شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeمقالېدریتاریخ تکراریږي | محمدعاصم مایار

تاریخ تکراریږي | محمدعاصم مایار

افغانان تر بل هر ملت ډېر تاریخ لولي. خو هیڅ ګټه یې نده ورته کړې بلکه څو وارې عین پېښې بیا بیا تکرار شوې. دا ځل هم د افغانستان د تاریخ یوه بله پيښه تکرار کېدونکې ده.

د انګریزانو د استعمار پر مهال، په هېواد کې یې پر وړاندې ډېر مخالفتونه او مبارزې وشوې. خو انګریزان چې له دوهم ځل ماتې وروسته وتل، په افغانستان یې یو لاس پوڅی نظام حاکم کړ. تر څو یې له دې اړخه زړه ډاډمن وي او دلته بیا څوک د دوی مخالفت ونشي کړی. د همدې کار لپاره یې عبدالرحمن خان له روسیې را وغوښت تر څو وروسته له دوی د افغانستان حاکم شي. په امیر یې د ډیورند کرښه لاسلیک کړه او هر کال یې ورته یو اندازه پیسې ورکولې. تر دې چې واک بیا تر حبیب الله خان وروسته غازي امان الله خان ته ورسېد.

اوس یو ځل بیا عین سناریو تکرارېدونکې ده. امریکایانو د بریټانوۍ ایست انډیا کمپنۍ پلانونه د RAND شرکت تر نامه لاندې د خلیلزاد په مرسته پلي کوي. په افغانستان کې له ماتې وروسته غواړي دلته دوهم عبدالرحمن خان (ستانکزی) حاکم کړي. مالي ملاتړ به یې کوي او دا نظام به د دوی دښمن ته ځای نه ورکوي. د مالي ملاتړ کچه به تر اوسنیو مصارفو ډېره لږ وي. د همدې پیسو په بدل کې به طالبان له القاعده او نورو ډلو بېلېږي او د دوی دښمن به په خاوره کې نه پرېږدي. څرنګه چې امیر د انګریزانو مخالفین لکه غازي محمد جان خان او نور له منځه یوړل، همداسې به طالبان هم د امریکایانو په فرمایش ځینې مهرې له منځه یوسي.

جالبه دا ده چې پاکستان اوس عین د بریټانوي هند رول لري. په دې معامله کې به طالبان، ډېورند کرښه هم په رسمي ډول مني چې نور افغانان ترې په دایمي توګه خلاص شي (ځکه طالبانو په واضح ډول ویلي چې د افغانستان له اوسنیو کرښو به بهر کار نلري). خلیلزاد چې تر تېر کال پورې د پی ټی ام ملاتړی وو، په دوهم مارټیمر ډیورند بدلېدونکی دی.

د دې ټولو تر څنګ، زما په آند ستانکزی به راتلونکی مشر وي او د طالبانو نور مشران به لکه ملا عمر گوشه نشین شي او هغه څوک چې د امریکایانو مخالفت کوي د محمد جان خان او نورو غازیانو په سرنوشت به اخته شي.

زه دا کار یو تصادف نه بولم بلکه دا دوی پوهه او له تاریخ څخه زده کړه ده چې مونږ څنګه کنټرول کړي او څه ډول مخ ته لاړ شي. د امریکایانو بل انتخاب د بلک واټر کمپنی پلان و چې لومړی یې د رسنیو له لارې د مخالفتونو کچه معلومه او بیا بدل کړ. د دې دواړو پر وړاندې د افغانانو لپاره ښه انتخاب یووالی او د اوسني حکومت ملاتړ دی. خلک کولای شي اوسنی حکومت یو سمې معاملې ته اړ کړي. لکه اوس چې بریټانویان له د اروپایي اتحادیې د وتلو لپاره په خپل حکومت فشار اچوي.

په پای کې مې ځوانانو ته پیغام دا دی چې د دښمن د دسیسو ښکار نشي او د هر غلام رهبر په مخکې زنده باد او مرده باد نارې و نه وهي بلکه تر هر څه لومړی په خپل ظرفیت لوړولو کار وکړي. دا چې هېواد به زر د کافي اندازه دندو په جوړولو ونه توانېږي نو تاسو کولای شئ د کار په نړیوال مارکیټ کې ځان ته دندې پیدا کړئ. دا کار اوس زرګونه هندیان ، پاکستانیان او د نور هېوادونو وګړي کوي او ګڼ شمېر یې په غربي او شرقي هېوادونو کې په کار بوخت دي. دا چې اوس د کار نړیوال قوانین یو څه ساده شوي هم دي نو په لږ زحمت سره کولای شي خوندي دنده پیدا کړي.

نوټ : ستانکزي هم لکه عبدالرحمن خان سر له مسکو څخه راپورته کړ. لاندې انځور ته په کتو یې قواره هم ور ورته ده. دا چې د افغانستان راتلونکی امان الله خان به څوک وي تر اوسه اټکل نشي کېدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب