ایا په واقعي معنا پیل کوونکي شته؟ موږ د پیل کوونکو په اهمیت کې مبالغه نه کوو؟ له پیل کوونکو سره ولې دلچسپي لرو؟
که زه سپوږمۍ ته د انسان د سفر له تاریخچې سره دلچسپي ولرم، دا موضوع لویه او خوره وره ده. هغه چا چې د الوتکو په جوړولو کې برخه واخیسته، هغوی چې فضایي سفرونه یې پیل کړل، هغو کسانو چې د امریکا د فضایي تحقیقاتو اداره ( ناسا) جوړه کړه، او تر دې وړاندې وروسته په زرګونو نورې خبرې د سپوږمۍ د سفر له موضوع سره ارتباط لري او د هرې یوې یې خپل اهمیت دی. زه طبعا نه دومره وخت لرم او نه دومره حوصله او حافظه لرم چې په دې اړه ټول مطالب ولولم او زده یې کړم. د بنیادم عادت دی چې په خورو ورو معلوماتو کې انتخاب کوي او خپل کار اسانوي. زه هم خپل کار اسانوم او سپوږمۍ ته د انسان د سفر د پراخې موضوع یوه داسې برخه حافظې ته سپارم چې ماته او ډېرو کسانو ته ممکن جالبه او تر نورو مهمه ښکاره شي. امریکایي فضانورد نیل ارمسترانګ لومړنی انسان و چې د ۱۳۴۸ لمریز کال د سرطان په نهه ویشتمه نېټه یې په سپوږمۍ باندې پل کېښود. د سپوږمۍ له سفر سره د اړوندو موضوعاتو له منځه مې یوازې د ارمسترانګ د ژوند دا یوه شېبه حافظې ته وسپارله او په دې ډول مې خپل کار اسان کړ، حال دا چې ګڼ نور کسان هم وو چې د هغو له هڅو پرته دا سفر نه کېده. ارمسترانګ او یو بل فضا نورد د اپولو ۱۱ په نوم فضایي بېړۍ کې سپوږمۍ ته وختل. که دا بېړۍ نه وای، سپوږمۍ ته تګ ممکن نه و. نو هغه انجنیران چې اپولو ۱۱ یې جوړه کړه، ممکن د سپوږمۍ په سفر کې لا زیات مهم وي. حقیقت دا دی چې هر پیل د نورو پیلونو پیداوار دی او موږ اکثره وخت د خپل کار د اساني لپاره د یوه زنځیر له سلګونو کړیو صرف یوه کړۍ انتخابوو.
سپوږمۍ ته د سفر په تاریخ کې به د ارمسترانګ نقش تر نورو مهم وي یا نه وي خو په دې کې شک نشته چې دی لومړنی کس دی چې په سپوږمۍ باندې یې ګام کېښود. کله چې دقیق اسناد ولرو او د موضوع په باره کې دقیق تعریف راسره وي، د پیل کوونکو خبره په ډاډ سره کولای شو. د ارمسترانګ د تګ په باره کې هم باوري اسناد شته او هم دا موضوع واضحه ده چې په سپوږمۍ باندې د انسان د ګام ایښودل څه ته وایي، خو په اکثرو مسایلو کې نه دقیق اسناد شته او نه موضوع ډېره واضحه وي. مثلا د ادبیاتو محصلان به له دې سره دلچسپي لري چې په نړۍ کې لومړۍ لنډه کیسه چا ولیکله خو په دې برخه کې نه ټول اسناد موجود دي او نه لنډه کیسه دومره څرګند سرحدونه لري چې له نورو ژانرونو یې په ډاډ سره بېله کړو. عام نظر دا دی چې پښتو لنډه کیسه په لومړي ځل راحت زاخیلي لیکلې ده. د راحت زاخیلي بیا دوې کیسې یادېږي. یو نظر دا دی چې د ده لومړۍ کیسه ( کونډه نجلۍ ) نومېږي او بل نظر دا دی چې تر کونډې نجلۍ لس، دولس کاله دمخه یې د ( شلېدلې پڼې ) په نوم لنډه کیسه ولیکله. خو ځینې کسان وایي چې ( شلېدلې پڼه) نشته او چا نه ده لوستې نو ځکه یې باید د پښتو لومړۍ لنډه کیسه ونه بولو.
هغه څوک چې په هر څه کې شک کوي، ممکن ووایي چې د کونډې نجلۍ موضوع د هندي کیسو موضوع ده او له همدې کبله پکار ده چې د هغه وخت هندي کیسې ولوستل شي او دا معلومه شي چې ترجمه خو به نه وي؟
یو بل کس شاید استدلال وکړي چې د راحت زاخیلي ځینې لیکنې د تصادف له مخې لنډې کیسې ته ورته دي، ده دا کار په شعوري ډول نه و پیل کړی او په همدې خاطر یې باید د لنډې کیسې پیل کوونکی ونه بولو. مونږ په تېرو زمانو کې داسې نورې کیسې هم لرو چې لنډې کیسې ته ورته دي خو لنډې کیسې یې ځکه نه بولو چې لیکوالو یې په بل نیت لیکلې وې . ارواښاد قلندر مومند د شلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې په یوه مقاله کې وکښل چې پښتو لنډه کیسه راحت زاخیلي نه بلکې د نولسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې یوه انګریز چې په لړم پرنګي مشهور دی، پیل کړې ده. له قلندر صاحب سره اکثرو خلکو اتفاق ونه کړ او د نه اتفاق یو دلیل دا و چې په کومه لیکنه کې قلندر صاحب د لنډې کیسې ځانګړنې لیدلې ، نورو نه لیدلې. موږ که څه هم ارزومن یو چې د هر شي ابتدا رامعلومه وي ولې ډېرې لږ ابتداوې واضحې دي.
د بشر په تاریخ کې شاید تر انټرنیټ بل پېچلی سستم نه وي اختراع شوی. انټرنیټ د همدې وروستیو لسیزو محصول دی خو که څوک پوښتنه وکړي چې انټرنیټ چا جوړ کړ؟ نو واضح ځواب نشته، ځکه د بېلو بېلو کسانو زرګونو مختلفو اقداماتو انټرنیټ ایجاد کړی دی او څرنګه چې د ارمسترانګ د ګام ایښودلو غوندې ډېره خاصه شېبه پکې نشته نو د انټرنیټ په تاریخچه کې داسې بختور اتل نه مومو چې د پیل کوونکي او اول کس په حیث حافظو ته لاره وکړي.
موږ د پیل کوونکو له پیژندلو سره دلچسپي لرو ځکه د زده کړې کار مو ورسره اسانه کېږي او بل ګومان کوو چې پیل کوونکي تر نورو لوی کسان دي. مولفان هم کوښښ کوي چې یو څوک پیل کوونکي معرفي کړي او په دې ډول د خپلې څېړنې د بشپړولو له تصوره خوند واخلي خوحقیقت دا دی چې تر ټولو اول کس یا نه وي او یا یې په اهمیت کې مبالغه کېږي.