یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر طالب...

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو ستاینه وکړه

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني حکومت له لوري د طالبانو پر مرستیال مشر ملابرادر او د حقاني شبکې پر مشرانو لګول شوي بندیزونه یو مهم پرمختګ بللی دی.

ددغه وزارت ویاند ګران هېواد نن په یوه خپاره کړي ويډیوي پیغام کې ویلي دوی د پاکستاني حکومت له لوري د ملګرو ملتونو د قراردادونو پر بنسټ د طالبانو او حقاني شبکې پر یو شمېر مشرانو لګول شوي بندیزونه ستایي او په خبره یې دا چاره له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې یو مهم ګام دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو: «د طالبانو پر مشرانو به د سفر او وسلو بندیز، د پیسو او نورو مالي سرچینو کنګل تطبیق شي.»

باید وویل شي چې پاکستان د طالبانو د سیاسي دفتر پر مشر ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په ګډون یاد بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه هم پر طالبانو د بندیز حکم خپور کړی دی.

خو طالبان وايي د پاکستان له لوري د دې ډلې پر یو شمېر مشرانو بندیزونه د افغانستان د سولې د پروسې مخه نیسي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%b2%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%b7%d8%a8/

2 COMMENTS

  1. پاکستان حتما د بندیزونو کی ډبله ګټه لیدلی ده،متل دی وایی چه پیشو د الله ج د پاره موږک نه نیسی،
    دا بندیزونه یی ولی ۲۰۱۵ کی نه کلکول؟
    څه خبره خامخا ده.

  2. تر پاکستان منافق زليل هيواد په نړۍ بل نشته، ددې لپاره چې پاکستان تور ليست ته ونه لوېږي اوس يې پر طالبانو او ځيني نورو ډلو بنديزونه ولګول کني دا کار يې مخکې ولې نه کولو؟
    دلته افغان دولت له خوښۍ په کاليو کې نه ځايېږي وسړيه تر لږ صبر وکړه پايله يې وګوره که مثبته وه بيا مننې او کوروادنی وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

اعتبار / اجمل پسرلی

اوفوز/ اجمل پسرلی