یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېدریافغانستان او د سیمې هیوادونو خپل ستراتیژیک موقعیت له بحرانونو سره مخ...

افغانستان او د سیمې هیوادونو خپل ستراتیژیک موقعیت له بحرانونو سره مخ کړی

آرین پکتیار   

د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جرمني یرغلګرو موخه د فرانسې د ډبرو سکرو او د بلجیم د وسپنې کانونو قبضه کول وو. د فرانسویانو موخه د روهر په سیمه برید او د جرمني د صنعتي ځواک کمزوري کول وو. د موضوع اصل ته په کتو په افغانستان کې د امریکا موخې څیړو چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته يې تر اوسه په سیمه کې بحرانونه زیږولي دي.

لومړۍ موخه

د مکندر د نظریې پر بنیاد ”د شرقي اروپا نه تر همالیا څوکو پورې سیمه باندې حاکمیت د زبرځواکی بنیاد دی” چې ګرمو اوبو (منځینۍ ختیځ) ته د روس او چین مخه ډب شي، او تر اوسه دغې موخې ته په رسیدو کې بریالی ده او دغې موخې ته یې په افغانستان کې د مجاهدینو ورپسې د طالبانو او ترهګرو ډلو پدیده وپنځوله.

دوهمه موخه

د مکندر نظریې پر بنیاد په نښه شويو سیمو کې د نیو ریالیزم تیوري په بنسټ د خپلې خوښې (لیبرال دیموکراسي/ضعیف او محتاج دولتونو) ایجاد وو، چې دغه موخې ته هم له یوې استثنا(سوریه) پرته په بریالیتوب سره ورسیده.

دریمه موخه

لکه څرنګه چې په اقتصاد کې پیسې مهمې دي، د قدرت لپاره اقتصاد مهم دی او د نړۍ راتلونکی ۱۰۰۰ کلن اقتصاد د مرکزي آسیا په زیرمو کې نغښتی دی.

نو امریکا د سرداري او سلطې لیوالتیا په درشل کې اړ ده چې د منځنۍ آسیا زیرمو ته د ځان رسولو په خاطر لومړۍ د منځنۍ آسیا امنیت او ثبات وځپي، وروسته د نړیوالې ټولنې په نامه هلته حضور پیدا کړي او د نیو ریالیزم نظریې په اساس نوي لیبرال دیموکرات کمزوري او امریکا ته اړمن دولتونه وپنځوي.

دغو موخو ته د رسیدا لپاره امریکا په سیمه کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د سړې جګړې پاراډایم رامینځته کړ، د سړې جګړې په وخت کې دوی ترهګر وروزل او ورپسې يې د ترګرۍ په ضد د جګړې پاراډایم رامینځته کړ.

وروستی خبره دا ده چې امریکا د موخو په ټاکلو او موخو ته په رسیدو کې ملامته نه ده ځکه همدايې په نړۍ کې د زبرځواک پاتې کیدو او بقا تضمین دی.

ماکیاولي په دې باور درلود چې د قدرت د زیاتوالي لپاره انسان اجازه لري چې له هرې وسیلې ګټه پورته کړي، دولتونه همداسې.

نو امریکا خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هر ډول یرغل، لوبه او تړونونه کولای هم شي او لغوه کولای هم. یو شخص، ډله یا کمیت واک ته رسولای او راغورځولای هم شي او دا يې مجبوري ده که دا کار ونکړي په خپله تباه کیدای هم شي.

خو نړیوال دې دا په یاد ساتي چې که دوی وغواړي که ونه غواړي نړۍ د دوو او یا هم درې قطبي کیدو په لور مزل کوي نو د دې موضوعاتو په رڼا کې د دریمې نړۍ هیوادو دولتونو او ملتونو ته پکار ده چې له بحرانونو څخه د خلاصون لپاره لاس په کار شي تر څو د نړۍ دوه یا درې قطبي ویش بهیر ګړندی کړي، چې د بحرانونو مخه ډب شي او د خپلو هیوادنو د ستراتیژیک موقعیت نه په ښه توګه ګټه پورته کړي او د هوسا ژوند او پرمختللي اقتصاد خاوندان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب