دوشنبه, مې 20, 2024
Homeټولنیزد ختیځ نابغه سیدجمال الدین افغان لنډه پېژندنه

د ختیځ نابغه سیدجمال الدین افغان لنډه پېژندنه

لیکنه: سید اصغر هاشمي   

میندې راوړې ډېر زامن، ډېر اولادونه
یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي
(جو دانې قدر یو لعل پکې پیدا شي
نور همه واړه د تورو کاڼو غر شي)
د خلقت  له کار خانې نه کله کله
په جهان پیدا یو بل شانې بشر شي
چې رڼا یې په ملکونو کې خپرېږي
ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي
د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې
نابغه فرزند پیدا د سید صفدر شي
[[

(ګل پاچا الفت)

سید جمال الدین افغان د اوسنۍ زمانې د مسلمانانو پاروونکی، ویښوونکی او ژوندی کوونکی و. سید کارنده ټیپ درلود. فکرمند او عالم و. سیاسي ځیرکي یې درلوده. دیني او غیر دیني زده کړې یې هم درلودې. د نړۍ ډېړو سیمو ته یې مسافرتونه وکړل او د بېلا بېلو امتونو پر آدابو، دودونو او تاریخ پوه شو. سید هغه کس نه وه چې خپل عمر یې یوازې د کتابتونو په څېړلو تېر کړي وي. سیاسی ځیرکي او عملي خوځښت یې د شخصیت یو څرګند ټکی دی. سید دردمند و او د مسلمانانو د ټولنې درد یې ښه پېژندلی و. په ټوله مانا یو عزتمن او عزت غواړی انسان و. سید هېښنده، خورا ځیرک او زیار کښ و او اغېزې یې دومره پراخې وې چې په ظاهري سترګو نه لیدل کېږي. د ایران سید محمد طباطبایي ته یې(چې هغه مهال په نجف کې و) لیک ورولېږه او دا هماغه څوک و چې د ایران په مشروطه غورځنګ کې یو له دوو سترو عالمانو شو. مرحوم میرزای شیرازي د سیدجمال الدین افغاني په هڅونه په ایران کې د تنباکو د تحریم خوځښت پیل کړ چې انګلیس یې پر ګونډو کړ په اهل سنتو کې یې محمد عبده، رشید رضا او نور پیاوړي زده کړیالان ول. افغان سید جمال الدین د اسلام تر منځپانګې او دیني پوهاوي، د اسلام د وجود او تنې بیا ژواکۍ ته مخه وه. تر هر څه ډېر یې د مسلمینو عزت ته پام و. د مسلمینو د عزت تاریخ یې مخې ته پروت و، کړېده چې ولې دا تاریخ نه بیاځلي کېږي یا نه غځېږي او مسلمانان دغسې تشلاسي شوي دي او د دې چار علت یې دا باله چې مسلمینو خپل اسلامي اخلاق له لاسه ورکړي او د رښیتنولۍ، انسانیت، پاکۍ او ځیرکۍ پر ځای یې دروغ او نفاق خپل کړي دي.

زوکړه

نابغه سیدجمال الدین افغان د سید صفدر زوی، د نسب شجره یې سرور کاینات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته رسېږي. سید پر١٢٥٤هجري سپوږمیز کال د شعبان پر مياشت، چې له ١٨٣٩ زېږدېز کال سره برابره ده، د فغانستان، کونړ ولایت په یوه دين دوسته کورنۍ کي زېږېدلی دی. نابغه د اسلامي نوښت بنسټگر او يو فعال سياسي غړی و چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوی و.

د سيد جمال الدين افغان کورنۍ د کونړ په اسعداباد کې اوسېده، خو د امير دوست محمد خان په وخت کې د ځينو اړتياوو له مخې د هغه په امر د سيد پلار له کورنۍ سره کابل ته راغى او هلته مېشت شو.

سيد جمال الدين افغان پر ۱۸۸۵ زېږدیز کال د پان اسلامیزم غورځنگ په جوړولو بريالې شو. د نابغه نظرونه، اندونه او مبارزه دوه اړخونه (بعدونه) درلودل:(اسلاميت) او (افغانيت).

زده کړه

سيدجمال الدين افغان په اووه کلنۍ کې په خپل کور کې دودیزې پوهنې پيل کړې. سید ډېرځيرک او هوښيار و، د فکر پراخي يې ډېره لوړه وه، په لږ وخت کې يې د وخت دودېزې پوهنې زده کړې، ان چې استادانو يې هم له نبوغ او فکر څخه ګټه اخيسته. افغان سيد پر اتلس کلنۍ کې صرف، نحوه، معاني، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، کلام، منظق، ریاضي، هندسه او طب ختم کړل. ده له ډېر ځیرکتیا او قوي ذهن سره پراخه مطالعه یې هم کوله او پر هره برخه کې يې د خلکو د ويښتیا او هوساینې لپاره يو نوى نظر او پېغام ډگر ته وویست، چې دا د ده د نبوغ ښه بيلګه او د ذهن د پياوړتيا څرگنده نښه گڼل کیږي، چې د خپلې بيسارې پوهې پر برکت يې کور، کلي، هېواد او د نړۍ ډېر هېوادونه ويښ او د ژوند په رستينې مانا پوه کړل او د هغوى بيده وجود ته يې  ويښتابه روح پوه کړ.کابل تر تگ مخکې يې په کونړ کې د سيد فقير پاچا څخه دینې او عربي پوهنې زده کړې او پر کابل کې يې بيا د لويو پوهانو څخه لوست وکړ. د وخت په تیرېدو یې پر دې زده کړو قناعت ونه کړ او د پوهې مینې تر هنده ورساوه. د پوهې او زده کړې په لار کې يې د هیڅ ډول ستونزو او خنډونو پروا نه کوله. سيد افغان په هند کې يو کال او څو میاشتې تيرې کړې، پر تېره زده کړه يې نوې پوهه د نویو اصولو سره زياته کړه، یانې سيد مخکې په عربي، فارسي او ترکي علوم لوستلي و او په همدې ژبو ږغېدلی شو. په هند کې يې انگلېسي او اردو زده کړه. سيد چې پخوا يې فلسفه د عربي پوهنو سره يوځاى ويلې وه، دا وخت يې په هند کي د نوې فلسفې په کارولو سره چې له اروپا څخه يې څرک رسېدلى و، زده کړه. پر سيد جمال الدين کې د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښې نښانې څرگندې وې، ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شيرگړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ، بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم، رياضي، طب، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنگ يې پوځي زده کړه هم وکړه، په لږه موده کې ډېر عالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول. په زلميتوب کې يې هند ته سفر وکړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړې بشپړې کړې، بيا حجاز ته ولاړ، يو کال د عربو په ملکونو کې وگرځيد .کله چې سيدجمال الدين افغان په دغو سفرونو کې پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي، اجتماعي او اقتصادي حالت  ژوره مطالعه وکړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چې څرنگه خپل هېواد د ټولو اسلامي هیوادونو او نوره نړۍ د انگرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاص کړي، نو يې عملي هلې ځلې پیل کړې.

اثار

د نابغه سید افکار او اثار د نړۍ په مختلفو خپرونو کې موجود دي او پرلپسې کار او څېړنې ته اړتیا لري، خو هغه چې اوس یې تصور کېږي دا دی، چې افغان سید د سیاسي ستونزو، تبعیدي او مبارزو له امله ډېر لږ وخت وموند چې مستقل اثار ولیکي، خو بیا هم د یادو ستونزو سره سره بیا هم لاندینۍ لیکنې کړې دي:

۱.د (عروت الوثقی) په مهالنۍ کې لیکنې.۲.د ادنست رنان د خطابې په رد کې لیکنه.۳.د وخت واکمنو او روڼ اندو ته لیکونه.۴.د(ضیا الخافقین) په مهالنۍ کې لیکنې.۵.تتمت البیان فی تاریخ الافغان.۶.رد الدهرین.۷.د تعلیم او تربیې په باب خطابه.۸.چرااسلام ضعیف شد.۹.فواید الجریده.۱۰.د وخت اجنسیت فلسفه او د لغاتو د وخت حقیقت.۱۱.د فلسفې ګټې.۱۲.د حقیقت اشیا رساله.۱۳.د رلذایذ نفسه انسان.۱۴.له فرانسوي فیلسوف ارنست رنان سره دسیه. ۱۵.رساله نیچریه.۱۶.د انسان د سعادت او شقاوت اسباب او داسې نور….

سید د نیچریه (یا ماده پالو) پرضد، د ارنست رنان په ځوابیه او هم د ښوونې راښوونې په مقالو کې د لویدیځ علم او په خپل تعبیر یې فلسفې ته ځانګړې پاملرنه درلوده. سید څرګندوي، فلسفه داسې څېز دی چې موږ ختیزوال ترې بې برخې یو، له فلسفې د سید تعبیر د علت موندنې او د علمي روح درلودو پر مانا ده او دا هغه څه دي، چې سید د خپلې زمانې د مسلمانانو ټولنه ترې بې برخې ګڼله او ګروهن و، چې بیا ځلې یې ژوندۍ کړي. یوه بېلګه راوړي: یو عالم ګرده شپه تر ګهیځه تر ډیوې لاندې مطالعه کوي؛ خو یو ځل هم له ځانه نه پوښتي، چې ولې که د دې ډیوې ځګ واخلم؛ نو لوګي به وکړي او که دا ځګونه وي؛ نولمبه به یې نرمه او همواره سوځي او لوګی به نه کوي. د ډیوې تر رڼا لاندې په لس ګونو کتابونه لولي؛ خو یو ځل یې هم دې مرستندویه ډیوې ته نه ورپامېږي؛ چې څنګه جوړه شوې ده. سید دا په فلسفه پېژندنې کې شمېري او مسلمین فلسفه پېژندنې ته راهڅوي او ورته نه پاملرنه د مسلمانانو یوه نیمګړنه بولي، چې ما د علمي روح په درلودو تعبیر کړه. د ارنست رنان په ځوابي مقاله کې ځانګړي ټکي شته.

ارواښاد سیدجمال الدین افغان په عروة الوثقی مجله کې په زړه پورې ټکي ته اشاره کړې، وايې چې توکل، قضا و قدر او په څېر مسایل یې ټول په عمل او اقدام پورې اړوند دي (نه بې عملۍ پورې). په لار کې یاست او عمل والا هم اوسئ، بیا نو توکل والا او قضا و قدر والا هم اوسئ؛ نو څه مبارکې پایلې به ووینئ. کافي ده چې هغه لومړنی سوچ بیاځلې سم کړئ، بیا به دیني مفاهیمو ته التزام هیڅ ستونزه درته را د بره نه کړي؛ بلکې ټول به مو د بریا لامل شي. مهم هغه ړومی سوچ او سودا ده، چې پر عمل کول وي یا پر ناسته. بې عملي انسان په جګړه کې قضا و قدر والا کېدای شي؛ یعنې توره وهي او ووايي خدای مې بریا مقدره کړې ده. په ناسته او تقاعد کې هم قضا و قدر والا کېدای شي او ووايي خدای مې کېناستل مقدر کړي دي. نو ځکه مسلمانان ظاهراً تر کوم وخته چې عمل یې خپل کړی و، دې ګردو مفاهیمو ته یې په عمل کې ښه مانا ورکوله او د ابادۍ، عظمت، دبدبې او عزت لامل یې و؛ خو له کله یې چې بې عملي خپله کړه، نو په دې باب دې ګردو مفاهیمو، شومې، زهرجنې او سپېرې مېوې ونېوې. سید د سکندر، چنګېز او ناپیلیون بېلکې راوړي، چې ټولو پر قضا و قدر ټینګه ګروهه درلوده او په وینا یې «ددې ګروهې» اربابان ول او دغسې سوبمن او بریمن هم ول.

سفرونه
مخکې له دې چې سید سفرونو وکړي، په دې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا و، سيد جمال الدين د نوموړي پاچا د نږدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه و. د امير محمد اعظم خان د پاچاهۍ دوره ډېره لنډه وه او بيرته امير شيرعلي خان د دویم ځل لپاره پاچا شو. امير شير علي خان له خپل ورور محمد اعظم خان سره د نږدې تعلقاتو، يا د انگرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلې واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرېښودو ته اړ کړ، سيد له هیواد څخه تر وتلو مخکې خپل ټول پلانونه او مترقي پروگرامونه د وخت امير ته وسپارل او له هېواد څخه ووت. لومړی هند ته ولاړ، خو انگرېزيانو د هغه ځايه څخه وويست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ، په ترکيه کې د هغه هیواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهنې او معارف د وزارت مجلس غړی وټاکل شو. سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله  الازهر کې د استاد په توگه دنده تر سره کړه. پر ١٨٧٩ ميلادي کال کې له هغه ځايه وتلو ته مجبور او هند ته ولاړ، ډېر ژر انگرېزانو مجبوره کړ چې له هند څخه هم ووزي، له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د(ضياالخافقين) په نامه اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ، اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ، له هغه ځايه ترکيې ته ولاړ. سيد دا مهال د پوهې او اخلاقو نوې لار پرانيستله، دى په هند کې پر يوه ځای پاتې نه شو، بلکې غوښته يې چې د هند هرې سمې ته ولاړ شي، د خلکو سره وگوري او د هغوى د ژوند په اړه خبرې ورسره وکړي، په دې توگه په ټول هند کې وگرځېد او په هر ځاى کې يې له خلکو سره په ټولنو او غونډو کې وليدل او د خپل سفر پر مهال يې د هغو ځايو اصول او احوال ځانته ښه روښانه کړل. سيد ته پر يوه ځاى پاته کېدل د خفگان خبره وه، ځکه يې د نړۍ ډېرو برخو او هېوادونو ته په مناسب وخت کي سفرونه وکړل او د هرې سیمې او هېواد خلک يې د ژوند د رښتینې مانا د پوهېدو لپاره راپورته کړل. سيد افغان له هنده مکې شريفي ته ولاړ، حج يې وکړ او د عربو خوى، کړه وړه او دودونه يې وليدل، ترحج وروسته بيرته افغانستان ته راغى چې دا مهال لوى پوه او نابغه ځنې جوړ شوی و. کله چي بيرته هیواد ته راستون شو، نو د وخت حکومت د ده د ځیرکتیا او پوهې له امله ورته د حکومت په حاکمه درجه کي اوچت او لوړ ځاى ورکړ. سيد افغان دا مهال اووه ويشت کلن و او د وزارت تر چوکی ورسېد، د محمد اعظم په زړه کې يې خورا ځاى نيولى و او تل به يې مشوره ورسره کوله، سيد افغان ده ته په هره برخه کي د نوې فلسفې له مخي پوهه ورکړې وه، ده هم د واک پر مهال د ده لارښووني منلې. کله چي امير شير علي خان، محمد اعظم خان ته ماته ورکړه، نو سيد افغان ته يې بلنه ورکړه، خو هغه ونه منله، د محمد اعظم په ماته يې اراده له لاسه ورکړه او د امير شير علي خان سره يي هم مرسته ونه کړه. دا مهال سيد د خپل ځان له پاره وضعه سمه ونه گڼله، ځکه يې بهر ته د تگ هوډ وکړ. د دې لپاره چې خپل هېواد او خلکو ته يې خدمت کړى وي نو امير شير علي خان ته ورغی او د رخصتېدو پر مهال يې هغه د هېواد د پرمختگ په نيت ځيني مواد وړاندې کړل، لکه په کابل کي د يوې جريدې خپرول، د افغانستان د سياسي خپلواکي اخیستلو اعلان، د کابينې جوړونه، د عسکرو منظمول، د ملي ژبې پښتو پالل او بډايوالي، د ښوونځيو جوړول، سړکونه جوړول، د پستې او مخابرې وسايل برابرول او داسې نور…

سید د پان اسلامیزم سرلاری

پان اسلامیزم د یوناني ژبې د دوو کلمو څخه اخیستل شوی چې، پان(pan) د یوناني ژبې مختاړی دی، معنا یې (ټولو، د ټولو غړو، ټول کسان او اعضا) دي او اسلامیزم(Islamism) څخه هدف اسلام او مسلمانان دي.

پان اسلامیزم د مسلمانانو لپاره د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوندښه کولو یوه ښه وسیله وه او د مسلمانانو د ښه ژوند کولو لپاره زمینه سازي کوله.

پان اسلامیزم په نولسمه پیړۍ کې د پان خوځښتونو شاهد و، پان جرمنیزم د جرمنیانو له خوا منځ ته راغی.

اکثره پانونه (پان جرمنیزم، پان سلواکیزم اوداسې نور) استعماري شکل لري خو پان اسلامیزم د استعمار په ضد مبارزه کوله او کله هم د نوور پانونو په شان تګ لاره یې نه درلوده.

پان اسلامیزم لارویان په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو اتفاق غواړي او د نړۍ مسلمانان اتفاق او اتحاد ته هڅوي.

د پان اسلامیزم اصطلاح د لومړي ځل لپاره په انګریزي ادبیاتو کې وکاریدله خو د وخت او زمان په تیریدلو سره په عملي ډول د سیدجمال الدین افغان په واسطه پیل شوه یعنې په  عملي ډول د دې لوی اسلامي تحریک نوی بنسټ ایښودونکی سید دی. له سیده وروسته د ترکي عبدالحمید ثاني په دې هکله کار پیل کړ. د دې تحریک اساسي هدف اسلامي نړۍ له نورو د استعماره خلاصول وه.

له سیدجمال الدین افغان وروسته ځینې نورو پوهانو هم دا فکر درلود او اکثره عالمانو ویناوو کې په ارادي او یا غیر ارادي ډول د پان اسلامیزم مفکوره لیدلای شو چې ښه مثال یې علامه اقبال او ځینې نور پوهان دي.

د پان اسلامېزم نړیوال غورځنګ له موخو یوه برخه یې  اتفاق دی. سیدجمال الدین غوښته چې د نړۍ ټول مسلمانان په اتفاق وي، ټول مذهبونه اختلاف ونه لري او د یو الله تعالی عبادت وکړي او ټول سره ورونو په شان  ژوند وکړي چې د سید دغه ارمان نه په خپل وخت کې پوره شو او نه نن د نړۍ مسلمانان په یو اتفاق دي.

د سیدنابغه نه وروسته د پان اسلامیزم د غورځنګ اهداف د نورو پوهانو په ویناوو کې هم تر سترګو کېږي چې ګل پاچا الفت او علامه اقبال یې ښې بېلګې دي. اقبال وايي:

منفعت ایک هی اس قوم کی نقصان بهی ایک

ایک هی سب کا نبی دین بهی ایمان بهی ایک

حرم پاک بهی الله بهی قران بهی ایک

کچـهـ بری بات تهی هوتی جو مسلمان بهی ایک

په پورته شعر کې اقبال د مسلما نانو ګټه تاوان یو بولي او وايي، کعبه، نبي اخرالزمان، الله تعالی او قرآن ټول یو دی خو موږ ولې نه؟؟ د علامه له شعره پرته د نورو پوهانو په شعرونو کې هم دغه برخه شته. پان اسلامیزم له موخو یو اساسي هدف یې نړیوال یووالی دی.کله چې سید پر ۱۸۵۷ زېږدېز کال د حج د فریضې ادا کولو په پار مکې مکرمې ته لاړ او هلته یې د حج په مراسمو کې د نړۍ د مسلمانانو عملي وحدت ولید، نو د پان اسلامېزم مفکوره ورسره پيدا شوه. سید د همدې ارمان په پار لیکل وکړ، ویناوې یې وکړې، خلک یې را ټول کړل، د وخت د چارواکیو دربارونو ته ورغی او خپل غږ یې تر هر چا او هر ځایه ورسوه. که د سید خوځښت پراخېږي او ډېرېږي، ډېر اندېز رګونه او لیکې پکې موندل کېږي. ارواښاد علامه اقبال لاهوري هغه څوک دی، چې چورلټ یې د سید خوځښت څېړلی او ترې اغېزمن شوی دی؛ خو علامه اقبال پخپله یو سرباندې فوق العاده فکري شخصیت دی او د «دیني اند د بیا ژواکی» کتاب، په عین حال کې چې د سید د خوځښت له پایلو یو کتاب دی؛ خو خپله په دې ډګر کې یو دروند او خپلواک اثر دی. اقبال څومره چې یو اندیال او اندیز سمونپال و، یو سیاسي سمونپالی هم و او د هند د ښکیلاک پر ضد او سیاسي خوځښتونو کې یې نېغ په نېغه برخه درلوده او واقعاً په اوسني پېر کې یوه اسلامي بیلګییزه وګړه ده او په غوڅه توګه یې له هغو کسانو وګڼو چې د سید له خوځښته اغېزمن شوی دی. ارواښاد ډاکتر علي شریعتي چې له علامه اقبال اغېزمن دی، نو دا هم باید د سید یو له حسناتو وبولو. همدا راز خپله شریعتي هم د سید قدر شناس و او تر خپلې وسې یې د سید خوځښت وڅېړه او ښه ټکي یې ترې راوړاندې کړل.

هو، په اوسني وخت کې اسلامي خوځښت د سید له وخت راهیسې ډېر، پرمختللی دی، په اسلامي ټولنو کې اسلامي روڼ اندي یو تثبیت شوی مفهوم دی، چې لومړی د مسلمینو د ځوړتیا اندېښنې ورسره ده او دویم د سیاسي سمونې او د دیني اندنې د سمونې سوچ ورسره دی، او درېیم د مذهبي ښوونو له کړۍ بهر یعنې له مذهبي مدارسو او حوزو د باندې پر کار لګیا شوي او د مدرسې او حوزې اندود یې تر اغېز لاندې راوستی دی. دا د سید د سمونپالي خوځښت اغېز دی، چې دیني مراکز، مذهبي مدرسې او دارالعلومونه مو نویو پوښتنو ته په ځوابونو چمتو کولو لګیا شوي دي، که نه مخکې خو هډو په دې هکله چا سره نه ګراوه؛ نو ځکه دا ګرد سره ننګېرنې لامل شوي چې اسلامي سمونپالي خوځښت ته هیلمن اوسو موږ باید د عربي نړۍ د اندیالانو اثار په خپلو ژبو واړو او د ارواښاد سید قطب، محمد قطب، محمد غزالي، راشد الغنوشي، صالح الورداني، احمد یعقوب حسین، ادریس حسینی مراکشی په څېر اندیالانو کتابونه ولولو، چې دوی ټول د سید جمال الدین افغان د لارې لارویان دي او د راتلونکي په اړه مو هیلمنوي، چې ګانده راتلونکی د اسلام دی.

سید ټول مسلمانان د يوه لاس گوتې گڼلې او د دغه ښکېلاکي واکمنۍ د ختمولو لپاره يې دوى يووالي او ورورلۍ ته رابلل چې ځانونه خپلواک او هېوادونه يې له ښکېلاکه وژغورل شي او پردي ونه توانیږي چې د دوى پر مادي او معنوي شتمنيو خېټه واچوي، ستر سيد د ښکېلاک د ناوړې پاليسۍ ورکولو لپاره په هر هېواد کې خپلې سوې نارې په ډېر حرکت او زړورتيا سره ووهلې او دا يې لويه هيله وه چې د ښکېلاک(استعمار) تور ټغر له دغو هېوادونو څخه ټول کړل شي، ده غوښتل چي دا هېوادونه د مفکورې او عمل له لارې ويښ کړي، د پردي دښمن پر وړاندې کلک ودرېږي او استعماري نقشې يې ورانې کړط او په پاى کي وکولاى شي چې د استعمار کور زنځير د تل لپاره له خپلې غاړې وباسي. همدارنگه سيد افغان تبعيض او تفرقه نه منله، ټول انسانان ورته یو شان ښکاریدل، تور، سپين او ژيړ يې يو وجود گڼل. دده دا لوړه مفکوره هر ځاى په هر هېواد کې جوته شوې ده. هند ته چي ولاړ، د هند مسلمانانو او نورو توکمونو ته يې د مبارزې مفکوره ورکړه او ځان يې د دوى يو غړى گاڼه، خو چې هند ځان د اروپا له ښکېلاکه خپواک کړ. مصر او ايران ته ولاړ، هلته د هغوى په درد دردمن و او د ښکېلاک د ورکیدو لارې يې ورښودلې، ترکيې ته چې ولاړ، هلته د ترکانو ورونو په غم کې ځان کډ باله، دى چې هر ځاى ته تللی، هلته به يې د هغه ځای له پوهانو او مخورو سره کتل او هغوى به يې خپلواک اوسر لوړي ژوند ته هڅول چې خپل ولس د ښکېلاک ختمولو لپاره پوه او ويښ کړي. د سيد افغان مفکوره لوړه وه، ځکه هغه انسان د انسان په نوم پېژنده چې بايد د نړۍ پر مخ خپواک ژوند وکړي، د نړۍ مخ سيد ته د يوه کور حيثيت درلود او نړيوال يې د يوې کورنۍ غړي بلل. په پوره باور سره ويلاى شو چې دى له يوې بيوزلې کورنۍ څخه پورته شو او په خپله پوهه يې کور، کلى، هېواد، ختيځ او لويديځ روښانه کړ، د ده شخصيت ډېر اوچت و،

مړينه

سيد جمال الدين افغان پر ۹ د مارچ ، ۱۸۹۷ زېږېز کال په استنبول کې له دې نړۍ  سترگې پټې کړې او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. پر۱۹۴۴ زېږیز کال په وروستيو کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږل شو او اوس د کابل پوهنتون په انگړ کې خاورو ته سپارل شوی، چې هديره يې بيا په گومبدې وپوښل شوه.

نابغه سید زموږ سره نشته او په ظاهر کې اکثره خلک ورته مړ وايي خو زما په پوهه دی اوس هم ژوندی دی. استاد الفت د نابغه په هکله ډېره ښه ستاینه لري، وايي:

سرګردان وي په جهان هغه مړونه

چې د ټول عالم غمونه یې په سر شي

سر یې مه بوله بل نوم ورلره بویه

چې پیدا پکې لوی فکر لکه غر شي

نه دی مړ لوی پهلوان د دې جهان دی

هغه څوک چې ځمکې تل نه را بهر شي

ماخذونه

ـ د ویښتابه آذان علامه افغان: مقالو ټولګه،(ټولوونکی) محمد حسن میاخیل.

ـ پوهنیار سیداصغر هاشمي: د ګل پاچا الفت د شعرونو منتخبات.

ـ پوهنیار سیداصغر هاشمي: د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د پان اسلامېزم څرکونه.

ـ پوهنیار سیداصغر هاشمي: سیدجمال الدین افغان علامه دی او که نابغه؟

ـ پوهنیار سیداصغر هاشمي: د سیدجمال الدین په هکله ناسم پوهاوی.

ـ www.taand.com/main

ـ www.google.com

لیکنه: د سید جمال الدین افغان پوهنتون، پښتو څانګه

1 COMMENT

  1. “د نابغه نظرونه، اندونه او مبارزه دوه اړخونه (بعدونه) درلودل:(اسلاميت) او (افغانيت) ”

    Can someone please help me with the following :

    1. I need to find a quotation, a word, a sentence, an expression of feeling for Afghans or simple love for Afghanistan that he ever stated or expressed.

    2. How he was able to live long term in Turkey, England and Moscow – the 3 competing superpower of the time – and have had a good relation with each at the time?

    I read a lot about him, but never got an answer for the 2 mentioned above. Appreciate the help in advance.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب