دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورد کيسو کيسې، د ايمل پسرلي نوى کتاب چاپ شو

د کيسو کيسې، د ايمل پسرلي نوى کتاب چاپ شو

په کابل کې د سروش خپرندويې ټولنې د پښتو داستاني اثارو د کره کتنې کتاب، د کيسو کيسې، چې  ايمل پسرلي ليکلى دى چاپ کړ.

د ١٦٠ مخونو په دې اثر کې  د شهيد موسى شفيق کيسو ته کتنه شوې ، د ارواښاد استاد شپون پر ناولونو له هغوى سره مرکه او پر داستاني مسايلو بېلا بېل بحثونه شته.

په دې کتاب کې د گڼو اغليو او ښاغليو پر لنډو کيسو خبرې شوې دي.

د کيسو کيسې د کره کتنې په برخه کې په دې بېل اثر دى چې له ليکوالانو سره د هغوى پرليکنو خبرې شوې دي او د هغوى نظر هم پرې راغلى دى.

په دې کتاب کې  د اغليو شفيقې خپلواک، صفيې وردگ، پاکيزې ارزو، فرېبا ظاهر پر کيسو خبرې شوې دي.

د ښاغلي اکبر کرگر پر ناول د غوايي هډوکو پر سمبوليک اړخ خبرې شوي، د ښاغلي وکيل سوله مل شينواري په کيسو کې سوژې يادې شوي.

د ښاغليو  عابد، نور سعيد، صديق الله بدر، ډاکټر  محب الله زغم  او يو شمېر نورو ليکوالو پر کيسو هم ليکنې شته.

دا د ايمل پسرلي ١٧ کتاب دى. تر دې وړاندې د دوى د لنډو کيسو نهه ټولگې، دوه ناولونه او د ډرامو يوه ټولگه هم چاپ شوې ده.

د افغانستان د کرېکت تاريخ، او په ١٩ مه پېړۍ کې افغانستان د برتانيا له سترگو يې دوه نور کتابونه دي.

د ژورناليزم خبريالي او د تلويزيون خبريالي يې د ژورناليزم په ډگر کې دوه چاپ شوي کتابونه دي.

په کابل کې د سروش خپرندويه ټولنې د دې کتاب لپاره ١٠٠ افغانۍ بيه اېښې او وايي د افغانستان په لرو بر کې يې لوستونکي له کتابپلورنځيو ترلاسه کولى شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب