پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمقالېاقتصادافغانستان کې په ګمارنه د بهرنۍ پانګونې اغېزې| درمان

افغانستان کې په ګمارنه د بهرنۍ پانګونې اغېزې| درمان

د پوهنتون استاد عبادالله درمان 

د حکومتونو د اهدافو څخه یو هدف استخدام دی نو که چیری حکومتونه غواړی وګړو ته د کار زمنیه برابره کړي، اړینه ده چې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په هیواد کې را جذب کړي. حکومت په یوازي ځان نشي کولی چې خلکو ته د حکومت په چوکاټ کې د کار زمینه برابره کړي، وګړي ډېر دي او د حکومت تشکیل کم دی. دلته حکومت مجبوره دی چې کورني او بهرني پانګوال را جذب کړي او هغوی ته د هیواد په دننه کې د پانګونې زمنیه برابره کړي.

که نورو هیوادونه ته نظر واچوو هلته وګړي یوازي له حکومت سره په کار نه وي بوخت بلکې، خصوصي سکتور په کار ورسره بوخت وي. زموږ افغانان چې بهر ته سفر کوي یوازينۍ موخه یې د ډېرو پیسو ګټل وي، ډېرې پیسې پیدا کول د بیکارۍ په وسیله نه کیږي بلکې ډیر کار باید وکړي. تر څو ډیرې پیسې پیدا کړي. متاسفانه په افغانستان کې د کار زمینه د خلکو تر غوښتنو کمه ده. نو مجبوره دي چې بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي. څو هلته په دنده وګمارل شي او په پایله کې وکولایشي ځان بسیا او د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د افغانستان په تاریخ کې د احمدشاه بابا له مهاله را په دیخوا حکومت په هغه اندازه خلکو ته د کار ز��ینه نه ده برابره کړي په کومه کچه چې خلک اړتیا ورته لري، بلکه د خپل وس په اندازه توانیدلي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. د طالبانو د واکمني په مهال افغانستان کې استوګن وګړي په ټیټه کچه ول او ډیری وګړي د افغانستان په ګاونډیو هیوادنو کې مسافر او یا هم کډوال وو او د پاتي وګړو زیاته پاملرنه کرنې، ځمک پالنې او سوداګرۍ ته ور اوښتې وه،  نو په حکومت کې ډیر کم خلک په دندو بوخت ول، ځکه چې په هغه وخت کې معاشونه ډیر کم وه ځکه افغانستان سره د نړۍ راکړه ور کړه نه وه افغانستان د نړی له پامه غورځیدلی وه او یو وروسته پاتی هیواد وه نو یو هیواد هم ور سره د بودیجی د تمویل لپاره مرسته نه کوله. کله چې ولسمشر حامد کرزی واکمنۍ ته ورسیده نو په دغه وخت کې د نړی پام افغانستان ته شو خصوصاْ د امریکا متحده ایالتونو او دا هیواد د هغه هیوادونو په ډله کې دی چې په نړۍ کې له ډیرو هیوادونو سره مرسته کوي، ځکه هغه ارګانونه چې د وروسته پاتی هیوادو سره مرسته کوي د هغه مرکزي دفتر په امریکا کې دی چې په همدې لړ کې امریکا افغانستان سره د خپلو مرستو لړۍ شروع کړه. افغانستان ته د ۴۵ په خوا شا کې هیوادونه راغلل چې د هماغو هیوادونو په واسطه په افغانستان کې د ساختماني، سرک جوړنې، زراعت، معادن او ابو په برخو کې پانګونې وکړي، چې په نتیجه کې یې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شوه ورو ورو افغانستان کې بهرني او بهرنۍ پانګونې را جذب شوې. ډیری خلک مصروف د کار شول د مثال په توګه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره افغان بیسیم مخابراتی شرکت پانګه ونه وکړه چې ډیری خلکو ته د کار زمینه برابره شوه وروسته روشن مخابراتی شرکت او همداسی نور را منځته شول.

په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې مستقیم اغیزې لري د استخدام په برخه کې ځکه افغانستان د وروسته پاتې هیوادونو څخه دی چې اوس یې ګام د پرمختګ لپاره ایښی نو افغانستان نشی کولای ټول خلک د دولت په چوکاټ کې استخدام کړي، بلکه اړ دی چې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې را جذب کړي، څو وکولایشي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي په دې بخش کې تر ټولو عمده مسولیت د مالي  سکتور دی چې په نوموړې سکتور کې مالیې وزارت، اقتصاد وزارت، تجارت وزارت او ترانسپورت وزارت مسول دي، ځکه دوی د یو هیواد وړوکی او لوی اقتصاد جوړوي او تر څنګ یی عایداتي سرچینې پیدا کوي، نو د پانګوالو د تشویق لپاره مالیې وزارت مسول دی چې دوی ته د پانګونی زمنیه برابره کړي او تر دې دمه مالیې وزارت په دغه رول کې ښه لوبیدلی او ګن شمیر بهرنۍ او کورنۍ پانګونې یی را جذب کړي. د بهرنۍ پانګونې را جذبول یوازي په استخدام کې ګتور نه دي بلکه حکومتونو ته ګڼ شمیر ګټی لري. له دې ګټو یې یوهم د عوایدو لوړېدل دي کله چی یوه بهرنۍ موسسه راځي او په افغانستان کې پانګونه کوي تر څنګ یې خلک استخداموي، حکومت ته مالیات هم ورکوي او له دې سره د حکومت عواید لوړېږي. کله چې د حکومت عواید لوړ شول نو حکومت کولایشی بېلابېل چارې مخ ته بوزي او د د چارو یا کارونو د پرمخ بیولو لپاره بیا هم خلکو ته اړتیا ده او بېرته خلکو ته د کار زمینه برابروي.

د یادولو وړم بولوم، چې حکومتونه باید همیشه په دې فکر کې وي چې څنګه وکولایشي بهرنۍ پانګونې په یو هیواد کې را جذب کړي هغه هیوادونه چې نفت لري لکه عربی هیوادونه هغوی ډیر د بهرنۍ پانګوالو د جذب په فکر کې نه دي، ځکه هغوی ته بهرنیان ضرورت لري. هغه هیوادونه چی نفت نلري او یا نورې لږې زېرمې نلري نو هغوی ته پکار ده چی بهرني پانګوال را جذب کړي تر څو په یو صادراتي هیواد بدل شي. افغانستان یو بېوزله او وارداتي هیواد دی نو که چیري غواړئ په صادراتي هیواد باندی بدل شي، خلکو ته د کار زمینه برابره شی، خپل داخلی عواید پورته لاړ شي او د اقتصادي لحاظه پرمختګ وکړئ نو باید بهرنۍ پانګونې را جلب کړي. د بهرنۍ پانګونې تر څنګ داخلي پانګونې هم ډیري ضروري دي، هر هیواد ته او خصوصاْ افغانستان ته بهرنۍ پانګونې موقتي دي داخلی پانګونې دوامداره دي. نو په همدي فکر وکړئ هم د خپل هیواد د پر مختګ پخاطر باید په خپل هیواد کې پانګونه وکړئ، چې متاسفانه زموږ هیوادوال خپل سرمایه د افغانستان څخه بهر مصروفوي، چې دا هم د افغانستان حکومت په ضرر دی او هم د افغانستان د خلکو په ضرر. راځئ د وطن د پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه کیدو په پار خپله یوه افغانۍ په افغانستان کې مصرف کړو تر څو یو باثباته، پرمختللی او په ځان بسیا افغانستان ولرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب