دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهقطر: د افغانو ښځو له ګډون پرته افغانستان کې د دایمي سولې...

قطر: د افغانو ښځو له ګډون پرته افغانستان کې د دایمي سولې امکان کم دی

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو پر فعال رول ټینګار کړی دی او خبرداری یې ورکړی چې په دې پروسه کې د ښځو له ګډون پرته دایمي ثبات او جوړجاړي امکانات کم دي.

 

ګلف ټایمز وايي، شیخه عالیه احمد بنت سیف الثاني دا څرګندونې د ښځو د نړیوالې پرمختیا سازمان او جورج ټاون پوهنتون تر چتر لاندې د افغانستان د سولې پروسې د پیل په نوم یوه غونډې کې کړې دي.

په قطر کې دغې غونډې ته د دوحې افغان سولې کنفرانس ځینو ګډونوالې مېرمنې او د مدني ټولنو ۱۱ لوړ پوړې ښځینه فعالان ځوانان، سیاسي او مذهبي استازي ورغلي وو.

 

نوموړې ویلي، قطر په افغانستان کې یوې ژورې سولې ته د رسېدو په برخه کې مثبت رول ته دوام ورکوي او په افغانستان کې به د ښکیلو لوریو تر منځ د مذاکراتو د تسهیلوونکي چاره جاري وساتي: (( د لانجو حل، منځګړیتوب او سولې ته کار د قطر د بهرنۍ پالېسۍ برخه ده او زموږ د هڅو له برکته د طالبانو او امریکا لخوا د سولې هوکړه هم وشوه))

اغلې عالیه بنت سیف الثاني هیله ښودلې چې د سولې لاسیلیک شوې هوکړه به په افغانستان کې د حکومت، طالبانوو او نورو مطرح لوروی ترمنځ د مذاکراتو د پیل سبب وګرځي.

 

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانو ښځو شبکې د قطر د امیر مېرمنې ته په یو لیک کې ویلي وو چې هېواد دې یې په افغان سوله کې مسوولانه رول ولوبوي او په سوله کې د ښځو رول ته دې لار برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب