یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد غور، مرغاب ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته ورغله

د غور، مرغاب ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته ورغله

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۸مه: د غور ولایت سیمه ییز چارواکي ددغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي، همدا اوس ګډ دولتي ځواکونه په سمک سیمه کې ځای پرځای شوي دي.‌

نوموړی زیاتوي د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د سمک په سیمه کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

طالبانو دوه شپې وړاندې د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ بریدونه وکړل چې تر شاوخوا ۲۴ ساعته نښتې وروسته یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده.

تر دې وړاندې د غور حکومتي چارواکو ویلي وو، ددې لپاره چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي امنیتي ځواکونو یې شاتګ کړی، خو په خبره یې نن سهار د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د غور سیمه ییز چارواکي وايي اوسمهال د مرغاب ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونه لاسته ورغلې او هڅه کوي تر څو طالبان له دغې ولسوالۍ څخه وباسي.

باید وویل شي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې تر لاسلیک وروسته دا لومړنۍ ولسوالۍ ده چې حکومتي چارواکي یې د سقوط خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب