که ته چمتو یې یا نه، یو ورځ به هر څه له منځه ځي. بیا به نه، نور لمر خاته وي، نه لمر لوېده، نه به ساعتونه وي او نه دقیقې. ټولې پټې خزانې او هر هغه څه چي مو غونډ کړې وي، بل ته به پاتېږي.
شتمني، نوم، شهرت او دنیوي قدرت به مو له خاورو سره خاورې سي، دا به بیا مهمه نه وي چي تا څه لرل، مهمه به دا وي چي چا ته مو څه ورکړي وه.
کینه، بغض، کرکه، ناامېدي او بخالت به دي نور نه وي، امیدونه او پلان سوې کارونه به دي ټول پای مومي.
د ژوند بریاوې او لاسته راوړنې چي یو وخت یې خورا ارزښت درته لاره، له زوال سره به مخامخ کېږي. د بریاوو لیست به مو کومه ګټه ونه لري، خو د هغوی څرنګوالی به ډېر ارزښتمن وي.
دا به مهمه نه وي چي د کوم ځای وې، ښکلی وې، نامتو وې ، ستاسو موقف، جنس، د پوټکې رنګ یا نژاد به دي هیڅ د اهمیت وړ نه وي.
دا به نه يي مهمه چي څه دي په واک کي وه، څه دي تر لاسه کړي وه، مهمه به دا وي چي کوم د خیر کار دي کړی وو، چا ته دي څه بښلي وه.
خپلې کړې زده کړې به دي بې ګټې ښکارې، خو دا به بیا ډېره مهمه وي چي، چا ته دي څه ور زده کړي وه.
هره راستي، خواخوږي او مېړانه چي نورو خلګو ته ترې ښه رسېدلي وه، یا يي نور خلګ هڅولي وه، دا به ډېر ارزښت ولري.
دا به بیا مهمه نه وي چي څومره خلګو پېژندلې، مهمه به دا وي چي د څومره خلګو زړونو کي مو ځای لاره او څومره خلګ به دي تشه لویه ضایع ګڼي.
د مرګ وروسته به مو دا مهمه نه وي چي تاسو څه رانیولي وه، مهمه به دا وي چي څه مو ودان کړي وه،
داسي يو ژوند جوړول چي ارزښت لري، په تصادفي ډول منځ ته نه راځي. دا ډول ژوند جوړول یو شرط نه، بلکي یو ټاکنه ده.
نو داسي یو ژوندوټاکئ چي ارزښت ولري!