یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeمقالېد ځوانانو ناڅرګند برخلیک | نصیب جان یوسفي

د ځوانانو ناڅرګند برخلیک | نصیب جان یوسفي

ځوانان د هېواد کاري قشر یا ډله ګڼل کېږي او د ټولنې د تغیروونکې انرژۍ په حیث پېژندل کېږي، نو په ټوله کې ویلای شو چې، لوستي ځوانان د هېواد او ټولنې د هرې بنسټیزې برخې پوخ بنسټ ګڼل کیږي.

ځوانان دي، چې هېواد، خاورې او ولس ته د خدمت کولو سترګې ور اوړي او د نوښتونو او مخته تګ هیلې ترې کېږي.

دوی په همدې ټولنه کې زېږېدلي، زده کړې یې کړې دي او د ټولنې هر راز ستونزې یې درک کړې دي، له معاصرې ټېکنالوژۍ سره روږدي دي، د حوصلې، صبر، زغم او پور جوشه انرژۍ په لرلو سره هغه نوښتونه را منځته کولای شي چې، پخوا نه وو موجود او اوس ورته اړتیا ده ، دوی په ډېر کم وخت کې ستر تحولات را منځته کولای او د ټولن د اصلاح سبب ګرځيدلای شي.

ولې بدبختانه چې دلته د لوستو ځوانانو څخه په هېواد کې د دوی له ځوانې او قوي انرژۍ او ورباندې شویو مصارفو ګټه نه اخیستل کېږي.

زموږ لوستي آن لیسانس ځوانان، چې دولت ور باندې لکونه مصرف او کلونه وخت تېر کړی، نور هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي او هلته له څلور لارو څخه د کورونو جارو کولو، وینځلو او ورته نورو کارونو لپاره د لږو پیسو په مقابل کې بېول کېږي.

ډېر ځوانان چې خپلې زده کړې یې تر لیسانس درجې پورې په ډېر زحمت او د هر ډول ستونزو په مقابل کې سرته رسولې دي،  په اوس کې ځانونه د نالوستو او ان  تر دې چې د سوالګرو په لېست کې حسابوي او حتا پیغورنه او بدې خبرې هم په ځان مني، نالوستي ورته وایي، چې له تاسو خو موږ هم ښه یو چې پرته له زده کړو او کړاوونو ځانته روزګار پیدا کولای شو.

تر ټولو سخته خبره دا ده، چې ولس ته دا ذهنیت ورکول کېږي، چې په زده کړو کې خیر نشته او په ځوانانو بېځایه وخت تېرېږي، که پورته ستونزو ته وګورو او زموږ د ټولنې نا سم دودونه او توهین آمېزه خبرې وګورو، نو طبعاً ځوانان دې ته مجبوریږي، چې خپل ډیپلومونه اور ته واچوي او د بېکارۍ  له امله په ناوړه کارونو لاس پورې کړي.

په دولت کې واسطه بازي، د کاري زمینې لپاره په نیشت هڅې او په ټوله کې ستره ستونزه د کار اهل کار ته نه سپارل د ځوانانو د نا آرامۍ لامل ګرځېدلي دي.

دلته دا هم ویل کېږي، چې دولت د ټولو لیسانس او ماسټرانو لپاره د جذب او استخدام توانایي نه لري او نه شي کولای چې ټولو ته د کار زمینه برابره کړي، دا خو سمه ده، چې د ټولې نړۍ دولتونه نشي کولای چې ټول خلک په دولتي اداراتو کې جذب کړي، ولې دولت مکلف دی، چې د خصوصي سکټور د رامنځته کېدو لپاره زمینه سازي وکړي، د هغوی امنیت او نورې اړونده ستونزې یې ور حل کړي، تر څو ځوانان د دولتي ادارو ترڅنګ په کارخانو، د حرفوي زده کړو په مرکزونو او نورو کار ځایونو کې په کار وګماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب