جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزد وسپنیزو کانکریټي ودانیو مراقبت، ترمیم او تقویه کول

د وسپنیزو کانکریټي ودانیو مراقبت، ترمیم او تقویه کول

لیکنه: رحیم الله حبیب زی

دا حقیقت باید ومنو چې اکثره هیوادونو کې د وسپنیزو کانکریټي ودانیو لپاره سیول انجنیران او نورو اړوندو اورګانونهو دا حس کړي نه ده چې دا ډول ودانی دوامدارې یا په دورانی شکل مراقبت (ساتنې) ته اړتیا لري. په نتیجه کې د دوامداره ودانیو لپاره ضروري فکتورونو ته ډیری وخت خاص ارزښت د جوړولو او ساتنې وخت کې نه ورکول کیږي. اما په نړیواله سطحه اوسنیو شرایطو کې یاده شوي موضوع د سیول انجنیرانو توجه را جذب کړي. ځکه نو د وسپنیز کانکریټي ودانیو بیا رغونه، تقویه کول او د طبیعي پیښو پر وړاندې یې محکمیت زیاتولو لپاره انجنیران لاس په کار شوي.

د سیول اړوند ودانیو ساتنې او رغونې لپاره مواد کلیدي رول لوبوي. ډیر کیمیاوي ساختماني مواد معاصر وخت کې شتون لري چه ذکر شوو ودانی له مضره  فکتورونو نه په امان کې وساتي او تقویه یې کړي. د پولې میر (مصنوعي عضوې موادو ساینس) په دې عرصه کې خاص پرمختګ کړی.

دا مهمه ده ترڅو د شرایطو سره سم د کانکریټي ودانیو څخه په منظم ډول او دوام دار ډول سروې وشي چې د تخریب نمونې او شکلونه ولیدل شي. خاصتا هغه ودانی چې په سختو محیطي  شرایطو کې ترې ګټه اخیستل کیږي وخت په وخت باید ترې نظارت وشي.

د ودانیو په بیا رغولو (باسازي) کې ساختماني مواد کلیدي رول لوبوي. په درست ډول مشخصات، مناسب کیمیاوي مواد باید وټاکل شي.

تفصیلي پلټنه مهمه ده ترڅو د ودانیو د تخریب بنیادي علتونه پیدا شي او ددې کار لپاره باید ماهر او تجربه لرونکي اشخاص وګمارل شي البته غیر تخریبي یا  

Non Destructive ټیسټونه باید په نظر کې ونیول شي ترڅو د ساختماني ارزیابي نتیجې ته لاسرسی پیدا کړو.

په عمومي ډول کانکریټي ودانی د لاندې علتونو یا فکتورونو په وجه له تخریب سره مواجه کیږي.

د فولادی سیخانو زنګ وهنه

د کانکریټو خراب کیفیت او د ساختماني چارو په جریان کې د کارګرانو بې کیفیته کار

د کانکریټو محکمیت

محیطی شرایط

نیمګړی ساختماني ډیزاین

خراب نظارت

د ساختمانی موادو ټاکل او نور

له ترمیم کیدونکي ودانیو سره د ترمیم موادو مطابقت اړین شمیرل کیږي ترڅو ښه او باکیفیته ترمیم یا بیا رغونه صورت ونیسي.

سمینټ، اضافه کیدونکي مواد، مصنوعي عضوي مواد، سریښ او نور د بیارغونې په پار ځیني محدودیتونه لري.

د بیارغونې (ترمیم) او تقویه کولو میتود:

د ودانیو ترمیم یا د اجزاوو (ممکن خپله ودانی هم )عوض کول هغه څه دي چې د ودانیو د خدمت په موده، تخنیکي او اقتصادي ارزونې پورې اړه لري. انتخاب شوی میتود باید لاندې ځانګړنې ولري.

ودانیزه بشپړتیا (تمامیت) ولري اود اطمینان وړ وي.

له مضرو موادو نه مخنیوی وکړي چې د ودانیزو اجزاوو داخلي سترکچر ته داخل نه شي.

د وسپنیز کانکریټ سلامتیا او فزیکي ښکلا وساتي.

نظر د ساختمانونو حالت ته لاندې میتودونه په ترمیم برخه کې کارول کیږي.

تزریق او د درز رغول

د ټوټې په شکل جوړل ( معمولا هغه برخه چې تخریب شوی وی  لرې کول)

اوسپنیز کانکریټ تضعیف شوي برخه عوض کول

د کانکریټو هغه برخه یا ټوټه  عوض کول چه جدا شوی وی

د فولادي سیخانو نه چاپیره کاربونات شوي کانکریټو عوض کول

وسپنیز بیا تقویه کول

کانکریټي پوښ

ساختماني پوښ ورکول یا جاکتینګ

د پولي میر یا مصنوعي عضوي موادو په مرسته ترمیم

د کاربن فایبر ورقو په مرسته ترمیم

هغه کارکردګی چې د بیا رغونې یا ترمیم سیستم لپاره اړین شمیرل کیږي .

د محکمیت ( کلکوالی) دوام او کاري وړتیا

د فولادي سیخانو ساتنه

د ترمیم کیدونکي سطحې سره چسپش

د ابعادو ثبات

د محیطي تخریباتو په مقابل کې مقاومت

په اسانی سره ترې کار اخیستل او ښکاره کیدل

د بیا رغوني او تقویه کولو طریقو ټاکل کیدو نه د مخه لاندې مهم فکتورنه باید په نظر کې ونیول شي.

د تخریب ډول او اندازه

د تخریب ساحه

محیطي شرایط

د مهارتونو شتون

د وخت شتون او بیارغوني کارونو ته لاس رسی

ظاهري لید

قیمت  او داسې نور……


لیکوال، ښاغلی حبیبزی د جاپان د کوماموتو پوهنتون د پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ د پوهنځي د چاپېریال او بنسټ په څانګه کې د تعمیراتو او کلکو موادو په لابراتوار کې دوکتورا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب