پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeمقالېدرید ژوند کیسه به دې څوک لولي؟ | شمس الحق حیران

د ژوند کیسه به دې څوک لولي؟ | شمس الحق حیران

موسکی شه چې نړۍ درته موسکۍ شي. دا موږ یو چې نړۍ ته ښکلا، موسکا او سکون بښو او د انسانانو او طبیعت له خوا راکول کېدونکې مینه، ښکلا او خوښي په اصل کې زموږ د خپلې مینې انعکاس دی. موږ، نړۍ او دا هر څه د خدای د سترې مینې زيږنده یو. موږ ټول د پټو استعدادونو سرېزې یو او د ژوند موخې مو بویه هومره سترې او ارزښتناکې وي چې کله هم د خپل خلقت پيغور ته سرټيټي نشو. که خالق ته دومره ګران یو چې د ژوند د هرې شېبې کړنې مو لیکي، نو له ځان سره ولې مینه ونه کړو؟ ولې د خپل ژوند کیسه په خپله ونه لیکو؟ دا چاره ټول کوو. زموږ ژوند کیسه که ویاړلې او یا ځوروونکې وي، په دواړو صورتونو کې د ډېرو کسانو په ذهن کې پاتې کېږي. نړۍ زموږ د ژوند هره شېبه ګوري، هره موسکا مو ځوابوي او نوم مو په ډېرو مجلسونو کې یادېږي. خو، موږ لا هم نه پوهېږو چې خپله کیسه هم لیکو. راځه نن وټاکه چې ژوند کیسه به دې څوک لولي؟

راځه، د نورو پېرزوینو ته مه په تمه کېږه. ځان ته خپل ژوند په خپلو لاسونو جوړ کړه، له خنډونو سره ډغرې ووهه، د بریاوو شېبې په تندي ښکل کړه او له لمر وړانګو غېږه تاو کړه. کله چې خدای لمر پيدا کړی نو د نورو د لاسونو وړوکو څراغونو ته سترګې مه نیسه، کله چې خدای د دښتې سکون پيدا کړی؛ نو ته څه اړتیا لرې چې د ژوند له ستونزو خپل ګرېوان د بل انسان مخکې څیرې او چغې وکړې. ته لاهم د هغې سپوږمۍ پر تندي مرغلینې ښکلاوې ستايې چې بشپړه ورځ یوازې په دې تمه ورکه وه چې له لمره د یوې شپې رڼا پور کړي؟! نه، نه غلط شوم، ته زما له اند هم ټيټ فکر کوې، تا د هغو خال، خال ستورو په رڼا زړه بایللی چې درسته شپه د همدغې سپوږمۍ د مستعارې رڼا پر شاوخوا راټول وي او په پټو سترګو د سپوږمۍ د غلا کړې ښکلا ستاینه کوي. ته په خپل ذهن کې، خپل ځان شه. ته د نورو د شخصیت په هدیره کې ځان مه ښخوه. ته، ته يې؛ زه، زه!!  

کله چې د غرونو رعب او د ځړوبیو شور ستا د ویاړونو او بریاوو د سرود زمزمه کوي؛ نو د نورو ستاینو ته د انتظار شېبې د بلې بریا لاس ته راوړلو کې تېرې کړه. ځاني پرمختګ وايي چې غوسه، پرېشاني، خوښي او سټریس ستا خپل احساسات دي، خپله یې کابو کړه. ځاني پرمختګ د هڅې قلم ستا په ګوتو کې درکوي او پر وړاندې دې د خدای د پراخو کایناتو سپينه پاڼه ږدي؛ دا ته یې چې د خپل ژوند د نقشې لیکې کاږې. که د بصیرت په سترګو د دغې سپينې پاڼې په ژورو کې شته تورو لیکو ته ځير شې، وبه ګورې چې د ځاني پرمختګ د پېرزوینو انتها د مریخ او سپوږمۍ له سیارو هم اخوا پرته ده. هلته پرته ده چې ما او تا لا نه دی لیدلی. یعنې مانا دا چې زما او ستا کوچني لید، لا د دغې پېرزوینې پېڅکې نه دي لیدلې، نو ولې یې له شتون څخه ووېرېږو؟ راځه د خپلې ژوند د نقشې ارته غېږه د دغې نالیدلې انتها تر څنډو رامحدوده نه کړو.

ستا ژوند کیسه به څوک لولي؟ ځاني پرمختګ ستا د ژوند کیسه ستا په لاسونو لیکي. دا ته یې چې د خپل ژوند د کیسې رنګين څپرکي په خپله کاږې، دا ته يې چې د خپلې ژوند کیسې مقام ټاکې چې آیا د ژوند کیسه دې په کومه زړه تاخچه کې د کتابونو تر ګردجنې ډېرۍ لاندې پرته وي او که د کوم پوهنتون د کتابتون په زرینه المارۍ کې دې د یو څېړونکي د هیله من، ښاد او زرغون فکر په شنو فصلونو کې چکرې ووهي.

ته د خپلې کیسې لیکوال یې. ته یې چې د دغې زړه وړونکې کیسې زرین توري د نورو د ذهن په سپینه تخته کاږې. ته یې چې ټاکې، آیا ارواپال نوم دې ملتونه په ځانګړو ورځو د خپلو سترو بریاوو په نمانځغونډو کې یاد کړي او که میندې پرې د نه ویده کیدو پر وخت ماشومان ووېروي. ستا ژوند کیسه ‎ښايي خپل لوستونکي ستا له هیلو سره مله وساتي او د شمال شیطانې څپې له لوږې، تندې او طبيعي ناورینونو څخه د محرومو انسانانو د راویستنې د لارو چارو په موخه جوړ شوي څېړنیز مرکز د تالار له دريڅې، ستا د کیسې او نظریاتو ورکول کېدونکی ریفرینس غږ ستا د مزار د خاورو تر سپېرې ډېرۍ راوړي. نو راځه پرېکړه وکړه چې ژوند کیسه به دې څوک لولي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب