یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورخاطرهبیت المال/ محمد نعمان دوست

بیت المال/ محمد نعمان دوست

 قاري صاحب زین العابدین که ژوندی وي او په کوم نیک کار بوخت وي نو چې هر چیرته وي، الله ج دې تر او تازه لري. د ده مرکز شهر نو کې و. وروسته ورته د امربالمعروف او نهي عن المنکر ډله راغله.مرکز په یوه لوی انګړ کې و. ځای ځای پکې د ناجو دنګې ونې ولاړې وې. یوه بې سرپوښه څاه پکې وه. په رسۍ به مو ترې اوبه را ویستلې. د واورو په موسم کې به نه معلومیده.

قاري صاحب، ماښام له خپلو ملګرو سره راغی. د چای بندوبست مو ورته کاوه. واوره وریدله. نه څاه ښکاریده او نه ورتګ کیده. له واورې به مو چایبر ډک کړ، خو چې تود به شو نو اوبه به یې معلومیدې هم نه. څو ځلې مو له واورې چایبر ډک کړ.

اخر هغه خپله ووت. چې څنګه ووت. یوه ملګري ویل: ښه کار یې ونکړ. ما ویل ولې؟ هغه ویل: کورته یې تللي وو. چې بیرته راتلو پلار یې یوه بوجۍ شوله یي وریژې د بایفور باډۍ ته وغورځولې، غوښتل یې کابل ته یې کوم دوست ته ولیږي. د قاري صاحب چې ور پام شو، بوجۍ یې بیرته وغورځوله او ویل یې: دا د بیت المال موټر دی. د شخصي کارونو لپاره نه دی. یوه ورځ، له مرکزه بیرون وتلو. نور طالبان هم ورسره و. مشر ورور یې غوښتل مخکې سیټ کې کښیني.

قاري صاحب له لاسه ونیوه او ورته ویل یې: ته طالب نه یې. اول باید طالبان کښیني که ځای پیدا شو، بیا را وخیژه! کاش قاري صاحب یو ځل بیا ووینم او ورته ووایم: قاري صاحب! ته چې څومره په بیت المال ځوریدې، هغومره پایمال شو. اوس د بیت المال موټر په راکټونو ولي، په ماینونو یې الوځوي. خبره یوه ده. دا هم د بیت المال دي او پخواني هم. هغه وخت یې بایفور بللې اوس ورته رنجر وايي. هغه هم بل چا اخستې وې او دا هم بل چا اخیستي. نعمان دوست

1 COMMENT

  1. فکر کوم دا قاری صیب زین العابدین دلغمان ولایت وه ریختیا هم همداسی سری وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب