Homeروغتیاد نعنا د چای درملیزې ګټې

د نعنا د چای درملیزې ګټې

د نعنا چای په ښه خوند او بوی سربېره، د روغتیا لپاره ډېرې ګټې هم لري، چې د سر له وېښتانو نیولې د پښو تر ګوتو پورې مو د وجود هر غړي ته د پام وړ ګټه رسوي. دغه خوندور چای پر روغتیا او ښایست سربېره، د سټرېس له کموالي سره هم مرسته کوي. دغه چای چې د نعنا له پاڼو جوړېږي، د نور معمولي چای برعکس کافیین هم نه لري، نو هغه کسان چې د بې خوبۍ ستونزه لري، کولی شي په ډاډه زړه یې له خوبه مخکې هم وڅښي. دا چې ډېر ښه خوند او بوی لري، نو نن سبا یې د نړۍ د تر ټولو ښه چای ځای هم خپل کړی دی. دغه چای وزن کموي، بې خوبي له منځه وړي، تمرکز مو پیاوړی کوي، تنفسي ناروغۍ له منځه وړي، تبه پرې کوي، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي او د معدې دردونه او میکروب له منځه وړي. څه ډول چې دغه چای ګټې لري، نو ځینې جانبي عوارض هم لري. کېدای شي ځینې کسان یې له څښلو سره حساسیت ولري.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...