریا وروسته که څه هم د څه مودې لپاره زموږ د یوې درې علمي سټې عبدالباري جهاني په حضور کې په دې وزارت کې بدلونونه راغلل، خو دا چې ولسمشر د هېواد د استحکام دې اساسي ستنې ته هیڅ ډول اعتناء نه درلوده، د جهاني صاحب نه ملاتړ د هغه په استعفاء تمام شو او له هغه را وروسته دا وزارت د کمال سادات او حسینې بي بي ترحم ته او تازه تازه بیرته د قاسم سلیماني د انډیوال ګورت ته لوېدلی دی.

2 COMMENTS

  1. همداسی:
    د افغانستان ملی دری رنګه بیرغ د کلیمی او نیښان سره د عبدالحمید خراسانی لخوا وسوځول شو. پدرام وای د ډیورند معاهده دروغ او جالی ده. حفيظ منصور وای ملی سرود ولی په پښتو ژبه لیکل شوی، زه نه غواړم چه ملی سرود ته ودریږم. همداسی د افغانستان نوم له مینځه وړل، د غازی امان الله خان، احمدشاه بابا او نورو تاریخی اتلانو نومونه د کتابونو څخه لری کول او عکسونو ته یی اور اچول. په کابل او ولایاتو کی د پښتو دولتی او ملکی لوحی تغیرول، په شمالی ولایاتو کی پښتانه د خپلو ځمکو او کورونو څخه شړل. په کابل او ولایاتو کی د پښتنو حکومتی او نور مخور مشران ترورول او په زرهاوو نوری پیښی چه د پښتنو کلتور او عزت یی ختمیدو او نابودی ته مخامخ کړی دی.

  2. ښاغلي قرار زمونږ د افغاني او پښتني ټولنې ډېرې حساسې برخې ته ګوته نیولې ده ، ایکاش زمونږ دولت مشران د خپلو ټولو ګناهونو د جبران لپاره لږ تر لږه یوځل دا لیکنه ولولي او د هغه وړاندیزونه د زړه په غوږونو واوري او عمل پرې وکړي . زمونږ د ټولنې نژدې پنځوس سلنه ستونزې به حل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب