شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاشات د میکروب ضد خاصیت هم لري

شات د میکروب ضد خاصیت هم لري

له پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د میکروب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده. د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکروبیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسورو ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ماده ده چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې د باکتریاوو مقاومت له منځه وړي.

په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون د درې ډوله باکتریاوو پر وړاندې چې د ټپونو د میکروبي کېدو لامل ګرځي، په ګوته شوی دی. پایلو ښودلې چې شات کولای شي په مختلفو بڼو د باکتریاوو د پرمختګ مخه ونیسي. نو شات نه یوازې یو ارزښتناک خوراک دی، بلکې یو قوي انټي بیوټیک هم ګڼل کېږي.

د شاتو په اړه چې په دې وروستیو کې کومې څېړنې شوې، ښيي چې شات د ټپ منځ ته د باکتریا د داخلېدو مخه نیسي؛ ځکه دا د باکتریا د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغه اړینه مرحله ده چې په پایله کې یې ټپ مې��روبي کېږي.

شات کولای شي چې باکتریاوې د انټي بیوټیکو پر وړاندې حساسې کړي او همدا حساسیت یې د له منځه تلو سبب ګرځي.

څېړنې دا هم ښيي چې د ټپونو د درملنې لپاره له انټي بیوټیکو سره د شاتو کارول نسبت مېکروب ضد داروګانو ته ګټور تمامېږي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب