جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو له څلور نویمي کلیزې سره برابره ده.

 په پخوانيو حکومتونو کې به دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ان د څو ورځو لپاره لمانځل کېدله.

 د جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په همدې مناسبت د یو شمیر هیوادونو مشرانو جمهور رییس حامد کرزي ته د مبارکۍ پیغامونه  استولي دي.

 د  ملي امنیت شورا پرون په خپلې غونډه کې تاکید وکړ چې دا ورځ باید په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي.

 سږ کال به هم د نورو کلونو په شان جمهور رییس حامد کرزی د دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ د منار مخې ته د ګلانو ګیډۍ کیږدي.

 وروسته له هغې چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې پر مراسمو وسله واله حمله وشوه، له هغه راهیسي افغان حکومت دا ډول ملي ورځې په مختصر ډول لمانځي.

4 COMMENTS

  1. که د ملي خپلواکۍ ورځ مفهوم یوازې همدا وي چې په کلیزه کې د اسد ۲۸ مه ده نو ټولو افغانانو ته دې مبارک وي، مګر که تر دې اخوا نور څه هم لري، نو بیا مې مبارکي بیرته اخلم.

  2. داسد دمیاشتي «۲۸» زموږدپلرونو اونیکونو دهغو قربانیو یادونه ده چه هرکال به موپه جشن او خوشحالۍ
    نمانځل خو اوس یی ځکه نه نمانځو چه هغه انګریزنن پهغه ځای کي دیره دی چه زموږنیکونو لدي ځایه شړلی ؤ .آیا داکاربه شونې وي چه ددوی په وجود کي موږ ددوی دنیکونو په خلاف دي کوم څه ووایو ؟

  3. الله دی موژته ازادی رانصیب کی نون خوموږازادنه یودټول دنیاکفاروموپرملک یرغل کړی ازادی ده کمه ده

  4. سلامونه هيوادوالو!
    په دري پارسي كه يو متل دي (قدر زر را زرگر داند). دا د پرديو غلامان به د خپلواكي په قدر حه پوشي يو چاچي تول عمر پرديو ته مزدوري كري وي گيله تري نده پكار. الله پاك د په گران افغانستان كي په افغانستان مين خلك په قدرت ورسوي. امين

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب