یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدرید طرحو په تطبیق کې یې عواقب ولې نه سنجول کیږي؟

د طرحو په تطبیق کې یې عواقب ولې نه سنجول کیږي؟

امید اڅک  

دلته هر څه اټکلي پیلیږي، واضحه خبره ده چې د اټکلي، ناڅاپي او احساساتي پیل نتیجه نامطلوبه او زیانمنوونکې وي. 

یوازې مو د ژوند د یوې ځانګړې برخې په اړه نه؛ بلکه د ژوندانه په ټولو برخو کې د یو ډول ستونزو سره لاس او ګریوان یو.

له حکومتي لوړ پوړي چارواکي څخه نیولی، د ټولنې تر هغه وروستي کس پورې ټول یو ډول یو، هم مو تصمیم او هم مو د تصمیمونو پایلې یو ډول دي، که داسې نه وي، نو په ټولنه کې د روانو بدبختیوعیني واقعیتونه په ښکاره ددغه ادعا د تثبیت شاهدي ورکوي. 

په دې وروستیو کې د هیواد په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د خلکو له خوا په خود جوشه توګه د افغانیو د ترویج او کلدارو د مخینوي په موخه کمپاینونه او عملي اقدامات تر سره شول، ځایي چارواکي هم ورسره ملګري شول، چې په پایله کې یې کلداره بنده او پر ځای یې افغانۍ ترویج شوې.

 ددې تر څنګ په هر ژمي کې د کابل هوا هم ډيره ککړیږي، د کلدارو دمخنیوي او د کابل ښار د ککړې هوا د مخنیوي په اړه هم هماغسې احساساتي تیز او بې سنجشه اقدامات تر سره شول. 

کلدارې بندې شوې، ښه کار وشو، خو ورسره نرخونه په افغانانیو تثبیت نه شول،  نرخنامې هم وویشل شوې، مګر د تطبیق لپاره یې سم نظارت ونه شو او لاهم نه کیږي. 

په ختیځو ولایتونو کې به یو چرک په درې، درې نیم سوه کلدارې خرڅیده، اوس څه باندې درې سوه افغانۍ پلورل کیږي، بوټان به په شل کلدارو رنګیدل، اوس یې په شل افغانۍ رنګوي، هغه جنسونه چې په سل کلدارو پلورل کیدل اوس په اتیا او یا نوي افغانیو پلورل کیږي، نور ډير جنسونه هم همداسې وبوله، په دې اړه وخت ناوخت د خلکو غږونه پورته کیږي، شکایتونه کوي، خو د چارواکو غوږونه کاڼه دي، نه یې اوري او نه یې پروا لري. 

تیره اونۍ  په کابل کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د ځینو لوړپوړیزو ودانیو تودوونکي سیستمونه چې ډبرې سکاره یې کارول مهر لاک شول، د ښاروالي، چاپیریال ساتنې ادارې او کورنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو په کې څو نمایشي عکسونه واخیستل، په دې ډول یې د عوامو په سترګو کې خاورې وښیندلې او لاړل. 

شعار یې دا و، چې حمامونه به بندوي، د هوټلونو سیستمونه به ګازي کوي، کارخانو او صنعتي فابریکو او ټولو هغه ځایونو ته یې ګواښ وکړ، چې که فلتر نصب نه کړي، نو دروازې به یې وتړل شي او هغه موټرې به هم بندوي چې د زړو ماشینونو له کبله ډير دود تولیدوي. 

دا شعارونه د شعار په کچه پاتې شول، ددوی د نمایشي عکسونو وروسته بیا هماغه حال دی، هم په لوړپوړیزو او هم په عامو ځایونو کې په درز سره ډبرې سکاره او نور ککړوونکي توکي سوځول کیږي، زاړه موټر هماغسې ګرځي، لکه هیڅ چې نه و او هیڅ ونه شول. 

د هغې شپې ګټه دا شوه، چې په کابل ښار کې د ګازو قیمت له ۵۵ افغانیو څخه ۷۰ افغانیو ته لوړ شو، له دوکاندار څخه مې وپوښتل چې ولې؟ وایې، عمده فروش موږ ته وویل چې همدا مو سیزن دی، په دې وخت کې یې چې ونه ګټو کله به یې ګټو؟ 

 اوس نه ښاروالۍ او نه په قیمتونو د څار نورې ادارې ترې خبرې دي، هیڅوک یې پوښتنه نه کوي،  غم دی او ددې غم ځپلي ملت په اوږو بار دی. 

په کار خو داسې ده، چې هره طرحه جوړیړیږي، د عواقبو په اړه یې ټول اړخونه وسنجول شي، ځکه چې ناسنجول شوې طرحه د یوې ستونزې د له منځه وړلو په بدل کې ډيرې نورې ستونزې زیږوي، نو لازمه ده، چې د هرې طرحې د پلي کیدو څخه مخکې د هغې اقتصادي، فرهنګي، تجاري او ټولنیزو عواقبو ته پام وشي.

 ټول زیانمنیدونکي نقاط یې په نښه شي او له هغې وروسته یې د اجرا په اړه په ډير دقت سره په کراره کراره عملي اقدام وشي، ځکه چې په ژوندانه کې تر ټولو مهم عنصر اقتصادي وضعیت دی، چې د یوې طرحې د عملي کیدو په پایله کې هغه یا ړنګ او یا کمزوری شي، نو بیا د هغه طرحې له عملي کیدو څخه یې نه عملي کیدل مهم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب