یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeټولنیزد فرد جوړېدل مهم دي که د ټولنې؟ | خبیب علي

د فرد جوړېدل مهم دي که د ټولنې؟ | خبیب علي

د ویلیم ګډوین په نوم یوه عالم په ۱۷۹۳ز کال د ٬٬سیاسي عدالت٬٬ په نوم کتاب ولیکه. دی د انارشېزم پلوی و. د ګډوین له نظره د بشر ټولې ستونزې او بدبختۍ د فاسدو دولتونو او کمزورو ټولنیزو بنسټونو له کبله پیداشوې دي. انسان د دې وړتیا لري چې د ټولنې ستونزې حل کړي او د لوړتیا او ارتقاء تر څوکو ورسي. دی د دې چارې لپاره ښوونه او روزنه ضروري بولي او وایي چې د سمې زده کړې په وسیله سړی ځان پېژندلی شي.

د ګډوین په خلاف توماس رابرټ مالتوس داسې عقیده لري چې بشري ستونزې د ټولنیزو بنسټونو له کبله نه دي پیداشوې، بلکې د وګړو خپله بې پروایي د دې سبب شوې چې له ستونزو سره مخ شي. مالتوس غوښتل چې د انګلستان د اقتصادي، ټولنیزو او حقوقي قوانینو ساتنه وکړي. دی په دې عقیده دی، چې که فرد جوړ شي جامعه پخپله جوړېږي او که فرد خراب شي جامعه هم خرابېږي. ددې برعکس ګډوین داسې نظر لري چې که ټولنه خرابه شي فرد هم ورسره خرابېږي او که ټولنه جوړه شي نو وګړي یې هم ورسره جوړېږي.

ظاهرا دا دواړه خبرې یو ډول ښکاري خو داسې نه ده. د مالتوس ټول تمرکز د فرد په جوړولو دی. دی په دې باور دی چې که وګړی کنټرول شي او خپل مسوولیت درک کړي، ټولنه نه یوازې دا چې جوړېږي، پرمختګ هم کوي. مالتوس زیاتوي: د فرد د کنټرول لپاره په کار ده چې د قوانینو په عملي کېدو او د جزا په ټاکلو ډېر فشار راوړل شي. له دې بابته، ده د انګلستان د ټولو قوانینو ساتنه او په عین حال کې د هغوی د عملي کېدو لپاره د زمینې برابرول لوی مسوولیت ګاڼه. ګډوین بیا ویل چې د فرد پرځای باید ډېر تمرکز په جامعه وشي. د ده موخه دا وه چې کامیابه ټولنه کامیاب وګړي لري او هرڅومره چې د یوې ټولنې د ژوند کچه لوړه وي، هومره به یې وګړي هم پرمختللي او اسوده وي.

د فرد او ټولنې په دې بحث کې له ټولنې څخه د ګډوین موخه دولت او د سیاسي چارو انسجام دی. لکه څنګه چې مخکې وویل شول، ګډوین د انارشېزم او ګډوډۍ پلوی و، ځکه خو یې ویل چې بنیادم دولت او حکومت ته اړتیا نه لري. ده دا هم ویلي دي چې ټولې فردي او اجتماعي ستونزې دولت رامنځته کوي. ګډوین د ټولنې د خرابېدو اصلي لامل دولت بولي. کله چې د ده او د مالتوس نظریات پرتله کوو، نو د مالتوس خبرې تر ډېره حده منطقي او پر استدلال ولاړې راښکاره کېږي. د دې ترڅنګ د ژوند تجربه هم راته وایي چې د ټولنې اسودګي د فرد په جوړېدو کې ده. بنیادم چې هرڅومره باسواده او متمدن وي، ټولنه یې هم په همغه اندازه پرمختللې او مهذبه وي.

که څه هم مالتوس د ځانګړو اثارو خاوند دی، خو بیا هم د ده په فلسفه کې د جرمي بنتهام د درد او لذت د فلسفې برخه لویه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب