دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهملګري ملتونه| پوهاند محمد بشیر دودیال

ملګري ملتونه| پوهاند محمد بشیر دودیال

(د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت)

د ملګرو ملتونو سازمان (UN) یو مهم نړیوال سازمان دی، چې  ددوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسییدو سره سم؛ د ۱۹۴۵ م. کال د اکتوبر په ۲۴ مه نیټه، د جګړې  دفاتحینو او یو شمیر نورو هیوادوله یو شمیر غونډو وروسته تاسیس شو. د مسکو د کنفرانس د ۱۹۴۴ م. کال د جنوري د میاشتې د اعلامیې له مخې د ۱۹۴۵م. کال فبروري(۱۲۲۴ل.کال حوت) کې د سانفرانسیسکو کنفرانس او بیا د ۱۹۴۵م. کال د اپریل په دوهمه د امریکې متحده ایالاتو کې د  یوه بل کنفرانس په پایله کې چې په هغه کې له پنځوسو هیوادو څخه ۲۶۰ تنو استازیو ګډون کړی و د ملګرو ملتونو سازمان، دپخوانۍ دملتونو ټولنې پر ځای، په کار پیل وکړ. 

 د دغه نړیوال لوی سازمان د تاسیس او  غوره پایلو د ترلاسه کولو لپاره دوه میاشتې بحثونه وشول چې په پای کې د ۱۹۴۵م. کال د جون په ۲۵ مه د م.م. منشور د رایو په یووالي تصویب شو او دغه سازمان په رسمي ډول د پخوانۍ د ملتونو ټولنې(League of Nations) پرځای پرانیستل شو او د هغې د ځای ناستي په توګه یې په کار پیل وکړ. د سانفرانسیسکو په کنفرانس کې چې(د نړیوال سازمان په هکله د ملګرو ملتونو کنفرانس) په نوم یاد شو، د بحث وړ موضوعات د متحدو دولتونو په تیره بیا دلویو قدرتونو( په دوهمه نړیواله جګړه کې بریالیو هیوادو) د پخواني توافق سره سم مسایل په څلورو برخو ویشل شوي وو او هره موضوع د جلا جلا کمیسیونونو له خوا تر کتنې لاندې ونیول شوه. لومړني کمیسیون د سازمان لومړني اهداف، دهغه اصول او هغه کې غړیتوب، دارالانشاء او د منشور په اصلاحاتو کتنه وکړه. دوهم کمیسیون د عمومي غونډې په واک او مسؤلیتوو باندې کتنه وکړه. درېیم کمیسیون د امنیت د شورا په چارو او واک باندې خبرې وکړې او څلورم کمیسیون د عدالت د نړیوالې محکمې پر اساسنامه باندې کتنه وکړه وروسته بیا دغه منشور د هیوادونو د قانوني مراجعو له خوا تصویب شو او د ۱۹۴۵م. کال د اکتوبر په ۲۴ مه( د ۱۳۲۴ل. کال د لړم په دوهمه) باندې د یوه نړیوال قرارداد په توګه د قانوني اعتبار لرونکی شو. له همدې امله هر کال دغه ورځ د م.م. د ورځې په نوم لمانځل کیږي.

 د ملګرو ملتونو اساسی سند (منشور) په ۱۹ څپرکیو او ۱۱۱ موادو کې تدوین شوی دی او د عدالت د نړیوالې محکمې اساسنامه د هغه د نه جلا کیدونکې برخې په توګه ورسره مل شوې ده. دغه منشور د ۱۹۴۵ م. کال د اکتوبر په ۲۴مه وروسته تر هغې چې د امریکې متحده ایالاتو، انګلستان،د چین د خلکو ولسی جمهوریت، شوروي اتحاد او فرانسې او یو شمیر نورو لاسلیک کوونکو تصویب کړ، د اجرا وړ وګرځید. په ۲۰۱۱م. کال کې، چې دنړۍ په نقشه کې تغییرات راغلل،  د م.م. د غړو شمیر۱۹۳ هیوادو ته رسید. دا ټول د نړې هغه خپلواک هیوادونه دي چې له نړیوال پلوه په رسمیت پیژندل شوي دي. یواځې واتیکان د م.م. د سازمان غړیتوب نه دی منلی او ملي چين(تایوان هم د هغه له غړیتوب څخه و ایستل شو چې چین ددغه سازمان غړی شو)، نور ټول هیوادونه د م.م. غړي دي. د م.م.د سازمان دفتر په نیویارک کې دی چې د کوچنۍ راکفلر جان ډي په لګښت د ۵،۸ ملیونه ډالرو په بیه جوړ شوی دی. ددغې ودانۍ ډيزاین برازیلي انجنیر(اسکارني میر) کړی دی. د م.م. د سازمان غړی هیوادونه او هغه پورې تړلي سازمانونه هر کال منظمې غونډې لري ، نړیوال مسایل څیړي او په دې هکله پریکړې کوي. د م.م. د سازمان اهداف چې د هغه د منشور په لمړۍ ماده کې راغلي دي داسې دي:

۱.دنړیوالې سولې او امنیت ساتنه: په سوله ییزه توګه او د نړیوالوحقونو او اصولو له مخې د نړیوال امنیت په وړاندې د ګواښونو له منځه وړل او د شخړو د هواري لپاره ډله ییزې هڅې، د هر ډول تیری کوونکو اعمالو ټکول او د سولې په وړاندې  د خنډ لرې کول، د نړیوالو شخړو د حل کولو د لارو هوارول او د هغه وضعیت سمون چې نړیواله سوله له منځه وړي،

۲.دخپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو مساویانه حق ته  د درناوي له مخې د نړۍ د هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو ته پرمختیا ورکول او د نړیوالې سولې د ساتنې په خاطر د نورو لازمو اقداماتو ترسره کول،

۳.د نړیوالو هغو مسایلو په حل کې د نړیوالې مرستې ترلاسه کول چې اقتصادي، ټولنیز، بشردوستانه او کلتوري اړخونه لري او له نژادي، قومي، مذهبي او ژبني توپیر پرته د ټولو لپاره  د اساسي آزادي ګانو او د بشر حقونو ته درناوی هڅوي او هغه پرخای کوي،

۴.دهغو ګډوفعالیتونو د همغږۍ د ترسره کولو په خاطر د مرکزي دفتر لرل چې دنړۍ هیوادونه یې پرمخ بیایي.

 د دغه سازمان د منشور په دوهمه ماده کې راغلي دي:

۱)سازمان د غړو هیوادونو د کلیه حاکمیت د مساواتو پر اصولو ولاړ دی،

۲) ټول غړي په سازمان کې د خپل غړیتوب د حقوقو او ښیګڼو د تضمین په موخه؛ هغه ژمنې چې د دغه منشور له مخې یې په غاړه اخیستې دي، باید په ښه نیت ترسره کړي،

۳) ټول غړي به نړیوالې شخړې له سوله ییزو لارو څخه چې نړیوال امنیت او سوله له ګواښ سره مخامخ نه کړي، هواروي،

۴) ټول غړي په خپلو نړیوالو اړیکو کې د یوبل هیواد د سیاسي خپلواکي او ځمکني بشپړتیا په ضد له زور او ګواښ څخه کار نه اخلي او له هر هغه اقدام به ځان ساتي،  چې د م.م. له موخو سره په تضاد کې وي،

۵) ټول غړي هیوادونه ددغه منشور سره سم د م.م. د هر اقدام ملاتړ کوي او له هر هغه هیواد سره به مرسته نه کوی چې م.م. دهغه په وړاندې احتیاطي یا قهري اقدام کړی وي،

۶) د م.م. سازمان به د هغو هیوادو څارنه کوي چې د م.م. غړي نه وي او ترهغو چې نړیوالې سولې او امنیت ته اړتیا لري له دغو اصولو سره سم به عمل ورسره کوي،

۷) په دغه منشور کې هیڅ یو درج شوی مقررات م.م. ته د دې اجازه نه ورکوي چې په هغو چارو کې لاسوهنه وکړي چې د هیوادونو کورني واک پورې اړه لري او غړي هیوادونه هم دې ته نه اړکوي چې د دې  ډول مسایلو د حل و فصل کولو په خاطر ددغه منشور تر مقرراتو لاندې راولي.

د م.م. اصلي ارکان دا دي:

د م.م. عمومي غونډه، د امنیت شورا، اقتصادي او ټولنیزه شورا، د قیمومیت شورا(چې له ۱۹۹۴ څخه وروسته نور فعالیت نه کوي) ، د عدالت نړیواله محکمه او یو سکرتریت. همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان  یو شمیر نور پروګرامونه او بنسټونه هم لري، لکه: یونسکو، یونیسف، نړیوال روغتیایی سازمان او د پناغوښتونکو لپاره د م.م. د سازمان عالي کمشنري. له دې پرته UNCTAD یا(United Nations Conference on Trade and Development) هم د م.م. د سازمان د عمومي غونډې یوه فرعي برخه ده. د چاپیریال ساتنی پروګرام، د خوراک اوکرنې سازمان او  دې ته ورته پروګرامونه د م.م. هغه د نیک نوم لرونکی پروګرامونه دي، چې تیر وخت کې یې بشریت ته نه هیریدونکی خدمات او مرستې تر سره کړي دي.

  دغه سازمان هرکال خپله عمومی غونډه دایروي. عمومي غونډه کې د م.م. ټول غړي ګډون کوي. هر غړی له پنځوسو تنو زیات استازي عمومي غونډې ته نه شي لیږلای. د عمومي غونډې هر غړی یوه رایه لري. د مهمو مسایلو په هکله د عمومي غونډې پریکړه د غړو په اکثریت( له دریو برخو دوه برخې) باندې کیږي. د م.م. د امنیت شورا پنځلس غړي لري جې له دې ډلې څخه پنځه یې دایمي(دامریکې متحده ایالات، روسیه، انګلستان، چین او فرانسه) دي او لس نور یې غیر دایمي دي چې د دوو کلونو لپاره ددغې شورا غړیتوب کې منل کیږي. افغانستان وروسته تر ۹/۱۱/۱۹۴۶ نیټې څخه ددغه سازمان غړی شوی دی. په دې توګه زموږ هیواد د دغه نړیوال با پرستیژه  سازمان یو ډیر پخوانی غړی دی، چې د دغه سازمان اصولو (منشور) ته تل وفادار پاتې شوی دی. دملګرو ملتونو سازمان تل افغانستان ته په درنه سترګه کتلی دی او د افغانستان پتمنو خلکو او تاریخی ملت ته یی د درناوی سر ټیټ کړی دی.

دغه سازمان د خپل  عمومي چارتر( اساسنامې) له مخې هرکال د سیپتمبر په میاشت کې د نیویارک ښار په مرکزي مقر کې کلنۍ غونډه کوي. سږکال د ملګروملتونو ۷۴ مه کلنۍ غونډه څه موده وړاندې دایره شوه چې له افغانستان څخه د امنیت شورا رئیس ښاغلی محب پکې ګډون وکړ. دغه  غونډه کې هم د تیر په شان مهمو جهانشموله مسایلو باندی بحثونه وشول لکه د ځمکې د تودوخې او اقلیمي بدلون موضوع، نړیوال روغتیایي پروګرام، پرمختیايي پایداره(ثبات لرونکې) ودې، نړیوال امنیت او داسې نور

سږنۍ غونډّ کې د ملګروملتونو عمومي منشي انتنیوګوتیریش د نړۍ له ټولو مشرانو نه وغوښتل چې د م.م. اړوند اهدافونو لپاره د ۲۰۲۰ کال په تمویلي پروګرامونو کې د خپلې ونډې د ادا کولو لپاره جدي او ریښتیني اقدامات وکړي او خپله همکاري پراخه او ښه کړي.

ګوتیریش وویل ټول هیوادونه به د صنعتي تولیداتو له امله هوا ته د خپریدونکي ګاز او لوګي اندازه تر راتلونکي کاله پورې تر٪ ۴۵ کمه کړي او تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې يي بلکل صفر ته ورسوي.

د م.م. د ۲۰۱۹ کال د کلنۍ غونډې په پای کې د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کلونو لپاره په نوبتي توګه د ګانا هیواد  ته دا چانس ورکړ شو چې د هال په لمړۍ څوکۍ کې کیني او د ملګرو ملتونو د دود له مخې به د عمده کمیټې په غونډو کې هم لمړۍ څوکۍ ولري او باقي غړي هیوادونه به د انګلیسي الفبا په ترتیب ځای نیسي. پخوا هم د هر هیواد په برخه کی همدغه  دود رعایت شوی و.

افغانستان ددغه سازمان منشور ته درناوی لری.  د دغه سازمان د اړوندو پروګرامونو د مرستو هرکلی او درناوی کوی. هیله لرو دغه بااعتباره نړیوال لوی سازمان خپلو بشری اهدافو کی  بریالی وی. یو ځل بیا د اکتوبر ۲۴مې له امله د نړې ټول بشریت او د م.م. دسازمان عمومی منشی او خپل ځوریدلي، خو باهمته ولس ته مبارکی وایو.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دی کی شک نشتہ بشپر معلومات دی پہ لوستلو ارزی خو پوشتنہ دادہ چی رشتیا ملگری دی او کہ نہ ؟ پہ نری کی زور او واک لری او د دریمی نری ھیوادونو
    مشکلات او ستونزی پیژنی؟
    بلہ اساسی خبرہ دادہ چی دوی د افغانستان د لانجی او بحران پہ ھکلہ کومی لاستہ راورنی لری دروسانو پہ وتلو کی یی چل وکر ربانی یی لہ ھغہ پوری وساتہ تر خو یی چی کابل پہ کندوالو بدل کر
    یو نا ما لہ ھغو فساد گرو سر لاس یوکر چی د ماین پاکی گادو کی د خاینو ماشومان اسلام اباد کی شوونخیو تہ ورل کیدل۔ یو ناما وہ چی دانجو گانو ااقسام یی راویست او خلک یی پہ خور داو برد بلد کرل
    ملگر ی ملتونہ چی اصلا پہ ھیخ قانون کی نہ ملگری دی او نہ بل شی دبن منحوسہ معاھدہ کی لاس درلود۔ ۷۳ کالہ تیر شو خو نہ افغانستان پیژنئ او نہ یی فرھنگ
    ملگرو ملتو تہ ھغہ کسانوسرہ لارہ لری یا استخدام کیزی چہ ملگری نہ پیژنی ۔
    وایی چی د دھل غز لہ ورایہ شہ لگیزی!
    کہ واقعا د ملگر ملتو کارونہ پہ افغانستان وخیرل شی یو کار یی ھم عمرانی برخہ نہ لری۔دشیطانت او منافقت پہ لارہ کی بیا پہ غوز ویشتلی بیدارہ دی پوھیزی چی چیری چیغہ وباسی مٹلا : ددموکراسی او دشخو د حقوقو چیغی وھی حتی دافغانستان پہ دیرو مسایل کی یی سیاست دخیل دی خو بیادیرو شیانو کی یی ملا ماتہ دہ ۔
    دملگرو ملتو سازمان د پیسو، مقام ،امتیازاتو اریکو،، ھسی غورہ مالیو او تش پہ نوم پوچ سازمان دی چی نہ کارتوس لری او نہ باروت نہ یی پہ چا زور رسیزی ستر قدرتونہ خو یی غلام ھم نہ بولی دنوبل جایزہ ھم کلہ خرہ او کلہ خوگ تہ سپاری ۔ یاییھغہ اھدا کوی چی ددوی پہ خرہ سپور وی حقیقت تریخ دی
    عقل دانہ منی چی پہ دومرہ غوجلہ کی دومرہ بھایم سرہ راغوند شی بیا دگتو پہ خاطر غلی دی یو او بل سرہ زور ازمایی نہ کوی
    فلھذا پوھاند صاحب م یو لورتہ لام بل لورتہ گ حیران دی او ی یی نہ منی داشوہ خلور مجھولہ معادلہ چی افغانستان تہ یی گتہ نہ رسیزی ھی ! خوش باورہ مظلوم ولسہ

  2. د ملګرو ملتونو په سازمان کې فلسطین او واتیکان د ناظرینو حیثیت لري ، اما دا لاندې سیمې او هېوادنونه لاتر اوسه د ملګرو ملتونو د سازمان غړیتوب نه لري.
    افریقایی هېواد د صحرا دموکراتیک جمهوریت چې اوس د مراکش له خوا اداره کیږي. د ملګرو ملتونو د 44 غړو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل شویدی.
    د کوزوو هېواد چې د ملګرو ملتونو د سازمان 102 غړو په رسمیت پېژندلی دی خو د صربستان له خوا لا ندی پېژندل شوي ،
    تایوان چې د 16 هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي خو چین یې دخپل هېواد یوه برخه بولي ،
    شمالي قبرس چې یواځې ترکیه یې د یو مستقل هېواد په توګه پېژني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب