شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېدرید لاجوردو ترانزیتي دهلیز، اقتصادي، جیوستراتېژیک او جیوپولیتیک اهمییت

د لاجوردو ترانزیتي دهلیز، اقتصادي، جیوستراتېژیک او جیوپولیتیک اهمییت

محمد عارف رسولي

 (دریمه برخه)

د اقتصادي دهلیزونو د رامنځته کېدو نور لاملونه

هغه ملکونه چې زیات ګاذ، تیل او معدن لري او دا زیرمې انرژۍ، سړکونو، ریل لارو، پایپ لاینونو، ساختماني توکو، کارګرانو او نورو څېزونو ته اړتیا لري او باید تر سترو ملي او نړیوالو مارکیټونو پورې ورسول شي. لکه پورته مو وویل د دې اسانتیاوو په اوږدو او شاوخواکې زیاتو پانګونو، اقتصادي او تجارتي راکړو ورکړو ته اړتیا وي او د ترانزیتي او اقتصادي دهلیزونو له رامنځته کېدو سره مرسته کوي.

د مثال په توګه کله چې د افغانستان د حاجي ګک د اوسپنې کان او نور ایستل کېږي، دې ته د انرژۍ، سړکونو، ریل لارو، او نورو اړتیا ده تر څو د مثال په توګه د چابهار بندر له لارې تر اړین مارکیټه ورسول شي. همدارنګه، د عینکو د مسو کان ورته مسیر او اسانتیاوو ته اړتیا لري تر څو تر نړیوال مارکییټه ورسول شي او ښکاره ده چې په دې مسیرونو کې به زیاته پانګونه کېږي، دا پانګونه به زیات واړه او منځني تشبثات رامنځته او زیات کار او ثروت به خلق کوي، په اقتصاد به مثبته ستره اغیزه کوي او دې ته د جانبي مثبت تاثیر (Spill over impact) وایي.

نن سبا زیات هېوادونه چې اقتصاد یې د تیلو، ګاذو، معدنونو او نورو ورته سکتورونو په محور ولاړ وي غواړي خپله اقتصادي تکیه د معدن، تیلو او ګاذو په سکتور کمه کړي، ځکه د اقلیمي بدلونونو له کبله نړیوالې هڅې روانې دي چې د سون په فوسیلي توکو، چې ګلخانه اي ګاذونه رامنځته کوي، تکیه کمه کړي او د پاکې انرژۍ لکه سولر، اوبو، د ځمکې د داخلي حرارت، باد او نورو زیرمو ته د ملکونو د لاسرسي زیات کړي، بله دا چې د انرژۍ دا منابع تلپاتې نه دي او پای ته رسېږي، همدارنګه د نورو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي سیالیو او جیوپولیتيکي مسئلو له کبله خپل ګاذ، تیل او غاذ په مناسبه بیه تر مارکیټه نشي رسولای ځکه دا و اړوندو مارکیټونو ته پایپ لاین او ریل لارې غواړوي، نو د پورته او نورو لاملونو له کبله دا ملکونه چې شتمن هم دي هڅه کوي خپل اقتصاد ته تنوع ورکړي او په یوه سکتور خپله تکیه کمه کړي. ښه مثالونه یې امارات، سعودي او ترکمنستان دي.  

په داسې شرایطو کې ورته ملکونه چې له خپلو زیرمو یې زیاته پانګه تر لاسه کړې وي نو هڅه کوي چې خپلو اقتصاد ته تنوع ورکړي، په نورو سکتورونو لکه کرنه او صنعت زیاته پانګونه وکړي، خپل تولیدات زیات کړي، په ترانسپورتي اسانتیاوو لکه سړکونو، ریل لارو او نورو کې پانګونه زیاتوي تر څو له زیاتو هېوادونو، سترو اقتصادی او تجارتي بازارونو، تولیدي مرکزونو او سیمو سره وصل شي، خپل صادرات او واردات اسانه او د خپل ملک لپاره ارزانه کړي او هم د ترانزیت او حق العبور له لارې زیاتې پیسې کال په کال تر لاسه کړي. داسې ملکونه هڅه کوي چې د پانګونې او تولید ازاد زونونه رامنځته او د نړیوالو پانګوالو پانګه راجلب کړي ځکه په ورته سهولتونو کې پانګونه زیات ګټه لري.

اقتصادي دهلیزونه، سیمه ایزې او نړیوالې سیالۍ

د اقتصادي دهلیزونو د پورته یادو اقتصادي او ستراتيژیکو ګټو له کبله د سیمې او نړۍ په کچه د لوبو بدلوونکی                  ( Game Changer) هم بلل کېږي. په دې معنی چې هېوادونو ته ستر ستراتېژیک اهمیت لري او د ملکونو برخلیک ټاکي. زیات هېوادونه او نړیوال انډیوالان یې د خپلو هېوادونو او ملګرو د ګټو په خوندي کولو کې د شطرنج لوبې ته ورته معاملو کې ښکیل وي خو عام خلک او په تېره په خوارو ملکونو کې خلک ورنه خبر نه وي. په دې شطرنج لوبو کې د یوه ملک ګټې له یو شمېر ګاونډیانو سره کله همغږې او کله په ټکر کې وي. د مثال په توګه د ټاپي په پروژه کې د افغانستان او ایران ګټې له یو بل سره په ټکر کې وې، ځکه ایران غوښتل چې د ټاپي مخه ونیسي او خپل غاز و پاکستان او هند ته صادر کړي. که ملکونه او دولتونه یې پوره یو والی، توان، تحلیل، امکانات او مناسبه دېپلوماسي ولري، تر ډېره له خپلو ګټو دفاع کولای شي.

د همدې او نورو لاملونو له کبله اقتصادي دهلیزونه له خپلې خاورې سره وصل او یا تیرول کوم اسانه کار نه دی، ثبات، ښې رهبرۍ، ښې دیپلوماسۍ او نړیوالو ستراتېژيکو انډیوالانو ته اړتیا لري. نو که کوم ملک زیاتې طبیعی زیرمې هم ولري خو که ښه زیربنایي بنسټونه ونه لري او له نړیوالو بازارونو سره وصل نه وي له خپلو زیرمو سمه ګټه نشي اخیستلای او ښه مثال یې افغانستان دی.

د مهمو سیمو ایزو پروژو لکه د ټاپي د ګاذو نل لیکه چې په مسیر یې د چنو وهلو لوبه موږ ته مالومه ده، ایران نه غوښتل چې دا پروژه د افغانستان له لارې تېره شي، هغوی زیاتې هڅې وکړې چې پاکستان او هند ته دوی خپل ګاز صادر کړی او یا د دوي له لارې د ترکمنستان او ازربایجان ګاز صادر شي. نو د دې لپاره او هم دا چې افغانان ونه توانېږي خپلې اوبه مهار کړي ایرانیانو زموږ په هېواد کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړ او اوس هم لاس نه اخلي. خو څرنګه چې غربیانو او په سر کې یې امریکایانو نه غوښتل چې ایران دې دا ستراتېژیک هدف تر لاسه کړي، همدارنګه ایران له نورو ګاوڼډیانو سره لکه ترکمنستان، ازربایجان، جورجیا او ترکیې سره هم ښې اړیکې نه دی پاللي نو ټاپي او لاجورد لاره د افغانستان له لارې ممکنه شول.

هغه سیاستوال چې په ستراتېژیکو لوبو ښه پوهېږي، د خپل ملک او د ګاونډیانو روا ګډې ګټې تشخیص او درک کوي او بیا د همدې ګټو د خوندیتوب لپاره له هغو ملکونو سره ګډې ستراتېژيکې هڅې پیل او بریاته رسوی. د افغانستان ستراتېژیک نوښت د لاجوردو د لارې او اقتصادي دهلیز په هکله یې یو ښه مثال دی چې خپلې ګټې مو د نورو څلورو هېوادونو لکه ترکمنستان، ازربایجان، جورجیا او ترکیې سره د یوې فعالې دیپلوماسۍ په مرسته وتړلې.

په پورته ستراتېژيکو سیالیو کې د ملکونو حریفان هڅې کوي چې د دوي مخه ډب کړي، که کوم حریف په مستقیمه توګه کومه مهمه ستراتېژیکه پروژه نشي ورنه وړلای، نو په هېواد کې ستونزې ورته راپورته کوي، نیابتي جنګونه یې په ملک کې راپیدا کوي او نه پرېږدي چې د اقتصادي دهلیزونو او نورو مهمو ستراتېژیکو پروژو په جذبولو، وده او پراختیا کې بریالي شي ځکه دوی یې ځانته غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب