سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدرید دوحې ناسته‌، افغانانو ته مثبته او هېله بښوونکی ده! | سید...

د دوحې ناسته‌، افغانانو ته مثبته او هېله بښوونکی ده! | سید عبدالله پاچا

په دوحه کې یو ځل بیا هڅه وشوه، چې د امریکایی او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د افغان سولې لپاره د خبرو دوهمه لړۍ پیل شوي دا لړۍ د دوې ورځې په دې موخه ځنډول شوې وه چې د تېرې اوونۍ د دوو ورځو د خبرو جزئیات له خپلو لوریو سره شریک شي.

په دوحه کې د زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکایی پلاوي او طالب ډلې ترمنځ د افغان سولې لپاره د خبرو پنځمه لړۍ تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیل شوه، ډېر دې ته هیله مند شوي، چې ښایې دا خبرې پایلې ولري، که څه هم د افغان سولې لپاره څلور ځله خبرو او غونډو کومه مثبته پایله نه ده لرلې، خو اوس حالات بدل شوي دي، طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې باید د خپل امارت د بقا لپاره جګړه بس کړي او دا شونې نه ده، چې یوځل بیایې امارت پر افغانستان واکمن شي، په دې اړه داسې خبرونه خپاره شوي، چې طالبان نو دې ته په تمه نه دي، چې ګنې دوې به یو ځل بیا پر افغانانو واک وچلولی شي، بلکې د دوی واک نه ولس غواړي، نه سیمه او نه هم نړیواله ټولنه، یعنې هېڅ ملاتړ هم نه لري او آن د طالب غورځنګ پاخه غړي هم ترې بېزاره دي، دې ته په کتو سره اوس طالبان په ښکاره څه نه شي ویلی، خو هڅې یې دا دي، چې په نظام کې ونډه ورکړل شي که سم دستي اوس نه وي، نو ښکاره ده، چې له ټاکنو وروسته به د طالب ډلې مخکښو غړیو ته په نظام کې ونډه او څوکۍ ورکړل شي، افغان حکومت دې ته لا له وړاندې چمتو دی او ملت یې همه پلوي کوي، ځکه له تپل شوې پردۍ جګړې ټول په تنګ شوي او د دې جګړې ګټه یوازې او یوازې تاریخي او قسم خوړلي دښمن ته رسېږي، نو د قطر په خبرو کې ښایی یوه پایله په ګوته شي په همداسې حال کې ویل کيږي، چې ګنې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتو مهالوېش بیان کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې د ترهګرۍ ملاتړ پرېږدي او افغانستان به د ترهګړۍ پر ځالې نه بدلېږي خو دا د رسنیو تبلیغات دي، حقیقت دا دی، چې اوس د سولې لپاره لاره پرانیستل شوې او طالب او د طالب تر شا ولاړ د افغانستان تاریخي دښمنان په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی، بلکې په دې هڅو خپل ځان نور هم انزوا ته بیایي امریکا که څه هم د ترهګرۍ ضد جګړه  کې اوږده موده بوخته ده، خو په داسې ساده ګۍ او اسانۍ سره د طالب ډلې بریا نه مني او نه هم دې ته مشروعیت ورکولې شي، اوسنۍ هڅې هم د دې لپاره دي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ورونه پرانیستل شي او دا امکانات برابر شي، چې د طالب غوښتنې په خپله د طالب له خولې د افغان حکومت حضور ته وړاندې کړای شي که په همداسې حال کې پر کورنیو ځواکونو کوم یرغل یا برید کېږي، دا برید هم د طالب ډلې نه، بلکې د پاکستان په لمسون د پاکستان د ملیشو له خوا کېږي، چې داسې ښکاره کړي، چې ګنې د قطر په خبرو کې دې طالب ډلې ته امیتازونه و منل شي، چې ګنې دا ډله لا هم په زور کې ده،  خو داسې نه ده، بلکې د پاکستان حمایت او د پاکستان پالیسي چې ټولو ته ښکاره ده، دا ده چې پاکستان په افغانستان کې په مخامخ جګړه کې ښکېل دی او د دې جګړې د دوام لپاره هر وخت په ټول وس هڅې کوي، په هملند کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو برید هم د پاکستان پلان دی او باید د دغه غچ ترې واخیستل شي افغان ولس د سولې لپاره د ټولو هڅو ننګه او ملاتړ کوي، خو غوښتنه یې همه دا ده، چې تلپاتې سوله غواړي او د دې لپاره د بین الافغاني خبرو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب