Homeخبرونهکابل کې له نن سهار راهیسې ۴ چاودنې شوې دي

کابل کې له نن سهار راهیسې ۴ چاودنې شوې دي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: په کابل کې نن دوشنبه له سهار راهیسې پرله پسې څلورو چاودنو لږ تر لږه ۴ کسان ژوبل کړي دي.

 

د کابل امنیه قومنداني وايي، ټولې چاودنې د سړک غاړې ماینونو کړې دي چې د ۱۷مې ناحیې په ساحه کې ځای پر ځای شوي وو.

 

د کابل امنیه قومنداني وايي، په دغو چاودنو کې ۴ ملکیان سرسري ژوبل شوي دي چې یو په کې ماشوم هم دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی پر غاړه اخیستی.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...