یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېدریولې طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟ | بريالى مليار

ولې طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟ | بريالى مليار

دا روان خونړي جنگ، چې شا وخوا څلويښت کاله مخکې پېل شو، ټول افغانان بې حده ستړي کړي دي. ملت ته له هر څه نه سوله زياته مهمه ده. په دې باندې ټول پوهېږي چې افغانان سوله غواړي او اوس يې غواړي. د ملت دې غوښتنې ته په ځواب کې د افغانستان د يووالي حکومت له قيد او شرط پرته طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړانديز کړى دى، خو له بده مرغه طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي. په دې اړه چې طالبان کوم دلايل وړاندى کوي د توجيې او قناعت وړ نه دي. طالبان درې عمده دلايل لري چې دلته پرې بحث کېږي.

لومړى دليل:  طالبان ادعا کوي چې د افغانستان د يووالي حکومت د امريکايانو گوډاگې، لاسپوڅی حکومت دى

طالبان وايي د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي وځکه چې افغان حکومت د امريکايانو گوډاگی، لاسپوڅی حکومت دى. له دې نه د دوئ مطلب دا دى چې افغان حکومت خپلواک نه دى او په خپل سر پرېکړې نشي کولاى، په خاصه توگه سترې پرېکړې لکه په ملک کې د بهرنيانو شتون او سوله کول. د دوی په اند کوم لورى چې د خپلواکو پرېکړو اختيار نلري هغه لوري سره خبرې کول بې گټې دي.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنى حکومت د امريکايانو او د هغوئ د ائتلافي ملگرو په مالي، نظامي او سياسي مرستو چلېږي، او که دا مرستې پرې بندې يا کمې شي نو د افغانستان حکومت به له سختو ستونزو سره مخامخ شي. خو څرنگه چې طالبان ادعا کوي، افغان حکومت هغسې بې واکه هم ندى.

لومړى وگورئ چې د جنگ په ډگر کې نوي فيصده نظامي چارې همدا حکومت پر مخ وړي او د جنگ قربانيان هم افغان وسلوال ځواکونه دي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له قوله، د ٢٠١٥ کال له پیله د ٢٠١٨ کال تر سپټمبر پورې ٢٨،٠٠٠ افغان وسلوال ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې د امريکايي پوځيانو مرگ تر ١٢ زيات نه و . سربېره پر نظامي پرېکړو، افغان حکومت د ملک ټولې ملکي او پرمختيايي چارې پرمخ وړي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.

مونږ ټول عيني شاهدان يوو  چې همدا حکومت و چې له حزب اسلامي گوند سره جوړجاړي ته يې لاره هواره کړه. که چېرې افغان حکومت بې واکه واى، څرنگه چې طالبان ادعا کوي، نو گلبدين حکمتيار او د هغه نور ملگري به اوس په کابل کې ناست نه ول.

دا هم ټولو ته څرگنده ده چې بهرنيان هم د افغان حکومت، چې په هغه کې نور افغان سياسي گوندونه او اشخاص شاملېږي، له ملاتړه پرته په افغانستان کې نشي پاتې کېدى. مطلب دا دى چې دواړه لوري پر يو بل متکي دي او دواړه لوري به د يو بل گټې په پام کې نيسي.

د طالبانو په څېر افغان حکومت هم داسې ادعا کولاى شي – په تېرو اتلس کلونو کې يې په کراتو هم کړې ده – چې طالبان د پاکستان گوډاگيان دي او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادراو له اجازې پرته په افغانستان کې سوله نشې کولاى. په دې معنا چې طالبان به هغه څه کوي چې د پاکستان گټې پکې تظمين وي. حقيقت هم دا دى چې د پاکستان د حکومت له مرستو پرته طالبان دا جنگ پر مخ نشي وړلى. د پاکستان د لوړپوړو چارواکو په شمول د پخواني جمهو ريس پرويز مشرف، د بهرنيو چارو وزير، او يو شمېر پوځي جنرالانو او د سياسي گوندونو مشرانو په دې اعتراف کړى دى چې د پاکستان د گټو په پار یې د طالبانو ډله جوړه کړې ده او ملاتړ يې کوي.

 دوهم دليل: افغان حکومت مشروعيت نلري

کله چې د يو نظام پر مشروعيت خبرې کېږي بايد دوه اصول په نظر کې ونيول شي. لومړى دا چې حکومت د خلکو په آزادو، پاکو رايو منځ ته راغلى وي او د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن وي. دوهم اهم اصل دا دى چې نړېواله ټولنه هم د حکومت پر مشروعيت قانع وي .

دې دوو اصلونو ته په کتو په زغرده ويلى شو چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت د طالبانو تر اسلامي امارت ډير زيات مشروع دى.  دا اوسنى افغان حکومت په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د څه کم اته ميليونوافغانانو په رايو منځ ته راغى. د جمهوري رياست د ټاکنو په دوهم پړاو کې ډاکټر اشرف غني ٤،٤٨٥،٨٨٨ رايې او ډاکټرعبدالله عبدالله ٣،٤٦١،٦٣٤ رايې تر لاسه کړې. ټولټال رايې ٧،٩٤٧،٥٢٧ وې. که څه هم په ملک کې ټولو هغو کسانو چې د رايې کارولو حق يې درلود په ټاکونو کې برخه وانه خيسته او ويل کېږي چې په ټاکنو کې يو څه درغلۍ هم وشوې، بيا هم افغان حکومت مشروعيت لري ولې چې د خلکو په رايو واک ته رسېدلى دى. که د اته ميليونو رايو څخه ٧٠ فيصده رايې پاکې وگڼو بيا هم ډېرې رايې دي. برعکس، د طالبانو رژيم د خلکو په رايو نه بلکې د ټوپک په زور واک ته رسېدلې و. د افغانستان د ملي يووالي حکومت د نړيوالې ټولنې له پراخ ملاتړ څخه برخمن دى. ملگري ملتونه او ټول ملکونه يې په رسميت پېژني او ډېرى يورسره مالي، سياسي او ان نظامي مرستې هم کوي. خو د طالبانو حکومت يوازې درې ملکونو، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په رسميت پېژندلى و. روښانه ده چې د طالبانو د رژيم مشروعيت په نيست کې حسابيده.

 دريم دليل: له افغان حکومت سره خبرې کول د هغه حکومت په رسميت پېژندلو معنا لري

دا یو بل دليل دى چې نه توجيه لري او نه چا ته قناعت ورکولاى شي. مذاکره د هغو لوريو ترمنځ کېږي چې له يو بل سره  جنگېږي. د طالبانو په مقابل کې د امريکايانو په پرتله افغان حکومت په جنگ کې ډېر زيات ښکيل دى. دا مهمه نه ده چې څوک څوک په رسميت پېژني يا نه، مهمه دا ده چې جنگ ختم شي او سوله راشي.  دا چې افغان حکومت حاضر دى چې له طالبانو سره خبرې وکړي معنا يې دا نه ده چې اوس افغان حکومت د طالبانو امارت په رسميت پېژني. همدا رنگه، امريکا هم د طالبانو امارت په رسميت نه پېژني خو وينو چې د جوړجاړي لپاره مخامخ مذاکره ورسره کوي. له مخالف لوري سره خبرې کول دا معنا نلري چې ته هغه لورى په حقه گڼې.

د طالبانو دلايل د خبرو نه کولو لپاره پلمې دي  .هيځ دلايل نشي کولاى چې د دې خونړي جنگ تداوم توجيه کړي. کېداى شي طالبان په دې سوچ کې وي چې د بهرنيانو له وتلو وروسته به جنگ په زور وگټي. کېداى شي حکومتي نظام ړنگ شي خو جنگ به هرو مرو دوام کوي.  د جنگ د ختمېدا او رښتنيې، دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره يوازينۍ لاره بين الافغاني مذاکره او تفاهم دی. په کوم جنگ کې چې هره ورځ په لسگونه مسلمانان وژل کېږي، نو الله تعالى به هرو مرو په جنگ کې له ښکيلو ډلو پوښته کوي چې تاسو ولې سوله ونکړه. دوئ به الله تعالى ته څه ځواب ور��وي؟ آيا دا ځواب به الله تعالى ته د منلو وي که ووايي چې، “مونږ د سولې خبرې ونکړې ځکه چې مونږ نه غوښتل چې حکومت په رسميت و پېژنو او حکومت مشروعيت نه درلود؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب