دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهایا یوازې ژوند کول زموږ روان تهدیدوي؟

ایا یوازې ژوند کول زموږ روان تهدیدوي؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»  

د یوې نوې علمي څېړنې پایلو ښودلې، چې یوازې ژوند کول له ځان سره پر ډېرو رواني ناروغیو د اخته کېدو وېره لري. په دغه څېړنه کې د دغو ناروغیو د زیاتوالي لامل هم ذکر شوی دی. موږ په همدې مقاله کې تاسې په همدې اړه پوره معلومات وړاندې کوو.

د کړو وړو غیر منظموالی، اظطراب او له امکاناتو ناوړه استفاده له وېروونکو رواني ناروغیو څخه دي. د څېړنو پر اساس، د ټولې نړۍ د وګړو له دریو یوه برخه کسان یې د عمر په اوږدو کې دغه ناروغۍ تجربه کوي.

دغه ناروغۍ مشخصاً د هغه چا پر ژوند مستقیم اغېز کوي، کوم چې له دې ناروغیو بده وړي یا تر ځورېږي. خو دې ته په ډېر ارزښت قایلېدو سره ممکن په کلي ډول د یوې ټولنې وګړي د هغه تر اغېر لاندې راشي. په همدې خاطر څېړونکو له دې ویروونکو ناروغیو د خلاصون په پار څېړنې کړې دي.

په دې وروستیو کې په همدې اړه (یوازې ژوند کول او پر روان یې اغېزې) په plos one مجله کې د شویو څېړنو پایلې خپرې شوې دي. په خپرو شویو پایلو کې راغلي، چې د جنسیت او عمر په نظر کې نیولو پرته، ټول خلک له دې ګواښوونکې ناروغۍ سره د مخ کېدو احتمال لري. څېړونکو ويلي، اصل کې پر دغو ناروغیو د اخته کېدو اصلي محرک یوازې ژوند کول دي.

په ډېریو غربي هېوادونو کې د هغو کسانو چې یوازې ژوند کوي، شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی. دا مسئله څو لاملونه لري، چې له جملې یې کولای شو د هېوادونو د وګړو د اوسط عمر کچه، په پاخه عمر کې د واده کول او د طلاق زیاتېدو یادونه وکړو.

د یوازې ژوند کولو او پر یادو رواني ناروغیو د اخته کېدو په اړه، له دې مخکې هم څېړونکو څېړنې کړې وې؛ خو ډېری څېړنې هغه وخت د وګړو تر منځ د عمر پر کچه متمرکزې وې.

خو په دې وروستیو کې په فرانسه کې د سن کونتین پوهنتون څېړونکو څېړنې کړې دي. دوی پر ۲۰۵۰۳ کسانو چې د ۱۶-۷۴ کلونو ترمنځ یې عمر درلود، څېړنې کړې دي. دغه راټول شوي معلومات د دریو دورو له بشپړولو ورسته چې په ۱۹۹۳، ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷ ز کلونو کې شوې، یادو متخصیصنو خپاره کړي دي.

د دغو څېړنو ګډونوال یا بررسي کوونکي د هغو پوښتنو د ځوابونو پر پیدا کولو مؤظف شوي وو، کومې چې دوی ته ورکړل شوې وې. څېړونکو د پوښتل شویو کسانو پر مخکینۍ اونۍ زیات ټینګار کړی و، چې ایا دوی هغه اونۍ له کوم رواني اختلال سره مخ شوي وو، که نه. پر شویو کسانو(یوازې ژوند کوي) د څېړنو پایلو ښودلې وه، چې هغوی له دې مخکې کلونو او اونیو کې له دې ستونزو سره مخ شوي وو. په ۱۹۹۳ ز کال کې ۸.۸ سلنه وګړو یوازې ژوند کاوه، په ۲۰۰۰ ز کال کې بیا دا شمېره ۹،۸ سلنې ته لوړه شوه او په ۲۰۰۰۷ ز کال بیا ان تر ۱۰،۷ سلنې ورسېده.

د دې څېړنو پایلو ښودلې چې د جنسیت عنصر ته په ارزښت نه قایلېدل، هم د یوازې ژوند کولو په خوښولو او بالاخره یې پر بدو پایلو پر اخته کېدو مستقیم اغېز لري.

هغه کسان چې یوازې ژوند کوي، د هغو په پرتله چې نه یې کوي، ډېر پر دغه بده لار (د جنسیت عنصر ته په ارزښت نه قایلېدو) روان دي. د هغو څېړنو پایلې چې په دې اړه په انګلستان کې ترسره شوې، ښيي چې یوازې ۸۴ سلنه وګړي، جنسیت ته د نه ارزښت پر ناروغۍ اخته دي.

په دې اړه مخکنیو څېړنو ښودلې چې یوازیتوب، د افسردګۍ او اظطراب باعث کېږي. د یوازې ژوند کولو په اړه د مرګ ژوبلې د کچې زیاتوالی بل هغه لامل دی، چې د څېړونکو توجه یې ور اړولې ده.

خو اوس پوښتنه دا ده چې په دې اړه د دغو څېړنو او اندېښنو موخه څه ده؟

د ځینو څېړونکو په نظر، یوازیتوب او یوازې ژوند کول، په اوس وخت کې نږدې عام شوي دي؛ ځکه خو څېړونکي د دې وېروونکې ناروغۍ د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او د زیاتېدو د مخنیوي په لټه کې یې دي. ځکه یوازې علمي څېړنې دي، چې د دغه مسئلې اصلي ریښې ته ښکته کېدای شي او د کچې د کمېدو لپاره یې کوښښ کوي.

له بل پلوه، نن ورځ د خلکو رواني سلامتیا د بل هر وخت په پرتله له دې خطر سره زیاته مخ ده او موږ هر یو په رښتیا د لسګونو بېلګو عیني شاهدان یو. په دې اړه د څېړونکو د ورکړل شویو سپارښتنو په عملي کولو سره کولای شو، چې تر یوې اندازې یې مخنیوی وکړو.

خو باید په یاد ولرو، هغه کسان چې یوازې ژوند کوي، باید چې ډېر د یوازیتوب احساس ونه کړي. هغوی چې له دغه احساسه رنج وړي، کولای شي پر دغه احساس د برلاسۍ په اړه له واضح شویو سپارښتنو څخه ګټه واخلي. له ملګرو سره د پخوا په پرتله د زیاتې هسکې ولاړې، په ټولنیزو مسایلو او غونډو کې په ګډون کولو او په کور کې د کورنیو حیواناتو ساتل پر دغه حس د برلاسي عمده لارې دي.

البته د دغو څېړنو د څېړلو پر مهال داسې محدودیتونه هم وو، چې خپله یې څېړونکي په اړه عاجز وو. لومړی محدودیت دا و چې دغه څېړنې پر فرد فرد سرته رسېدلې وې. کېدای شي د یو چا د ژوند چاپېریال، کورنۍ او یا هم خاوند/مېرمن او یا هم بل شخصي مورد د هغوی د دغه اختلال د رامنځته کېدو باعث شوی وي، چې هغه بیا په ټولو د تطبیق وړ نه دی او نه هم تطبیق کېږي. بل هغه محدودیت د دغو څېړنو د اوږد وخت اخیستل دي، چې څېړونکي یې غوښتنه کوي.

له یوازې ژوند کولو ځان وژغورئ، څومره مو چې له وسه کېږي، هماغومره له نورو خلکو سره یو ځای ژوند وکړئ. په یوازې ژوند کولو کې مو خپل داخلي هغه مهارتونه چې تاسې له نورو ځانګړي کوي او هغه ستاسې د نمونه والي نښې دي، د وخت په تېرېدو سره په تدریج له منځه ځي. خپلې بالقوه وړتیاوې مو مړې کېږي، پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږی او لنډه دا چې هر ورځ به ترخو جام پر سر اړوی.

انسان ټولنیز پیدا شوی او ټولنیزوالی یې د وجود فطري غوښتنه ده. انسان له دې وجې هم ټولنیز طبیعته پیدا شوی، چې په یوازې ځان نه شي کولای خپلې ټولې ستونزې حل کړي. د ژوند د ښه پر مخ بېولو لپاره اړ دی، چې د بل لاس ونیسي او ځان تر یوه ځایه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب