شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeجنرال وزیريخپلواکي د ارزښتونو مور ده| جنرال دولت وزیري

خپلواکي د ارزښتونو مور ده| جنرال دولت وزیري

لوی څښتن تعالی انسان خپلواک پیدا کړی دی. بې له خدايه د بل چا چې په هر نامه وي بندګي د خدای تعالی له خوا رټل شوې ده او له دې سره غلامۍ يا بندګۍ ته د بل انسان اړ کول هم رټل شوي دي.

د نړۍ پوهانو هم د خپلواکۍ په اړه بېلابېلو نظریات وړاندې کړې دي، چې ځینې یې په زړه پوري دي.

کیم جون پېن له خپله نظره خپلواکي داسې تعریفوي:

«خپلواکي دا نه ده چې هر کار دې زړه وي، ویې کړې، بلکې خپلواکي دا ده چې کارونه په خپل مټ په ښه ډول وکړې.»

ویکتور کوزن وايي:

«خپلواکي دا نه ده چې هرڅه دې زړه وغواړي، هغه وکړې، بلکې خپلواکي دا ده چې د کوم کار حق درکړل شوی، هماغه وکړې او بس.»

دغه راز جین وبسټر وايي:

«خدای هغو کسانو ته خپلواکي ورکوي، چې په لټه کې یې وي.»

دې ته په کتو انسانان باید خپلواک وي او حق لري چې خپلواک وي، ځکه نواز خټک وايي:

غلامي پیاله د زهرو

ازادي د ژوند اياغ

غلامۍ کې ځمکه تنګه

آزادۍ کې ملک فراغ

خو ځيني له خدايه نه ویریدونکي انسانان تل په دې لټه کې وي چې نور د ځان غلام او ځان ورته بادار کړي. ممکن په پخوانیو زمانو کې په داسې څه ممکن و، خو په اوسني عصر کې دا ډول یو سوچ غیرانساني او غیرعملي ښکاري.

ځينې انسانان چې خپل ضمیر ته ځان کمزوری او لوېدلی شخصیت ګڼي، بیا غلام طبيعته هست شوي وي، ټول ژوند يې په غلامۍ کې وي خو دوی ورته خوشحاله او په همغه حالت کې هم له ژوند څخه خوند اخلي.

خوشحال بابا به ويل:

د ګلونو قدر چا زده؟

د بلبل يا د بورا زده

مانا دا چې د خپلواکۍ په قدر هغه څوک پوهيږي چې په خپله غواړي واقعا خپلواک واوسي.

افغانان هغه ټبر دی چې په ټول ژوند کې خپلواکي خوښوي او په هيڅ صورت دې ته چمتو نه دي چې د چا غلامي پر ځان ومني. تل يې د خپلې خپلواکۍ د ساتلو له پاره وينې تویې کړې دي او د هر یرغلګر پرضد يې ډغرې وهلې دي.

ځکه خوشحال بابا به ويل:

چې د ننګ او ناموس اندوه يې نشته

د هغه سړي به نه وي احترام

د تاریخ په اوږدو کې استعمارګرو ځواکونو که په هره بهانه وو د نورو د غلام کولو هڅی کړې دي. دوی پر کمزورو هېوادونو یرغلونه کړي او د هغوی شتمنۍ یې د غنیمت په توګه وړي دي.

د دویمې نړیوالې جګړې تر مخه استعماري قوتونو به د تورې په زور نورو هیوادونو ته د غلامي کړۍ ور په غاړه کوله. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د استعمار شکل بدل شو، ملتونه را ویښ شول او نور څوک دې ته چمتو نه وه چې په زور د اسارت ژوند ته دوام ورکړي. د دې له پاره استعماري قوتونو نورې لارې چاری ولټولې، چې له هغوی څخه یوه يې د هیوادونو به تیاره او بیوزلۍ کې ساتل وو او بله اسانه لار د دوی له پاره د تش په نامه د دموکراسي د شعار پورته کول دي.

دوی دموکراسي غواړی خو په هغه ځاي کې چې د دوي ګټو ته زیان رسیږي بیا دموکراسي ته هم اړتيا نه ليدل کیږي، بلکې د خپلو ملي ګټو موضوع مطرح کوي، چې ګواکې د دوی لپاره سره کرښه ده او دوی نور ارزښتونه ورڅخه قرباني کوي.

بیلګې يې په تاریخ کې ډیرې دي لکه د مصر، لیبیا، سوريې، عراق، پخوانۍ يوګوسلاويا او نورو هيوادونو دموکراسي.

فلسفې شاعر غني خان وايي:

د جهان خبرې ګوره

بیل به نه کړي سپین له توره

ای غني! ګيله ترې مه کړه

شوه ړنده دنیا شمکوره

افغانانو هم په ۱۹۱۹ میلادي کال د غازي امان الله خان په مشرۍ تر ډيرو سرښندنو وروسته خپلواکې تر لاسه کړه، خو کله چې استعماري قوتونه په دې پوه شول چی افغانان د تورې په زور غلامۍ ته غاړه نه ږدي او د یوموټي کېدو په حال کې دی،  نو د استعمار شکل يې بدل کړ. د افغانانو له پاکو احساساتو يې ګټه پورته کړه او تر اوسه يې په تیاره، جګړو او بیوزلۍ کې وساتل.

د بشپړې خپلواکۍ د تر لاسه کولو او ساتلو له پاره درې څیزونه ډير اړين دي. لومړی توره ده چې د تورې په زور به استعماري قوتونه دېته اړ کوي چې ستا خپلواکې ومني. د ساتلو له پاره يې بیا د تورې تر څنګ قلم او یوم (بیل) ته اړتيا ده.

افغانانو د خپلواکۍ د لاس ته راوړلو له پاره په بشپړه توګه له تورې ګټه پورته کړه. د تورې په مټ يې استعمار دی ته اړ کړ چې د افغانانو خپلواکي ومني.

له بده مرغه د اقتصادي خپلواکي او د هيواد د ابادولو له پاره چې قلم او یوم (بیل) ته اړتیا وه ګټه پورته نه کړه. تر اوسه موږ د نورو په خوښه په جګړو کې ژوند کوو او د خیرات په پيسو شپی او ورځې تيروو.

د خپلواکۍ په هکله د افغانانو احساسات د ستایلو دي, خو د هيواد د ابادولو او د دښمن د توطيو او دسیسو د شنډولو په هکله يې کړه وړه د منلو وړ نه دي. دا وطن کاش په تشو احساساتو ابادېدلای، د دې تر څنګ عملي کار او زیار ته هم اړتیا ده.

سلیمان لایق هم شکایت کوي او وايي:

زما زړه په چیغو چيغو ليوني شو

ولې نه ويښیږې اي ويده وطنه

د خوبونو په غفلت کې در نه غوڅ کړل

چا لاسونه، چا پښې او چا لمنه

خپلواکې به هلته بشپړه وي، چی موږ یو ملت شو، په خپل مټ تکيه ولرو او د يوه سیال په توګه په نړۍ کې ژوند وکړو.

غني خان به ویل:

نه د کونډو په ژړا کارونه کیږي

د سپین ږیرو په دعا نه پوره کيږي

نه څه کیږي په سلګو د يتيمانو

ستا د مټو بغير هیڅ نه خلاصیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب