د بې اتفاقۍ پایله
انګریز لیکوال الفسټون لیکي:
«د 1809 زیږدیز کال د جولای د میاشتې پر لسمه نیټه د یوه هیئت په مشرۍ له پېښور څخه راولپنډۍ ته ورسېدم. هلته د شاه زمان لیدلو ته چې په دې وخت کې په راولپنډۍ کې اوسېده، ورغلم. ومې لیدل چې د افغانستان ړوند کړل شوی پاچا زمان شاه په خیمه کې پر یوه کټ ناست و. په خیمه کې غالۍ او کمپلې غوړیدلې وې. موږ د هغه مخې ته تر هغه په انتظار ولاړ وو، تر څو پورې چې هغه موږ ته د ناستې اجازه راکړه.»
دی د لیکنې په دوام زیاتوي:
«د هغه لباس ساده و، توره پګړۍ يې له سپینې جوغې سره په سر وه، څیره او شباهت يې شاهانه او شخصیت يې ډیر جذاب و. ږیره يې ډېره ښکلې او د ړانده په شان نه ښکاریده، مګر لږ غمجن معلومیده.»
الفسټون لیکي:
«له کښیناستلو وروسته موږ ټول غلي وو، بیا ده په خبرو پیل وکړ او ویې ویل: «د تاریخ په اوږدو کې بدبختي او زوال د پاچاهانو په قسمت کې کښل شوي دي» او ده ډیرو تاریخي انقلابونو ته اشارې وکړې او بیا يې د افغانستان حالات بیان کړل او ويې ویل: ((هیله ده چې واقعیتونه به زموږ په ګټه تمام شي.))»
الفسټون وايي:
«هغه چې هر څومره تاریخونه بیان کړل، خو د هغه په قسمت کې خواري لیکل شوې وه، ځکه اوس هغه ړوند او له تخته ایسته شوی و او په داسې یو ملک کې فراري و چې یو وخت د هغه د نیکه (احمد شاه بابا) د هیواد برخه ګڼل کیدله.»
دی وايې:
«دی هغه زمان شاه و چې یو وخت به خپلو او پردیو هغه د افغانستان ناپلیون باله.»
داسې فکر کیږي چې بې اتفاقي د افغانانو په قسمت کې لیکل شوې وي. افغانان تل د جګړې په ډګر کې بریالي، خو بیا کله چې د میز څنګ ته راشي، د خپلې بې اتفاقۍ له امله ټول امتیازات خپل مقابل لوري او خپل دښمن ته ورکوي.
د شاه زمان او شاه محمود، د شاه محمود او د وزیر فتح خان او د هغه د وروڼو، د شاه محمود او د شاه شجاع، د شاه شجاع او سردار دوست محمد خان، د امیر شيرعلي خان او د محمد اعظم ځان او سردار محمد افضل خان، د عبد الرحمن خان او محمد یعقوب خان تر منځ بې اتفاقیو هغه وخت هیواد له بدمرغیو سره مخ کړ.
بیا په دې نيږدې وختونو کې د داود خان او محمد ظاهر شاه تر منځ، د خلقیانو ترمنځ او بیا د خلقیانو او پرچميانو او په خپله د پرچميانو تر منځ.
په پاکستان او بیا وروسته په افغانستان کې د تنظیمونو تر منځ بې اتفاقیو هیواد د نیستۍ کندې ته واچاوه.
اوس هم د بې اتفاقیو له کبله که افغانان له تيرو تجربو څخه ګټه پورته نه کړي، خدای مه کړه هیواد به مو یو ځل بیا د اوږدې جګړې په لمبو کې ښکیل او ګټه به وې یوازې قسم خوړلو دښمنانو ته ورسېږي.
ښاغلی سلیمان لایق وايي:
خپل وطن ته مې دا ټول زړګی اوبه شو
چی يې ځغلي هره ورځ سېلاب د وینو
زه که هر څومره يې لیکم د عشق سندرې
ترې راوځي هره ورځ کتاب د وینو.